کور / تازه خبرونه / چارسده:د ځانمرګي بريد په تور ۴ کسه نيول سوي

چارسده:د ځانمرګي بريد په تور ۴ کسه نيول سوي

چارسده


پاكستاني پوليسو دچارسدې دشيرپاوْ دكلى دځانمرګى بريد په تور څلور كسان نيولى چې درې دهلمند او يو ئې دكوئټې اوسيدونكى دى دوى كښې يو قار اسلامى قارى محمد نوميږى چې نامعلومه ځاې ته وړل شوى


دچارسدې دترنګزئې دباميوخيل په سيمه كښې په جومات كښې دغه څلور كسان يوځاې ناست وْ او ډوډئ ئې خوړه په دوى كښي يو دتيښتې كوشش وكړوخو ونيول شو او په سمدستى توګه ئې ورته هتكړۍ واچولې او په سترګو ئې ورته تورې كڅوړې بندې كړې او بيا ئې ددوى عكسونه وويستل استخباراتى كړيو څخه دټولو څخه پلټنې پيل كړي دي