تګاب : دملى اردو په ځواكونو بريد سوي

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2007


تګاب


دحزب اسلامى دسياسى چارودوياند هارون زرغون مرستيال ولى الله خبري ورځپاڼې ته دټليفون  لـه  لارې ويلي چې ددوى پلويانو پرون يوولس نيمې بجې دتګاب دشيرينخيلو دبازار په سيمه كښې دملى اردو په ځواكونو بريد كړى چې وروسته يې امريكائى ځواكونو هم مرسته وكړه .


په دې بريد كښې دګډو ځواكونو پنځلس عسكر وژل شوى نوموړى وئيلى دى چې پيښه دتعمير په ولسوالۍ كښې رامنځ ته شوې او يو شمير وسله هم دوى ته په لاس ورغلې بل خوا طالبانو هم ددغې بريد مسئوليت په غاړه اخيستى دى

Copyright Larawbar 2007-2024