کور / تازه خبرونه / د كركيټ تنكيو لوبغاړو بوتان ته ماته وركړه

د كركيټ تنكيو لوبغاړو بوتان ته ماته وركړه


د افغانستان د ۱۹ كلنو ځانانو د كركيټ ملي لوبډله چي پرون يې په كويټ كي لومړنۍ لوبه وكړه، بوتان هيواد ته يې سخته ماته وركړه.
د بوتان هيواد په ټاكل سوو ۲۰ آورو كي ۶۳ منډي جوړي كړي او ټول لوبغاړي يې سوځلي دي.
خو افغان ځوانانو د بوتان هيواد ټاكلى هدف په ۱۳ آوره كي د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ.
افغانانو په تېرو پنځو كلونو كي د كركيټ په لوبه كي بېسارى پرمختګ كړى چي د كركيټ شورا وايي كه افغان لوبغاړو ته امكانات برابر سي، ليري نه ده چي افغانستان به د كركيټ په لوبه كي د نړۍ په كچه يوه پياوړې لوبډله ولري.
د يادوني وړ ده چي دغه لوبي د آسيا د لسو هيوادونو ترمنځ پيل سوي دي، چي هانګانګ، بوتان، عرب امارات، قطر، عمان، سعودي عربستان او نور هيوادونه پكښي شامل دي.