د ېو فاشېست قلم ځواب (د خالد بريال ليکنه )
پدي وروستېو ورځو کي چي د معمول سره د انترنيت د صحفوپه کتلو بوختوم ، چي د خاوران بيفرهنګ غېرافغاني او فاشيست سايت مي تر سترګو ولګيد، كه څه هم زه ددغه ناوړه سايت نه څه نا څه باخبره وم، اوتيرو کي مي څو پلا ددغه بيفرهنګه او فاشيست سايت بي ادبانه، په درواغو ولاړ دلايل او بي ثبوتو الزامات د واقعي افغانانو په ادرس د يو څو په ګوتو شمار تخريبګر، د ادب له چوکات څخه بهر او په فاشيستي مرايضو ککړ په اصطلاح ليکوالان تش په نامه مقالي او ليک خطونه مي لوستي وو او د هغوي په مقاصدو او اندو باندي با خبره وم، اما دغه پلا مي دډيري مودي نه بعد کوښښ کاوه چي يوه مقاله پيدا کړم کوم چي د افغانانو ملي وحدت، د سولي د راتلو او د ګران هيواد افغانستان د ارامي او هوسايي منفعت په ګټه يي، ولولم، اما متعاسفانه لکه د تيرو په شان داځل هم هيڅ يو داسي تش په نامه مقاله تر سترګو تيره نسوه، کوم چي د ځان سره ووايم، دا د افغانانو او افغانستان په ګټه ليکنه ده۰
د مقالو سر ليکونه مي د نظر څخه تيرول کوم چي د فاشيستي افکارو په زهرجن مرحمونو لړل سويول، چي ناڅاپه مي د يوي مقالي سرليک د (تهاجم فرهنګي) په نوم تر نظره تير سو، کڅه هم د معمول پر مطابق د سرليک څخه په ښکاره معلوميده چي دا هم يو د هغه فاشيستي افکارو نه ډکه ليکنه ده، خو کله چي مي د تش په نامه ليکوال د نوم او ا وسيدو ځاي پر سترګو سو، نو زما يو لږ څه توجه ئي را واړه وله، ځکه چي زه هم په دغه هيواد کي اووسيږم، کله چي مي د مقالي بشپيړ متن وسپيړ، سمدستي مي ولوست چي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه خپرونه ( پروګرام) د افغانستان په ملي تلويزيون کي اَضافه کړيده چي نوم يي دي:
څوک غواړي چي ميلونر شي؟
په لومړي سر کي به تاسي لوستونکي واياست چي دي که خو د تعجب کومه خبره نسته، اوکه چيرته تاسي ددغه بيسواد، بي ادب او په فاشيستي افکارو اخته کس ټول متن ولولي نو در ته به جوته سي چي څومره ټيټ ظرفيت شخص دي۰
زه دغسي کس ته د يو ليکک خطاب کوم، ځکه زما په اند داسي يو شخص ليکوال کيدائي نسي او ليکوال يو ډير لوړه او پرتمينه کليمه ده۰
د ليکک لومړي بيسوادي نښه داده چي دي تر اوسه پوري نه پوهيږي چي څوک په پښتو کي داسي ډول (ثوک) نه ليکل کيږي۰
دا (محمد يوسف عمر نامه) بي فرهنګه، بيسواده او په دروغو ولاړ ډک د فاشيستي نظرونو تش په نامه مقاله د ستر افغان قوم پښتون او ستر افغان ژبه پښتوسپکاوي ته يوه هڅه ده۰
دغه بيسواد، درواغجن، بيفرهنګه او فاشيست ليکک ته دا د هضم وړ نده چي د يو ستر پروګرام کوم چي په ټول جهان کي ډير مينه وال لري په پښتو او د يو تکړه، ځوان او بااستعداده افغان ارين خان کوم چي د خپل استعداد او د هنر د فن په مټ د مهاجرت په وخت کي حتي د پاکستان په تلويزيونو کي هم وځليد، پر مخ بيايي او نطاق يا وياند يي دي۰
دغه فاشيست ليکک په ډير بيشرمانه ټوګه د ارين خان په افغانيت تجاوز کوي او هغه ته د يو پاکستاني پښتون خطاب کوي۰
د ارين خان استعداد او فنکاري ټولو ميشتو افغانانو ته دننه په افغانستان کي معلوميده، هغه د يو ټکړه وياند تر څنګ، يو ټکړه اداکار، سندرغاړي او په کراته سپورت کي وتلي څيره ده، دده د شهرت انګازي د مهاجرت په کلونو کي په پاکستاني تلويزيونو کي کمي نوي، د سينما د نړي او تلويزيون ډير با اقتداره رولونه ده ته وړانديز سويول او په سينمايي فلمونو او تلويزيوني ډرامو کي هم برخه اخيسته وه، اما د خپل افغاني جذبه او احساسات دي دته وادار کړ چي خپل وطن ته راستون شي او خپل استعداد، فنکاري، تجربه او انرژي په خپل ګران هيواد افغانستان کي لکه د نورو با احساسه افغانانو په څير وکاروي، اما بيا د عمر غوندي يو بي خبره شخص را پورته کيږي اود ارين خان په څير يو شخصيت باندي له فاشيستي افکارو نه ډکي نيوکي کوي۰
زما په اند دا ليکک سره لده چي په يوروپ کي استوګنه لري، او څه نا څه زموږ تر جنګ ځپلو افغانانو څخه په افغانستان کي بايد اګاه او باخبره وي، اما د فاشيستي پټي په سترګو دومره کلکي تړلي دي، چي بل څه نسي ليدلي او اوريدلي۰
اول خو زه بايد ده ته ووايم چي څوک غواړي چي ميلونر شي؟ يو هندي پروګرام ندي، ځکه دا اصلا ْْ د
دخوا نه په کال ۱۹۹۸ د لومړي ځل لپاره د انګلستان د تلويزينونو ITV (Independent television)
په پرده ښکاره سو، چي په ډيره کمه موده کښي په ټول جهان کي زيات مينه وال پيدا کړل او بيا د جوړولو حق د جهان پر نورو با قدرته چينلونو باندي وپرولو، چي پدي کي د امريکا ABC، په جرمني کي RTLپه هالند کي SBS6 او هندوستان کي د STAR PLUS په نامه چينل او په ټول جهان کي تر ۱۳۵ ممالکو څخه ډيرو کي جوړيړي او خپوريږي.
ليکک په خپله مقاله کي دا کوښښ کوي چي څوک غواړي چي ميلونر شي؟ د يو داسي پروګرام څيره ورکړي، کوم چي په نشريدو به يي د افغانستان او افغاني فرهنګ او کلتور له مينځه لاړشي، اما زما يو پوښتنه ددغه ليکک څخه داده، که چيرته دغه پروګرام څوک غواړي چي ميلونر شي؟ نوم کي ميخواهد که ميلونر شود؟ واي، نو ايا ليکک به بيا هم په دغه اندازه آه او فغان او سوس باندي داسي ناندري پورته کړي وايي، که چيرته داسي يي نو بيا ولي ستاره افغان باندي خپل زهرجن بيځايه انتقادات نکوي چي په هيڅ ډول په افغاني اساساتو ولاړ کلتوري او فرهنګي پروګرام ندي.
ليکک ته زما په اند د افغاني کلتور او فرهنګ د تجاوز تشويش نشته، يوازي تشويش دده دادي چي دا مشهور پروګرام اول يو پښتو نوم وړکړ سويدي او دوهم يو پښتون ټکړه وياند يي مخ ته وړي او بس.
څوک غواړي چي ميلونر شي؟ پروګرام لنډه شرحه؛
په دغه پروګرام کي چي يو کانديدات د سوال په واسطه د نورو کانديداتو له مينځه د صحيح او چټک ځواب په ورکولو انتخابيږي او بيا د پنځلسو او په بعضي ملکونو کي د دولسو صحيح ځوابو پر ورکولو باندي د يو ميلون پوندو، دالرو، يورو، کلدارو او اوس په افغانستان کي په افغانيو جايزه تر لاسه کوي. په دغو سوالونو کي رنګ په رنګ هر اړخيزه موضوع ګاني پوښتل کيږي او په تيره بيا تاريخي سوالونه ډير مينه وال لري، که چيرته موږ د افغانستان تاريخ ته ځير شو نو زه فکر نکوم چي د ليکک په خوښه به يو پوښتنه وسي، ځکه د افغانستان تاريخ يواځي د اصيلو افغانانو د کارنامو څخه ډک دي او دلته د کاغذي زمريانو په شان کوم شخص ته ځاي نشته.
په پاي کي د ټولو اصيلو افغانانو څخه دا هيله لرم چي نور چوپ کينا ستل په کار ندي او بايد دداسي بيفرهنګه، بي ادبه، مزدور او فاشيست اشخاصو په وړاندي ودريږي او د قلم په مقابل کي د قلم، د ژبي په مقابل کي د ژبي او د سوک په مقابل کي د سوک مبارزه پر مخ بوزي، ځکه اوس يو پښتون ته د پښتو په ويلو پاکستاني خطاب کوي، خداي مکړه چي سبا به درته ووايي چي زه ولاړ شه ددغه ځاي څخه پاکستان ته.
په داسي حال کي چي افغانستان د رښتينو افغانانوکور دي، دا وطن زموږ نيکونو جوړ کړي دي، ميرويس نيکه، احمد شاه بابا او وزير اکبر خان غوندي پرتمينو شخصيتونو ځانونه پر قربان کړي دي او اوس د پرون مهاجر را پورته کيږي او موږ ته د پاکستاني خطاب کوي.
په درناوي