کور / تازه خبرونه / د ميرمنو بهير يوڅلويښتمه غونډه جوړه سوه

د ميرمنو بهير يوڅلويښتمه غونډه جوړه سوه

 

د ميرمن کلتوري –  ټولنيز بهير 41 اوونیزه  غونډه د 1388 لمريزکال د وري په 29  چي د اپريل له 17 نيټي سره برابره ده د استقلال ليسي د فرانسې کلتوري مرکز د کتابتون په وړوکې تالارکې جوړه شوه .

د غونډې چلوونکې  سوله نيازۍ وه په غونده کې په بيلا بيلو مسايلو خبرې اوبحثونه وشول .

په لومړي برخه کې  د تيري غونډي راپور  سولي نيازي ولوست .

دتيري غونډي له رپوټ وروسته سولي نيازۍ  په  غونډه کې راغليو ميلمنو او نويو او غړيو ته په ښه راغلاست سره خپلي خبري  پيل کړې نوموړې  د ميرمن کلتوري ټولني د کاري برخي د کار په پيل سره د ميرمن بهير د لا پياوړتيا او پرمختک لپاره د کار ډلي او يا کاري کميټو  د تنظيمولو او غړيو د ټاکني په موخه هرې کميتې ته د يوشمير کسانو نومونه وليکل شول .

ورپسې د اړيکو ، خپرندويه، مالي او تشکيلاتي کمیټې د غونډې د دغو حاضرو خویندو په غړیتوب وټاکل شوې :

1- د اړيکو او خپرندويو ګده   کميته :

مينه صابروردک ، ساهره شريف ، راضيه نعيمي ، ندا ساپۍ،الينا راسي ، اوږۍ اميل ، زرغونه رحمتي ، ماريا صديقي ، خاطره اسحق زۍ ، زرغونه ، ، راحله نوري ، اديبه ادیب ، سپوږمي ، شګوفه امين ، شفيقه لکڼ خيل .

تورپيکۍ مومند ، مرضيه ، سوله نيازي ، وريښمينه سعادت ، لينا شريفي ، دل افروز زيرک ، فرشته امرخيل ،صحابه خروټې ، مکیز حمیدي وردک ، خاطره شینوارې، مینا مسعوده، ښکلا مومند، هیلۍ .

پریکړه وشوه چې د کمیټو غړي به پخپلو غونډو د کمیټې مسووله او مرستیاله ټاکي ، ددغو کمیټو رهبري به د ميرمن کلتوري –  ټولنيز بهير کار ډله هم وي .

     همداراز د  ټولني په  کاري برخه  کي بله موضوع د ميرمن کلتوري بهیر لپاره د صميم ټولني  په مرسته د يوې مجلي چاپولو د نوم ، مسول مدير او کتنپلاوي ټاکنه وه چي د نوم په هکله يي د ولسي جرګي وکيلي ساهرې شريف ټاکلي نوم ( ځلا )  د مجلې لپاره و ټاکل شو همداراز سايره شريف مسول مديره اوجميله صحابه خروټې مرستياله ،  ندا صافي اوخاطره اسحق زي ،زرغونه، کتنپلاوي په توګه وټا کل شوې .

په غونډه کې له خبرو وروسته دا پريکړه وشوه اغلي اوږۍ  اميل به دا دنده ولري چي د مجلي لپاره ليکلي  مواد او مطالب راغونډ او چاپ ته به يي  چمتو کړي .

د کاري برخي بله موضوع بيا د ټولني  سيمه  ايزو کارونو ته وده ورکول وو په غونډه کې یادونه وشوه چې په نږدې ورځو کې به په ميدان وردګو ، کندهار او خوست ولايتونو کي د ميرمن کلتوري ټولنيز بهير جوړ شي .

   د غونډي  په دوهمه برخه کې دکلنۍ عمومي غونډي او کلنۍ مشاعرې د جوړيدو په اړه اوږدې خبرې وشوې وپتییل شوه چې د جوزا په ديرشمه  دې هر کال د (( رڼا )) په نوم د میرمنو کلنۍ مشاعره جوړه شي .چې د مشاعري د تدارک يا چمتوالي  کمیټه د ساهرې شريف ، تورپيکۍ مومند ، اوږۍ اميل  ندا ساپۍ، راحلي نوري راضیې نعیمي  په غړیتوب جوړه شوه .

د کرکتنې په برخه کې د ( غونچي پښتنې ) يوراليږلي شعر کره کتني ته وړاندي شو  .

د پښتني خور د شعر متن دادي :

د خيال مرغه مي الوزي په لوري د جانان

يادونه په زړه باندي را اوري د جانان

تر ما که يې لښکر وي د غمونو را چاپېر
ګلونه د خوښۍ دي وي څنګلوري د جانان
يو څو کفار مي نه پرېږدي چي وايم کليمه
له خولې مي اچوي د نامه توري د جانان
دى مخ مي د حيا په څونۍ پټ له هره چا
دوې سترګې پښتنې مي لاره ګوري د جانان
په لمر د بېلتانه به ستړې يم لکه کوچۍ
تر څو چي هوسا نه شمه په سيوري د جانان
زما يې دى نيولى په منګولو کې زړګى
پېريان د مينې تل راسره ښوري د جانان
غونچې ته دي رب نه ورکوي ژوند يوه شېبه
چي مينه به په زرو باندې پلوري د جانان
د کره کتنې په برخه کې په شعرد لافروز ځيرک ، ساهره شريف ،خاطرې ،صحابې خروټې او يو شمير نورو خبري او بحثونه وکړل ، د غونچي پښتنې شعر یې ښکلی او له نوښته ډک شعر وباله .

د غونډې په دريمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه او وريښمينې سعادت ، مينې صابر ،الینا راسي، سولې نیازۍ، اوږۍ امیل ، زرغونې رحمتي ، فرشتې امرخیل او نورو خپل شعرونه ولوستل .

همداراز ددغې اوونۍ ډیره فعاله نجلۍ  مينه صابر وردک وه چې د ميرمن کلتوري –  ټولنيز بهير ځانګړی سوغات ورته ډالۍ شو. او ددې د لا زیاتو بریو هیله وشوه .

   د غونډي په پای کې د شریفې شریف او علم ګل سحر نوي کتابونه او د صميم ادبي ټولنې له خوا هرې يوې غړې ته دري ، دری ټوکه تاريخي او ادبي کتابونه اومصور مجله  او د عزيزي بانک يوه یوه ګڼه مجلي  او د ( درخانۍ ) اوونیزه او یوشمیر نور نشرات وويشل شول . داچې آریا حافظ نننۍ غونډې ته نه وه را غلې نو د هغې کیسه له کره کتنې پاتې شوه وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې یا همدغه کیسه یا د مینې صابر وردګ کیسه کره کتنې ته وړاندې شي او تورمان به د ماشومانو لپاره دشعر په اړه معلومات وړاندې کوي .د میرمن بهیر غړو د ساینس په نړیوالو سیالیو کې د دوو افغانو نجونو، مینې سنجر او رویدا  بریا وستایله او ددوی دلازیاتو بریو هیله یې وکړه.

یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې ورځې د ماسپښین په یوه نـیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي.