کور / تازه خبرونه / په ميدان وردګو كي سخت عمليات روان دي

په ميدان وردګو كي سخت عمليات روان دي


د ميدان وردګو ولايت څخه وركړل شوي لومړني خبرونه وايي د دغه ولايت د چك ولسوالۍ د ګردن مجد په دره كې د افغان پوځ، پوليسو او ايتلافي ځواكونو له خوا د طالبانو پر ضد پراخ عمليات شروع شوي دي چې دواړو اړخونو ته ځاني تلفات پكې اوښتي دي.
د سيمې يوه اوسېدونكي لر او بر ويبپاڼې ته وويل چې طالبان او په سيمه كې افغان امنيتي ځواكونه دواړه په جنګ كې ګير دي او د ايتلافي ځواكونو د چورلكو بمبارۍ هم شروع دي.
په نوموړې سيمه كې دغه عمليات پر داسې مهال پيلېږي چې نن همدې ولايت ته د امريكا لوړ پوړي پوځي قومندان مايك مولن هم سفر كړى و.