رحمان ملك: افغانستان او هند د بلوچستان اور ته لمن وهي
د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك پر افغانستان او هندوستان تور لګولى چي بلوچستان د بېلتونپالي ډلي د حكومت ضد بغاوت ته هڅوي.
رحمان ملك دغه څرګندوني د بلوڅ ملتپالو د مشر براهمدغ بګټي تر ټلوېزوني مركې څلور ورځي وروسته كړي دي.
ښاغلى ملك وايي براهمدغ بګټي په افغانستان كي پناه اخيستې او هلته ۵۰۰۰ بلوڅ جنګيالي لري چي د بلوچستان ايالت ته يې د حكومت ضد فعاليتونو دپاره رالېږي.
پاكستان وايي يوه داسي ټلېفوني مكالمه يې ثبت كړې چي وايي د براهمدغ بګټي ږغ دئ او په كوټه كي د ملګرو ملتونو د UNHCR ادارې د امريكايي مشر په اړه يې خپلو كسانو ته لارښووني كولې.
د يادي سوي ادارې مشر دوې مياشتي دمخه په كوټه كي د بلوڅانو يوې وسله والي ډلي تښتولى وو، چي دوې اونۍ دمخه يې خوشي كړ.
خو براهمدغ بګټي د رحمان ملك څرګندوني ردوي او وايي كه د پاكستان سره داسي شواهد موجود وي چي دى له افغانستان او هندوستان څخه مرستي ترلاسه كوي او يا د ده موجوديت په افغانستان كي ثابتوي مطبوعاتو ته دي يې وړاندي كړي.
براهمدغ بګټي تېره اونۍ د پاكستان له آج تلوېزون سره په مركه كي د پاكستان د حكومت پرضد د بلوچستان د خپلواكۍ اعلان وكړ او ويل يې كه د هند، افغانستان او امريكا په ګډون هر هيواد په دې لاره كي مرسته ورسره وكړي، دى به يې د پاكستان په مقابل كي وكاروي.