کور / z_buitenland_news -- 5 / “د ځانمرګى بريدونو لـه امله اسلام كمزور او بدنامه كيږى’

“د ځانمرګى بريدونو لـه امله اسلام كمزور او بدنامه كيږى’

اسلام آباد


 د پاكستان دپيپلزپارټۍ مشرې بينظيربټو تيره ورځ دخپل پلار په قبر ئې د ګلونو ګيډۍ كيښوده وروسته بينظيربټو خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې دمذهب په نوم د ځانمرګى بريدونو  لـه امله اسلام كمزورى او بدنامه كيږى او په دې اړه ستر سازش روان دى په تيروخت كښې چې ددينى مدرسو نوم اخيستل كيدو نو خلكو ورته په احترام كاته ليكن اوس په دينى مدرسو كښې ددينى تعليم په ځاې دځانمرګو بريدونو او دقتل روزنه وركول كيږى


په تيروخت كښې ضياء الحق دخپلو ګټو لپاره افغان كډوال راوغوښتل او دهغوى په نامه ئې په كړوړونو ډالره انعام ترلاسه كړل وروسته ئې طالبان جوړل كړل او اوس هغوى دالقاعدې په بڼه راوتلى دى