کور / تازه خبرونه / سيد منور حسن : صوفي محمد به هم په لوټه كم كافر وي

سيد منور حسن : صوفي محمد به هم په لوټه كم كافر وي

د پاكستان د جماعت اسلامي ډلې مشر سيد منور حسن نن له  رسنيو سره په خپلو خبرو كې وويل چې :

كېداى شي مولانا صوفي محمد به هم په لوټه كم كافر پاتې شوى وي .

دده په خبره مولانا صوفي محمد تر دې وړاندې د كونسلر د څوكۍ د پاره ځان نومولى وو . چې بيا وروسته بريالى شوى هم وو .نو په دې  اساس ويلاى شو چې دده د وينا له مخې دى هم هغه مهال كافر وو ؟؟؟.

حسن زياته كړه چې د پاكستان د نولس سوه درې اويا يم كال  اساسي قانون د ټولو ديني عالمانو له خوا منل شوى قانون دى . ځكه دي نو مولانا صاحب ددې پر ځاى چې د خپلې فتوا پر اساس څوك كافر كړي بايد لومړى له مشرانو ديني عالمانو سره يو وار خبرې وكړي .