کور / تازه خبرونه / مايك مولن په ميدان وردګو كي د قومي ملېشو بهير وكوت

مايك مولن په ميدان وردګو كي د قومي ملېشو بهير وكوت

د امريكا د وسله والو قواوو قومندان مايك مولن افغانستان په سفر كي د ميدان وردګو له ولايت څخه په ليدنه كي د اربكيو تر نامه لاندي د قومي ملېشو د بهير څخه ليدنه وكړه.
آډم مايك مولن د چارشنبې په ورځ په نوموړي ولايت كي د امريكايي پوځيانو هغه مركز ته ورغئ چي د روان كال په پيل كي د لومړي ځل دپاره په دغه ولايت كي جوړ سو او غواړي د قومي ملېشو دفاعي ګروپ د سيمي له ځوانانو څخه د طالبانو په مقابل كي جوړ كړي.
مايك مولن وايي د ميدان وردګو ولايت يې ځكه په سر كي د قومي ملېشو د جوړلو دپاره انتخاب كړ، چي د دې ولايت خراب امنيتي حالت د كابل دپاره هم خطرناك دئ.
راپورونه وايي يوازي په دې مياشت كي د ميدان وردګو ولايت ۲۴۰ ځوانانو په خپله خوښه د اربكيو ترنامه لاندي د قومي ملېشو په پروسه كي ګډون كړى دئ، چي د چارواكو په وينا كار به يې د طالبانو پر ضد د خپلو سيمو دفاع او د افغان امنيتي ځواكونو سره په ګډه د امنيت ساتل وي.
امريكا تېر كال په عراق كي دغه پروسه عملي كړې ده، چي وايي د عراق د امنيت دپاره ګټوره ثابته سوه، خو افغان كارپوهان د اربكيو په نامه به د قومي ملېشو جوړول دغه هيواد يو ځل بيا د ۱۹۹۰ لسيزي وختونو ته ستون كړي، چي كوڅه په كوڅه به بېلابېل حكومتونه جوړ سوي ول.