پښتنه شاعره او سندرغاړې( شميم ايمن اداس) ووژل سوه video

سعيد لودين | اپریل 28th, 2009


 


د پېښور پوليس چارواکي وايي د پښتونخوا ايالت په پلازمېنه پېښور کې اوسېدونکې شاعره او سندرغاړې (شميم ايمن اداس) د دوشنبې په سهار وختي خپلو وروڼو په خپلو کور کې په ډزو و وژله.


د وژل شوې سندرغاړې نيژدې خپلوان وايي چي د شميم ايمن اداس وروڼه د خپلې خور له دې کاره خوښ نه و، چي هغه دي سندرې وايي او پر دې يې بنديز لګولى و، چي سندرې ونه وايي او په دې لړ کې يې خپلې خور ته څو ځله د مرګ ګواښ هم کړى و، خو وايي نوموړې له موسيقۍ او سندرو ويلو سره زښته ډېره مينه لرله.


پوليس چارواکي وايي دا پېښه د دوشنبې په ورځ ګهيځ مهال د پېښور ښار په دله زاک سړک باندې رامنځته شوه. پوليس زياتوي چي د وژل شوې سندرې غاړې ورور په مردان سيمه کې له خپل کلي تخت بايي څخه پېښور ته د خپلې خور کره مېلمه ورغلى و، کله چي يې اخښى عثمان د شيدو راوړلو لپاره بازار ته تللى و، نو ورور يې خپله خور وژلې وه. پوليس وايي عثمان چي کله کور ته را ستون شو نو د مېرمنې جسد يې په وينو لړلى پروت و.


پوليس وايي چي سندرغاړې شميم ايمن اداس پر سر باندې په ډزو ويشتل شوې وه چي له امله يې ځاى پر ځاى ساه ورکړې وه. د هغې قاتلين د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.


د يادونې وړ ده چي شميم ايمن اداس د مردان سيمې د تخت بايي اوسېدونکې وه او په نيژدې ورځو کې يې له عثمان نومي کس سره دويم واده کړى و او دوه اولادونه يې ترې پاته شول. نوموړې له تېرې څه مودې راهيسې په پېښور کې له خپل دويم مېړه سره ژوند کاوه.


نوموړې ګڼ شمېر سندرې ويلې وې او په دې وروستيو کې يې څو وېډيويي سندرې هم بازار ته را وتلې وې چي ګڼ شمېر کتونکي او مينه وال يې پيدا کړي وو. د وژل شوې سندرغاړې د خپلوانو په وينا د نوموړې وېډيويي سندرې د دې د مرګ اصلي علت بلل کېداى شي.


هېره دي نه وي چي په پښتونخوا ايالت کې له تېرې څه مودې راهيسې ګڼ شمېر سندرغاړي او هنرمندان د وسلوالو له خوا وتښتول شول او پر ځينو يې وسلوال بريدونه وشول، چي له امله يې ډېرو هنرمندانو له خپل هنر سره خداى پامانى وکړ او ځينو له خپلو سيمو څخه نورو سيمو او هېوادونه ته پناه يووړه. د لاندنۍ سندري شعر او ږغ دواړه د ارواښادي خپل دي ، ويې ګورئ .




Copyright Larawbar 2007-2024