افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي

" /> افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي

" /> افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي

" /> افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي

" /> دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي – لراوبر ویب پاڼه
کور / راپور /
افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي

افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

دولت اوملي تجاران دي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان اتلان ونازوي





دکرکیټ اتله لوبډله دکابل هوایې ډګرته راورسیده

نن سهار دلسو بجو په شاوخواکې دکرکیټ اتله لوبډله دکابل هوایې ډګرته راورسیده ، خو لکه څنګه چې یې اټکل کیده په هغسي شکل سره دچارواکو له لوری بدرګه نه شول ، دملی لوبډلي هر کلي ته یوازي څو دګوتو په شمیر دولسي جرګي غړی ورغلي خو په دې ډله کې هیڅ لوی چارواکي نه تر سترګو کیده ،دکرکیټ دملی لوبډلی یوه تن غړی دلروبر سره په خبرو کې وویل چې دوي به ډیر ژر کابل دجلال اباد په موخه پریږدي د نوموړی په وینا ملي لوبډله دچارواکو له لوري لکه څنګه چې پکار وه  هغسي بدرګه نه شوه، یاده دې وي چې افغان ملي لوبډلې په سویلې افریقي کې دشویو سیالیو په لړ کې پنځم او په نړیواله کچه پنځلسم ځاي تر لاسه کړ

دکرکټ وروستيو سياليو خبرونه ددې کرښي په کليک کولو ولولئ   !


 

تبصره نسته

  1. د کرکيټ لوبډلي فرد فرد ته د زړه له کومي سلامونه ، ښه راغلی او پيرزويني وړاندي کوم ، زما په نظر په تېرو دېرشو کلونو کي يوازي دغه ځوانان په دې توانېدلي دي چي افغانانو ته د خوښۍ پيغامونه او د خوښۍ خبرونه جوړ کړي . افغان چارواکي او افغان ولس دي له دې شازلميو سره لا ډيره مينه وکړي او دوی دي لا ډير تشويق کړي .
    زه د دغو شازلميو د برياليتوب او لاسته راوړنو له امله هم دوی ته او هم ټول افغان ولس ته مبارکي وړاندي کوم .

  2. مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک مبارک

  3. دهيواد ملي اتلانو ستړي مه شي !
    دكريكټ په ډګر كـي دستاسو كاميابي لومړي تاسوته او بيا ټولو هغه افغانانوته چه دستاسو ارزښت پيژني ده زړه له كومي وړاندي كوم .پاتي د نه وي چه ددي لوبو په بهير كي مونږ ه هم دخپل زړه ويني درسره خوړلي كه په لوبه كي درسره نه وو خو دلوبي په بهير كي مو تر حده زياتي دوعاګاني درته كړي .ځمونږ ډيره هيله خو داوه چه په نړي وال جام ۲۰۱۱ كي دستاسي دلوبي نه خوند واخلو خو خير د اهر څه تر قسمته وي مګر داهم نه شو هيره ولي چه تاسو داسي څه وكړ ل چه هغه ددنړي پرمختللوهيوادونو په ۱۰ كالو كي نه وه شوني كړي . دستاسي دلازياتو بريو په هيله .

  4. تر ټولو لومړى دكركټ ملي لوبډلې ټولو غړيو او مينوالو ته د دوى د بري او په وياړ ګران هيواد افغانستان په راستنيدنې مباركي وايم . دا چې څه ګورو او اورو چې د پښتون لخوا هر ګټلي ويا ړ ته سپك او په ناارزښت كتل كيږي دا ټول زموږ له خپله لاسه دي . باور وكړئ چې موږ خپل ځان نه دى پيژندلى او نه مو پر نورو ځان پيژندلى خو داسې پيژندنه چې د پيژندلو حق يې وى . تر هغه موږ نشو درانه كيداى څو مو ځان د دې خاورې د حاكم او اكثريت په توګه هم د ژبې او هم د يوه قام په توګه پر نورو نه وي منلاى نر هغه به همداسې له وياړنو سره كړيږو.
    د همداسې هيلې دپوره كيدا په هيله

  5. د وطن اتالانو پخیر راشی خدای مو راوله. زه هم پر خپل وار تاسی, ستاسی کورنیو او د کریکت مینوالو ته مبارکی وایم او د همیشه برالیتوبنو دعادرته کوم.

  6. په رښتيا چې زموږ د كريكټ ټيم د لسو كلونو هدف په دوو كلونو كې ترلاسه كړ – ژوندى دې وى زموږ د كريكټ ټيم

  7. za da khpal tarafa da afghan milli cricket team ta da zra da kumi mubaraki wayam aw umeed laram che dir zar ba pakistan ta pa cricket k hum shikast warki. mubarak mubarak mubarak.larr aw bar yaw afghan

  8. congratulate this success to all afghanistan and all afghan nation and specialy tooo all pashtoon nation ……;


    AJAB KHAN AND JAMIL FROM PAKISTAN

    we say congratulation to all nation on success of our team

  9. دکریکیټ دملی لوبډلی بریاوی او دچارواکونه کتنه

    هلته یو څوتنه ځوانان وچی له یوه خاورین اوسپیره ټاټوبی څخه چی هغه هم دوخت
    دفرعونیانولخواڅو ځله ویجاو،ټول جوړښتونه یی وران شوی اوهیڅ لوبغاړی یی هم نه درلود
    دنړی هغه ښکلیو هیوادوته تللی وه او په هغو ښکلیولوبغاړوکی له داسی ځوانانو سره
    لوبیدل چی هغوی په غوښه پټ له رنګه تازه ، غوړیدلی اودنړی هغه ګرانی او ښی د لوبو
    جامی یی په تن وی،هغوی ته هر ګړی هغه ښه لوړ ارزښته او له شومی ډ ک خواړه ورکول کید
    ل،هر ساعت به ددوی خولی په ښو او وریښمینو ټوکرانوپاکیدلی،هغوی ته هغه ښه او ګران
    میلمستونونه په کرایه نیول شوی ودهغوی دملتیا په خاطرډیرنور خلک،خپل
    چارواکی،ځوانان، پیغلی، راغلی واو ددوی لوبی یی په چکچکو،چیغو،د دوی دنومونو په
    یادولوسره بدرګه کولی،له دوی سره دهیواد د دولتی او خصوصی تلویزونو،راډیوګانو
    استازی راغلی وه اوخپل ولس ته یی د دوی دلوبو حال په مستقیمه توګه ورکا وه. دا
    ځوانان چی د دوی دلوبو جامی هم بلچا دمرستی په توګه ورکړی وی هغه هم هغه دټیټی بیع
    جامی وی،خواړه یی هم دروپیودنه درلودلو لکبله هغه دخپل ټاټوبی ځا یی وچی میوی وی چی
    له خپلو کورو څخه یی راوړی وی او د ډوډی پر ځای یی خوړلی ځکه په هغو ښواو عالی خوړن
    ځایو کی خواړه ډیر ګران و او حکومت خو پری خبر نه واو یا یی ځان نه خبروی چی د دوی
    لګښتونه یی ورکړی وای همدا رنګه هغوی ته خو دلاری لګښتونه،د طیاری ټکسونه هم بل چا
    مرسته کړی وه،دوخت تیره ولو لپاره یی هم هغه خوار او ساده میلمستونونه دبل چا په
    مرسته کرایه کړی وه هغو ښو میلمستونو خو زیاتی روپی غوښتی دوی نه درلودی او حکومت
    یی هم زیات غریب و چا پنځه ویشت میلیارده مرسته هم نه وه ورسره کړی،همدارنګه له دی
    ځوانانو سره نه دچارواکو څوک مل وه، نه دبی شمیره تلویزونواو رادیو ګانوڅوک چی ددوی
    میړانه خپل اولس ته ښکاره کړی.

    داځوانان له بڼی خواراووچ ښکاریدل خودکړنو او خبرو څخه یی دا څرګندیدله چی دوی ډیر
    لوړ هوډ،غیرت،ریښتین ولی اود خپل هیواد دنامه دلوړولو لپاره هر ډ ول میړانی او د
    ټینګ هوډ خاوندان دی.

    هو! دا ځوانان څوک دی ?

    دا دکریکیټ دملی لوبډلی غړی دی ، دا نوروزمنګل ، کریم صادق ، حمید حسن ، ریس احمد
    زی… دی .

    دا ځوانان دهیواد له نورو ځوانانو سره زیات توپیر لری،دوی خپل لګښتونه دخپلو جیبو
    څخه کوی دوی په نیمه ګیډه،له تندی سره یو ځای لوبیږی ترڅودخپل ګران ټاټوبی جنډه په
    ټوله نړی که ورپوی،دوی خپل کورونه په لوږه پریږدی او غواړی چی دخپل هیواد نوم دنړی
    هر وګړی په غوږکه انګا زه کړی چی افغا نستان که څه هم دنړی دلویو
    طاقتونواوګاونډیانوله لاسه دجګړی په ډګربدل شوی دی،نوره نړی یی ساده،بی سوچه اوجنګی
    بولی خو دا ټاټوبی په هر ډګر کی دهر شی وړتیا،غیرت اوځواک خاوند دی.

    هو! دا ځوانان دهیواد له لوړ پوړو چارواکواونوروځوانانوڅخه خپل هیواد ته ریښتنی او
    وفادار دی ځکه حکو متی چارواکی او نور ځوانان چی نورو هیوادو ته تللی دی تر رسیدو
    وروسته هلته بیا په دی سوچ کی دی چی څنګه په هغه هیواد کی پاتی شی،بیا یی خپل هیواد
    هیرکړی وی،بیا ورته په هغه هیواد کی دسپیواو چرګانومینځل،په خوړن ځایو کی شاګردی
    کول دخپل هیواد تر هرشی ښه ښکاری ،خو دکریکیټ ځوانان دخپل هیواد دنوم لوړولو لپاره
    ډیری سختی ګالی،هغوی ته داروپایی او عربی هیوادځینی کلبو نه په زرهاو ډالر
    ورکوی،داوسیدلو اسانتیاوی نور اړین شرایط ورته برابروی ترڅو ددوی په هیوادو کی پاتی
    شی خو دوی دا هرڅه دخپل هیواد دنوم اونشان څخه لوړ اوښه نه بولی او نه خپل هیواد
    هیروی.

    هو! داهغه ځوانان دی چی څو ځله یی دافغانستان جنډه په ټوله نړی که ورپوله او دنړی
    هر وګړی ته یی دا په ډاګه کړه چی افغانان په هرډګر کی ډیری لوړی وړتیاوی لری که یی
    څوک پریږدی او کار خپل وړ کس ته وسپارل شی،تنظیمی،قومی، ژبنی او دګاونډیو او زوره
    ورو بی ځایه مصلحتونه په پام کی ونه نیول شی نو افغانان په هر ډګر کی لکه حکومت
    جوړه ول ،بیارغونه،سره جوړیدل ،تخنیک…داسی وړتیالری لکه دکریکیټ ځوانان .

    سره لدی چی دکریکیټ ملی ټیم په ډیر کم وخت کی زیاتی لاس ته راوړه نی لری خو هیچا په
    هغه اندازه کوم چی اړتیا وه د دوی سره نه مرسته وشوه،نه په تلو او راتلو کی ولمانځل
    شول،نه کوم ځانګړی لو بغاړی ورته جوړ شو،نه کومه ځانګړی بودیجه او کوم ملی سوداګر
    مرسته ورسره وکړه .

    هغه بی شمیره راډیو ګانی،تلویزونونه چی زیات یی زموږ په هیواد کی د پردیو د کلتور
    دپلی کولو لپاره جوړ شوی نه یی د دوی کوم خبر خپور کړاو نه یی په سوداګریزو اعلانو
    کی دهیواد ددی ملی ځوانانو دلوبو او انځورو څخه کار واخیست. همدارنګه هغه بی شمیره
    بانکونه چی زموږ په هیواد کی دسود ناروا معاملی پر مخ بیایی دخپلو اعلاناتو لپاره
    دهند یا نورو هیوادودفلم دجینکیو څخه کار اخلی خو زموږ دهیوادملی ځوانان یی هیرکړی
    دی،هغه مخابراتی شرکتونه چی دخپلو ګټه اخیستونکو د شمیر په زیاتوالی کی دی دهیواد د
    لویو ښارو په څلور لارو کی د دوی اعلانونه په لویو اعلان پاڼو لیدل کیږی خو یوی
    شبکی هم ددی ملی ځوانانو انځورونه په خپل اعلان کی ځای نه کړل چی له یوه لوری به یی
    اخیستونکی زیات شوی و له بل لوری به نور ځوانان په نورو چارو کی دښو لاس ته راوړه
    نو لپاره را ویښ شوی و.

    هغه تلویزونونه چی زیات وخت دهندی ډرامو، بربنډونڅاګانواو فلمو خپل پروګرامونه پرمخ
    بیای ددی پرځای چی دملی لوبغاړو دلوبو ځنی لوبیز ځایونه پخپلو اعلانو که ځای کړی
    زیاتره وخت دلوبو خبرونه هم نه وایی ،همدارنګه حکومتی چارواکی دپردیو په لمسون او
    بعضی تعصبو په خاطر ددی پرځای چی ددوی ستاینه وکړی ،مرسته یی وکړی وایی چی دا لوبه
    بیګانه یا دپلانکیانو په وخت کی دی هیواد ته راغلی ده .

    په هرحال خدای پاک د هغه افغانانو ته چی په پردیو پوری تړلی وی او په هیواد کی ډول
    ډول شخړو ته لمن وهی لارښونه وکړی اودا ټاټوبی دریښتینو مسلمانو افغانانو دی همدا
    افغانان به یی ساتی او په ټوله نړی کی به یی نوم او نشان لوړوی.

    داکتر عبدالوحید احدی

    کــــــا بــل

    ۱۳۸۸-۱-۲۹

  10. دافغانستان دکرکيټ دملي لوبډلي وهرتن تن ته دزړه له کومي سلامونه نيکي هيلي اوښايستي پيرزويني وړاندي کوم زه پخپله دافغانستان ديوبچي اوديوکندهاري په حيث داد افغانستان لپاره دافغانانولپاره يولوي افتخاراوبيخي يولوي وياړدي دکرکيټ پدي لوبډله بايدموږاوتاسوټول افغانان فخر وکړو او ورباندي ووياړو ځکه همدغوافغانانوزموږاو تاسو افغانانونوم په نړي کي راوځلوي اودايي وټولي نړي ته وښول چي افغانان پدي ډګرکي هم درچاپاته نه دي نوپه ريښتياسره چي زموږدغوهيوادوالوزموږنوم رالوړکړي نوزموږاوستاسوټولوافغانانودادنده ده چي ترکومه ځايه موپه توان اوطاقت کي وي ورسره مرسته وکړو.. خصوصآزموږشتمن هيوادوال دوي تشويق کړي هم په مادي اوهم په معنوي لحاظ دابه مودخپل هيوادسره ډيرڅه کړي وي …. زه پخپله دکرکيټ دلوبډلي داوياړدخپل ځان هيواداوټولوهيوادوا لوبولم اودي هم نوري هم ورته برياوي ورته غواړم …

  11. کرکټ خو افغانانو وګټه خو کاش چې د افغانستان حکومت هم ځان ګروالى واى

  12. کرکټ خو افغانانو وګټه خو کاش چې د افغانستان حکومت هم ځان ګروالى واى

  13. salamona aow niki hili darta wlandi kawam da larawbar site aow tolo hamkarano ta aow za da afghanistan cricket maili laobgharo bandi dear fakhar kawm chi doye 2 zaala barya dar lasa kra aow dero ghato hiwadono ta ye mati warkra da dear da fakhar zai da bayad chi da doye sara mrasti woshi aow aow za da afghanistan cricket team tolo laobgharo ta salmona aow niki hili kawam aow zama hamisha doye dapara da doa da chi kamyaba aow baryal wosi aow za hamisha da doye pa khidmat ki zama da mama zoye mirwais naziri chi da afghanistan maili team lobghari da za da doye sara rabita laram tolo sara aow za da larawbar site dear shokar gozar chi doye hamisha da khalgo pa khidmat ki di manana

  14. salamona aow niki hili darta wlandi kawam da larawbar site aow tolo hamkarano ta aow za da afghanistan cricket maili laobgharo bandi dear fakhar kawm chi doye 2 zaala barya dar lasa kra aow dero ghato hiwadono ta ye mati warkra da dear da fakhar zai da bayad chi da doye sara mrasti woshi aow aow za da afghanistan cricket team tolo laobgharo ta salmona aow niki hili kawam aow zama hamisha doye dapara da doa da chi kamyaba aow baryal wosi aow za hamisha da doye pa khidmat ki zama da mama zoye mirwais naziri chi da afghanistan maili team lobghari da za da doye sara rabita laram tolo sara aow za da larawbar site dear shokar gozar chi doye hamisha da khalgo pa khidmat ki di manana

  15. سلامونه می ومنی ګرانو د لر اوبر همکارانو موژد خفلی لوبډلی سرنګه مرسته کولې شو د دوی داکونټ نمبر شته په خاریج کی

    ګران عزيز خان وروره

    تاسو د لراوبر ډاټ کام د کابل له همکار ښاغلي رحيم ګل څاروان سره تماس ونيسئ ، هغوی به تاسو ته د لوبغاړو اکونټ نمرې په لاس درکړي ، زموږ په فکر دا به د مرستي کولو تر ټولو غوره لاره وي چي لوبغاړو ته مخامخ خپله مرسته ورسيږي .

    په درناوي

    عبدالله احسان

  16. سلامونه دکریکت گرانومینه والو ته اوگرانولوبغارو ته
    زه دکریکت په تولو لوبغارودیرویارم خدای دی همیشه
    همیشه کامیابه لری دوی دیرسترویارافغانستان ته ور
    په برخه کرزه ورته دنوری کامیابی په هیله

  17. salamona aow niki hili wrandi kawam da larawbar web pari tolo hamkarano ta aow cha chi da web para joora kari da moung hamisha agha ta da dooa kawo chi kamyaba aow baryali wosi staso da zamat dira manana koshhallah wosi

  18. salamuna aw neki heli da larawbar website tolo karkaoonko ta warande arman che afghanistan khui kamyab raghlu magr da nekpa pa shan da afghan goverment da afgahn crickterrano harkali wa nakroo da dase man warkawe che cricket yawze da pakhtano da nada farsewan mung pa khpal awanano wyaroo wa salam aw na tajk aw na de ozbak

  19. سلامونه اونيكي هيلي مي قبول كي كرانو وطن والو
    ازارازار وارمباركي درته وايم كرانو افغانانو اتلانوفه توله دونيا كي مو تور اوسور زرغون بيرغ وره فاوه خداي مونورهم كاميابه لره
    بل ده افغان دكركت لوبدلي ته بايد فه تلويزون كي زاي وركرلسي اتمي اوزروري سي موزخفل اتلان فه مينه اومحبت سره ده تلويزون له لاري وه وينو وسلام

  20. salamona aow niki hili darta wlandi kawam da larawbar site aow tolo hamkarano ta aow za da afghanistan cricket maili laobgharo bandi dear fakhar kawm chi doye 2 zaala barya ragale de hewatta dak lasona.za aw zma 2 warona de kosti / WRESTLING sport kawo de Allah de darbar na gowaro che mong ham yaw waraz de akpal gran AFGHANITAN po noom kosti waniso po dere mina Naser khan

    Norway

  21. salamuna aw neki heli da larawbar website ta warande kawm mung da da afghan cricket team che pa laga muda ke zan da dunya goud goud ta da war wafisando pa chipso bande che khurak ei ow magr bia ham zamung nachara dawlat na puhige che marsta khu prigda istiqbal ham na warze za khpal salam musafar ta che pa mascow ke de wayam wa salam allah blass larawbar website we re proud of zindbad afghan cricket team