کور / تازه خبرونه / د ننګرهار په اچين ولسوالي کي پر امريکايي عسکرو بريد سوی دی

د ننګرهار په اچين ولسوالي کي پر امريکايي عسکرو بريد سوی دی

دتوره بوره جهادي محاذو وياند قاري سجاد د لراوبر ډاټ کام ته وويل چي مجاهدينو يې نن سهار دننګرهار ولايت داچين په په ولسوالۍ کې دننګوسې په کلي کې دامريکايي عسکرو په کمپاين دغټو او وړو اسلحو په واسطه مخامخ بريد وکړ.
د نوموړي په وينا بريد دوه ساعته دوام درلود،دترلاسه کړاى شوى راپور له مخى دخارجي عسکرو يو موټر تخريب اوپه مکمل ډول سوځيدلی دی ، قاري سجاد په دې بريد کي د شپږو امريکايانو د وژلو ادعا کوي ، ناټو يا ايتلافي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .