کور / ترخې خبري / د فيل په غوږ کې بيده ولسمشر

د فيل په غوږ کې بيده ولسمشر


 


د سه شنبې په ورځ د حامد کرزي وياند همايون حميدزاده څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې په وار وار د خبريالانو له خوا دا پوښتنه وشوه چې ولې افغان حکومت د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو سم هرکلى ونه کړ او دوى يې ونه لمانځل، نه هوايي ميدان ته ورغلل او نه يې بل څوك ورولېږل؟


حميدزاده په لومړيو کې وويل چې له دې موضوع نه دى خبر، بيا يې وويل ولسمشر يوه کميسيون ته دنده سپارلې وه، چې د دغو لوبغاړو هرکلى وکړي، بيا يې وويل دى  به له ولسمشر سره دا شکايتونه شريکوي. كه چېرې دا رښتيا هم دغسې وو، نو ولسمشر به يې پلټنه كوي.


خبريالانو له حميدزاده څخه همدا پوښتل، چې ولې ځينې لوبغاړي چې کله له نورو هېوادونو څخه راشي ګڼ جګپوړي دولتي چارواکي يې هرکلي ته ورځي، ولسمشر يې په شخصي توګه مرسته کوي او لمانځي يې، خو د کرکټ ملي لوبډله چې په کمو امکاناتو يې د نړۍ په كچه زياتې برياوې درلودې نه يې چا لمانځنه وکړه او نه يې ولسمشر کوم وخت نوم په خوله واخيست.


د ولسمشر په ګډون چې د فيل په غوږ کې بيده دى يا ځان دغسې ناګاره نيسي، نورو چارواکو هم په دې باب اقدام ونه کړ. ايا دې ټيم دا بريا يوه قوم او يوې ډلې ته راوړه که يې ټول افغانستان ته؟


ولسمشره!


هغه هېواد چې ته په کې اوسې په نړۍ کې د مخدره توکو د قاچاق مرکز ګڼل کېږي، د مرګ ژوبلې ډګر ګڼل کېږي خو ستا د هېواد رښتينو بچيانو ورته داسې وياړ راوړ چې تا به يې خوب هم نه و ليدلى، مګر نه يوازې چا دغه رښتيني اتلان ونه لمانځل بلکې چا ياد هم نه کړل. ولې؟


اوس چې د ولسمشرۍ لپاره د ګڼو كسانو له كمپاينونه روان دي، لږ تر لږه خو به دې د ځان د كمپاين لپاره هم د دوى لږ لاسنيوى كاوه، ځكه هسې خو هم په ملت كې محبوبيت نه لرې او ورځ په ورځ د خپل بېكاره كاري ټيم له كبله خپل حيثيت او محبوبيت له لاسه وركوې.


تاسې ګورئ چې ګڼ لوبغاړي چې د لوبو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لاړل وتښتېدل او بيا يې د خپل هېواد نوم هم په خپله خوله وانخيست، تا ته به د کرکټ ملي لوبډلې د وفادارۍ پته لګېدلې وي، چې په تش نس او کمو امکاناتو يې لوبې وکړې، نه يوازې ونه تښتېدل بلکې له وياړونو سره دغه خوار او ځپل شوي هېواد ته راغلل.









افغان کرکيټ لوبډله کابل ته ورسېده

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډله کابل ته ورسېده

تبصره نسته

  1. سالم صاحب ليكنه دي پر حقايقو ولاړه ده، خو زه به له همدې لوبي سره د ولسمشر كرزي د بېساري؟! ميني يوه لنډه او ريښتنې يادونه درته وكړم: له كندهاره كوم مشر ولسمشر كرزي ته ورغلى و او ورته ويلي يې و، چي د افغانستان د كركيټ له لوبغاړو او په ځانګړي ډول د كندهار له لوبغاړو سره مرسته وكړه، ولسمشر پوښتنه ځني كړې وه، چي ښهههههههه په كندهار كي هم خلګ كركيټ كوي؟
    هغه ورته ويلي وو، چي هو! ولي نه!
    پوهېږې چي ولسمشر څه جواب وركړى وو؟
    ويل ملا دې شنه سي!
    نور دي لوستونكي قضاوت وكړي، چي دا سړى له خپل ملت او د دې ملت له لوبغاړو او رښتينو بچيانو سره څونه مينه!!! لري!!!!!!!

  2. یه وروڼو دا افغانانو ولې په حامد خان کرزۍ پسې راغستې ده. پکار خو دا وه چې ټول افغانان هواﺉ ډګر ته ورغلی وی او د ملی لوبډلی تود هرکلی ﺉ کړی وﺉ. دا خو د ټولو افغانانو ملی لوبډله وه یواځې د کرزۍ خو نه وه. دلته په لندن کې په وطن مین افغانان راټول شول او د ملت په توګه ﺉ د ملی لوبډلی بریالیتوب ونمانځلو.

  3. لیکواله وروره یا د ی یاداشت کمزوری دی او یا درله لکه د
    پاکستانی
    ژورنالستانو هسې په محترم حامد خان کرزۍ پسې غیبت خوند درکوی. کنی نو پرون وو چې
    کرزۍ ملی لوبډله حج د پاره حرم شریف ته لیږلی وه.
    The Afghan team has recently come on in ‘leaps and boundaries’

    "It shows that they don’t like cricket or our team. But we couldn’t believe it
    when we saw people dancing and cheering in the cold weather."

    Another team member was also disappointed over the lack of senior government
    recognition.

    "President Karzai is a big supporter of our team. He is running a country at war
    – we are not upset with him. But ministers should have been there. This is a big
    achievement for Afghanistan. But our victory and team belongs to the Afghan
    people not to ministers."

    The cabinet minister contacted by the BBC said that the whole country was
    delighted with the cricket team’s success, but official engagements had
    prevented them from attending the homecoming.

    "Yesterday President Karzai instructed the finance minister to allocate a
    separate fund for our cricket team to foster its development. We do care deeply
    about our team – we are all proud of them," the minister said.

    Because the country was never part of the British Empire, cricket has not been
    as popular in Afghanistan as it has been in countries such as India, Pakistan or
    Sri Lanka.
    As a gesture of appreciation for the efforts against overwhelming odds, the
    team’s players were flown to the Hajj pilgrimage as guests of President Hamid
    Karzai and are now in a training camp in Pakistan.

    http://www.afghansportsfederation.org/news_020409_03.html

  4. كرانو ورونو,
    تاسو ولي به كرزي بسي راخيستي ده, هغه خو صرف د جوكي لباره تول بستانه به بمباريو قربان كرل, تاسو نه ياست خبر هغه ته جي كوم خوك ورسي جي بلاني والي يا وزير دبستنو سره ظلم كوي دي به جواب كي ورته وايي جي بس دي بستنو تاسو هم دير وخت باجاهي وكرل اوس نو ددوي نوبت دي, نو بيا جيري دداسي بستنو سره سم سلوك كوي. دي خو د شماليوالو غلام دي , كه غواري ددي خخه حان خلاص كي بايد توله دده مخالف يو بل بستون ته رايي وركري دا واري بستانه نه خطاوزي,

  5. Wa sadagano, taso Kar-zai pa 8 kalo ki la na dai paizandalai?
    So chi da zmaka asmaan wie
    so chi tol wrona karzian wi
    Tal ba da Afghanistan wi

  6. وطن ګله وروره موږ هوايي ډګر ته ورغلو په سلګونو ځوانان ورغلي وو، هلته له مخكې امنيتي ځواكونه درول شوي ول، چې هېڅوك يې نژدې نه ورپرېښود موږ ونه شواى كړاى د دوى لمانځنه په سمه توګه وكړو، تا به هم له راډيوګانو اورېدلي وي، چې امنيتي ځواكونو خلكو ته د دننه ورتګ اجازه نه وركوله بهانه يې كوله. نو ته پوه شه چې كيسه څه ده

  7. راځئ په خپله د خپل كركټ د ټيم مرسته وكړو، ملي سوداګر تشويق كړو چې په مالي برخه كې ددوى لاسنيوى وكړي.
    دغه راز ځينې تجارتي اعلانونه پيدا كړو چې د دوى په مرسته خپاره شي او په دې پيسو خپل ملي ټيم غښتلى كړو.
    زه په دې باور يم چې دا چارواكي ټول دغلا او چور لپاره راغلي دي، ملي خدمت لپاره نه دي راغلي.

  8. ګرانه وروره ډیر په زړه پوری لیکنه د کړیده خو متل دی چی:یو له لوږی مړ کیده او بل یی سر ته پراټی لټولی هره ورځ په هیوادکی څه تیریږی (دومره مړه شول او دومره ټپیان شول ) کرزی به د چا پوشتنی ته ورشی او اداره خویی تاسو وینی چی نړیوال لقب یی وګټلو په غله ٬ رشوت او نااهلیت کی راځی چی ددغه نااهله او غلو په مقابل کی ملی قیام وکړو

  9. په مړو مېن يوخو ژوندي مو یيخي نه وي خوښ. خدائ دی اوبخښي ډير
    ښه سړی وو” دا يوه ډيره عمومي خبره ده چې مونږه ئې هر وخت د هر چا د خلی اورو او د
    ژوندو خلکو سره مو ډيره مزه نشته٠ که نورمحمدتره کی و٠ که حفيظ الله امين و ٠
    داودخان و او که ډاکټر نجيب الله ټول ښه وو٠ خؤ تر کومې چې حامدخان کرزی دی د لر او
    بر ليکوالانو قلمونه رمبي کړي دي او د هغه اولسمشر په ګټو او لاس ته راوړنو خاورې
    اړوي چا ته چې په تيرو ټاکنو کې پنځو مليونو افغانانو رایې ورکړي دي. زه نه پوهېږم
    چې دغه ليکوالان ولې د اولس مشر خلاف هغه ژبه واﺉ کومه ژبه چې د پاکستان استخبارات
    او رسنﺉ واﺉ. دغه ليکنې خوبيخي د پنجابي ژورنالسټانو لکه حامد مير، هارون رشيد او
    سليم صافي د ليکنو ژباړنه ښکاري.

    ځنې د اولسمشرﺉ کانديدان او د هغوي پلويان دا خبرې کوي چې په ادارو کې فساد وو نو
    مونږه استعفا وکړه. ډير په ادب سره وايم چې ستا په استعفا د پاکستان استخباراتو يوه
    اونۍ ښادﺉ کړی وی. سربيره پر دی استعفا کول يو ډير اسان کار دی او څوک ﺉې کولې شي.
    ګران کار خو په هغه بدو حالاتو کې د افغانستان حکومت چلول وو چې نه پوځ وو او نه
    پوليس ، نه اداره وه او نه اساسي قانون. د ټولې نړيوالی پانګی په سلو کې اتيا د
    هغوي سفارتونو پخپله په خپلو ټهېکدارانو مصرفولې. خو بيا هم نن په افغانستان کې د
    خداﺉ په فضل ادارې جوړې شوې دي. پولیس شته پوځ تر ډېره حده جوړ شوې دې بې شمېره
    پروژو ګټه ورکول پېل کړې دي. د نيمروز مځکو د تندی ماتولو ارمان پوره شوې دې. په
    زرګونو کلي په بريښنا روښانه شوي دي.

    حامدخان کرزی ډير په صبر او استقامت بهرني او کورني دسيسه ګر قلار کړي دي او هغه
    خلک ﺉ سره يو ځاﺉ کښېنول چې په بيلو بيلو حزبونو کې وو او د يو بل سره ﺉ دښمنﺉ وې
    او د يو بل نه ﺉ په سلګونو مړي کړي وو.د کرزی بل غټ صفت د ډيورنډ څخه پورې د پښتنو
    وطنيپالو ګوندونواو مشرانو سره ټينګی اړېکې دي چې د ګران او تاريخي افغانستان نه
    صرف په سياسي توګه مهمې دي بلکه په دفاعي، تاريخي او جغرافياﺉ توګه هم ډېر اهميت
    لري.

    زمونږه ځينې پښتانه وروڼه دا خبره بايد په نظر کې وساتي چې ملي ګټې او ملي يووالی
    تر ټولو ذاتي، حزبي، مذهبي او نظرياتي انډولونو بالاتر دي او افغانستان د ديرشو
    کلونو د سختو جګړو وروستو آباديږي. بيا افغانستان په ګاونډ کې د ايران او پنجاب په
    څېر ګاونډيان لري. نو په دې حالاتو کې د ټولو پښتنو دا مسوليت جوړيږي چې خپل اسونه
    د پنجابي او ايراني اسونو نه بيل په افغاني تبېله کې وتړي او د حامد خان کرزی په
    خلاف د مغرب او مشرق دواړو د پروپېګنډی مخه ونيسي. د کوره دروند او قدرمند بهر هم
    دروند او قدرمند وي. زما په فکر په موجوده وخت په افغانستان کې کرزی يو داسې سړۍ دې
    چې د افغانستان ملي حاکميت، دافغان خاوری تماميت او استقلال خوندی ساتلې شي.

    د اوبو په ځاﺉ مې وينې د زړه ورکړې
    چې موسم د سپرلی راغی باغ د بل شو


    حاجي كباب – نه شاباس كرزيه !

    كرزيه ته خوهم دلوي احمدشاه ده لوي قندهاري يه تاده افغانستان لپاره داخدمت اوكړي سي امريكايان يي بي سواله

    په كوروكي تلاشي كوي ته په خوله ناري وهي پټ بيادوي ته وايي سي زماخبري پريدي خپل كاركوي

    نوكه په ملي اوردوكي هم داغسي خلګ وي لكه كرزي سي ناري وهي بيانو راځي سي ټول پشتون له ملا عمره سره ملګري سو .

    ده پشتون نوم خوبه لرو دابه ځه كوي سي نوم دپشتانه ده حكمت دفارسي زبان ده ول يه لدي ځاييه راواخلي سي هرځاي سي

    پشتون ده هغه بمباريژي يو ازاره سي مړسي دوي ورځي رخستي وي اسل پشتانه سي شهيدان سي دهغو په كيسه كي نه وي ولي

    ملي ژبه پشتوده او لوحي ايراني فارسي ليكلي كيژي =ګرانو پشتانو ورونو راځي سي يواربيا ده امريكا په مقابل كي ده لوي احمد شاه اوغازي امانولا توروته لاسونه وروژده كو دهم جهاد ده هم پشتو9كاله وسو چا ده پشتاون ناره نه واوريد .


    وحیدالله – کندهار

    خدای دی در وشیی. ددغه کرزی صاحب در سرجاریزی که نه نودا سی خبری تاسی به بل ریس جمهور بسی کولای سوای نه هیچ کله نه.
    او خواهیش کوم دهغو خلکوچخه چی دلته لیکنی کوی. چی معلومات ده یوه شی به باره کی نه لری لیکنه دی نه کوی. اول ریس صاحب دولت به واری واری یی به ریاست جمهوری کی میلمانه کریدی هر یوه ته یی یو یو لک افغانی ورکریدی او وزیرانو ته یی امر کریدی چی ترخبله وسه کومک ورسره وکری او خینووزیرانو کومک ورسره کری هم دی. اوبا ته سو دایوه ورورلیکلی دی چی ولسمشر حامدکرزی صاحب دکندهار دکرکیت لوبغارو ته یی ویلی دی چی ملا دی شنه سی. زه فکرنه کوم چی ریس صاحب دی داسی خبره کری وی.
    دا چی دوی دکرکیت به کال کی یوار دریس صاحب سره وینی ولی ده جامعه عمر دجامع یی هغی نه ورته وای چی راجوره یی کره ولی ده یوه کلینک. ده یوه بله هغی نه ورته وایی………! او که دوی داخواهیش لری چی ریس صاحب دی میدان ته وروزی هغه نو ستاسی قضاوت دی.

  10. grano lekwalano che staso da bezaya aw be mana lekona walwalam der me zra dard wakre da da kochnyano khabare prezdi dakhodi khater wakre taso la khpal zansa postana wakri che taso la de khwar afghanistan sra sa karede hase kik aw shede wakhori teghoana far moz bewazlo kazi tarnan tarekha mo yawa dakeka hamda afghanano lapara masrap kareda aw da tempaswolo lapara nore ham se lare sta aw ma che har tanked kawonki ledalede hagha walaka da khpale moor khedmat la pa raste kare we