د ملت استازي د معاملو په ګرداب کې

40 | اپریل 20th, 2009


عربان وايي : (( هر نوى شى خوندور وي . )) موږ ته هم ملي شورا يو خوندور شى ښکاريده خو وروسته دغه خوند هم پيکه شو.
لومړى خلکو داسې فکر کاوه چې ددوى اصلي غمخواران پيدا شول  نور به يې حقونه خوندي وي او ژوند کې به يې  اساسي تغير راشي ، خو د وخت په تېرېدو دغه هيلې شنډې شوې .
 ددغې شورا په ولسي جرګه کې څو ځلې ځينې قضيې په ډېرې ګرمۍ راپورته شوي  خو ډېر ژر  پرې د معاملو سړې اوبه تويه شوي دي . 
روانه اونۍ   په دغه جرګه کې د اطلاعات او کلتور وزير  موضوع  ډېره ګرمه شوه ، د رسنيو د قانون په سر يې د شنبې په ورځ استيضاح ته وغوښت او له ١٣٥ حاضرو وکيلانو ٧١ تنو يې پر ضد سره کارتونه پورته کړل .


داسې برېښېده چې وزير عبدالکريم خرم  به نور له څوکۍ ښکته شي خو دوه ورځې وروسته ( نن دوري ٣١مه )  وکيلانو ١٨٠ درجې تغير وکړ او له ١٢٥ حاضرو وکيلانو يواځې ٢٠ تنو سره کارتونه پورته کړل . 
دا چې وزير په حقه دى او که دهغه مخالفان ؟ په دې څه نه وايم خو يو شى چې ولس يې اندېښمن کړى هغه دادى چې د وکيلانو له دومره ژر تغير څخه د معاملې بوى راځي او چې کله معامله ګر د خلکو استازي شي نو د هغه قوم دې الله مل شي .
 
دا لومړۍ  پېښه نه ده ، وګورئ ! دغې جرګې دوه کاله وړاندې د ثور په وروستيو کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنگين دادفر سپنتا له ايران څخه د مهاجرينو داجباري اخراج کې د بې کفايتي له امله سلب اعتماد کړ ، د هغه هرډول سفرونه يې غير رسمي وبلل او پرېکړې يې نامشروع  وبللې .
خو سپنتا له هغې نېټې وروسته په درجنونو سفرونه وکړل او لوظنامې يې لاسليک کړې.
دلته هم نه غواړم ووايم چې سپنتا په حقه وو  که وکيلان ؟ خو داچې دغه پرېکړه عملي نه شوه نو بيا هم د معاملې تعبير ترې کېداى شي .
 که چېرې وکيلان ټول په خپله پرېکړه ټينګ ولاړ وى داسې نه کېدل او داچې داسې کېږي نو حتما څه شوي دي .
 دغه راز د تېر کال په روژه کې چې کله شاوخوا ٨٠ کورنۍ پښتانه په پاکستان کې له اوږده مهاجرته وروسته د تخار خواجه بهاوالدين کې خپل ټاټوبي ته راستانه شول او هلته د ځايي زور واکانو له خوا له تاوتريخوالي سره مخ شول ، نو ملي شورا کې يې موضوع توده شوه .
 هغه مهال د مشرانو جرګې د يوه کميسيون غړي ويلي و چې هغه څوک به ونيول شي او منفک به شي چې په دې قضيه کې لاس لري .
 هغه داهم ويلي و، چې دغه موضوع به ډېر ژر اواره کړي خو دادې له دغه تور او برېښه   شاوخوا اوه مياشتې تېرېږي خو ستونزه په خپل حال ده .
دغه پښتانه مظلومان د بشرد حقونو په دې بازار کې له انساني حقونو بې برخې دي او لکه د غلامانو په څېر چلند ورسره کېږي .
دا چې دا موضوع هم تراوسه نه ده هواره  شوې نو داسې ښکاري چې يوه درنده معامله دې شوي وي .
زموږ ولس چې تراوسه خوار او زار دى لامل يې دادى چې برخليک يې د معامله ګرو په لاس کې دى . 
زموږ د ولس پر سر په کورنۍ او نړيواله کچه معاملې کېږي نو ترڅو چې مو د معامله ګرو له زنځيرونو ځانو نه ، نه وي خلاص کړي تر هغې به همداسې خوار و زار يوو . 
                                                                                   
                                                                                         

Copyright Larawbar 2007-2024