شپږ كسان د تروريستي فعاليت په تور نيول سوي دي

34 | اپریل 22nd, 2009



د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي افغان پوځيانو د سې شنبې په ورځ له ايتلافي ځواكونو سره په ګډه شپږ شكمن كسان د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول.
په هغه خبرپاڼه كي چي د ملي دفاع وزارت له خوا خپره سوې راغلي، چي دغه كسان د كندز ولايت په چاردره ولسوالي كي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيول سوي دي.
د خبر پاڼي له مخي له دوى سره داسي اسناد او يو ميل توپنچه نيولې چي له مخي يې دوى د طالبانو ملګري ثابتېږي.
 پر دوى باندي تور دئ چي په وروستيو مياشتو كي يې د كندز په ولايت كي د سړك د غاړي په ماين ايښودلو كي هم لاس درلود. 

Copyright Larawbar 2007-2024