" /> " /> " /> " /> دخوګ زکام د نړۍ لويو وچو ته په خپرېدو دئ   – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / دخوګ زکام د نړۍ لويو وچو ته په خپرېدو دئ  video

دخوګ زکام د نړۍ لويو وچو ته په خپرېدو دئ  video

دخوګانو د زکام مرض (انفلونزا) چي د ميکسيکو څخه راپېل سوئ دئ تر اوسه پوري يې تقريبا تر ۱۴۹ تنو پوري وژلي دي چي دا شمېره د نړۍ نورو برخو ته هم د چټکي پراختيا په حال کښي ده .

د يوې پراخي څېړني له مخي تر اوسه پوري ۱۶۰۰ تنه پدې مرض ککړ سوي چي ۴۰۰ تنه يې په روغتونونو کښي تر تداوۍ لاندي دي .

په کاناډا، اسرائیل او کولومبيا کښي هم ددې مرض د نښي-نښانۍ څرګندېدلو راپورنه خپاره سويدي خو خطر یې د میکسيکو په پرتله کم دئ او همدارنګه د نیوزیلینډ يوولس تنه محصلين میکسيکو ته له سفر څخه وروسته په دې مرض ککړ ښودل سوي دي .

په اروپا کښي لومړنی هيواد هسپانيه ښودل سوئ چيري چي تر اوسه يو تن پدې مرض اخته سوئ دئ .

تازه راپورنو ښودلې چي په سکاټلینډ کښي هم دوه تنه د ميکسيکو له سفر څخه وروسته پدې مرض ککړ دي .

د روغتيا نړيوالي موسيسې (WHO) په دې اړه سخته اندېښنه ښودلې او همدارنګه يې د مخنيوي لپاره د یوه واکسين پر جوړولو کار پېل کړئ دئ .

ددې مرض څخه د مخنيوي دپاره د نظافت ساتل، د بې ځايه تګ-راتګ څخه مخنيوی او د خپلي پزي او خولې د ساتلو دپاره د اړوند ماسک استعمالېدل په ګوته سوي دي .