د امروز خصوصي تلويزيون خبريال د ايران په غوښتنه بندي سوی و
د امروز په نامه خصوصي ټلويزيون خبريال چې د څارنوالۍ له خوا نيول شوى و او د ملي امنيت په توقيف كې و، څه كم له يوې مياشتې وروسته خوشې كړاى شو.
فهيم كوهدامني ازادۍ راډيو ته وويل چې له قيد څخه په ضمانت خوشې شوى او په دې موده كې له ځينو نورو زندانيانو سره يوځاى ساتل كېده.
هغه په دې تورن و، چې ځينې خپرونې يې د افغاني كلتور او دود و دستور خلاف وې. خو كوهدامني د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې ته ويلي چې ملي امنيت رياست د يوه ګاونډي هېواد په اشاره دى توقيف كړى و.
د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبريال د خوشې كېدو هركلى كړى، خو په دې اړه يې د زياتو توضيحاتو غوښتنه كړې ده.
د موضوع په اړه لراوبر ډاټ کام ته د ايران د سفارت څخه لېږل سوی مکتوب په لاس ورغلی دی چي د نوموړي خبريال يې د خميني او نورو ايراني مشرانو په سپکاوي تورن کړی دی .
څه موده وړاندي په افغانستان کي د ملي کنګرې په نوم د يوې ډلي مشر لطيف پدرام د افغانستان د خپلواکۍ ستوري غازي امان الله خان په نوم د سپکاوي ډکي خبري کړې وې چي د افغان ولس لخوا په کلکه وغندل سوې او له دولت څخه يې د نوموړي د محکمه کېدو غوښتني د لاريونونو په ترڅ کي وسوې ، دولت د نوموړي د محکمه کېدو ژمنې وکړې خو موضوع لکه د ډيرو نورو داسي موضوعګانو غوندي هېره سوه .
لراوبر ته د پاچا ګل پاچا رالېږل سوې تبصره :
د ايران سفير بايد د خپلي کمبلي سره پښې وغزوي
په لروبر ويب پاڼه کي مي « د امروز خصوصي تلويزيون خبريال د ايران په غوښتنه بندي سوی و
» تر سر ليک لاندي خبر ولوست او زموږ د هيواد ستري محکمې ته مي د ایران د سفير د مکتوب متن چي په ټول افغان ويب پاڼه کي هم خپور سوی وو، هغه مي هم وليد . خواشینی په دې شوم چي نن د فهيم کوهدامني غوندي زموږ وطنپاله افغان ژورناليسټان بايد په خپلو ليکنو کي ان د سفيرانو خيال هم وساتي او داسي څه خپاره نکړي چي خدای مکړه هغوی ورباندي په قهر شي او يا د ايراني آخوندانو د سفير په څير په افغانستان کي يې زنداني او په ايران کي يې اعدام کړي .
متأسفانه دلته زموږ د بهرنيو چارو وزارت هم د ايران په ډيکټه عمل کوي کنه په افغانستان کي د ايران د اسلامي جمهوريت سفير چي ځانته « کل اختياره » وايي، هغه ته بايد زموږ د بهرنيو چارو وزارت په ګوته کړي وای چي تاسو چه کاره ياست چي زموږ و اداري او حکومتی ادارو ته مستقيماً مکتوبونه استوي او په هغه کي بيا هغوی ته امرونه کوی چي دا کار داسي وکړی او د هغه نه بدتره بيا داچي د هغوی نه غواړي چي د خپلو اجراآتو نه هغوی ته اطمينان هم ورکړي !!
مګر موږ د ايران مستعمره يو؟ ايران که څو تنه موردار خوره پلورل سوي آخوندي مزدوران لري او په شورا او يا کابينه کي يې پورته کشته کوي نو دا خو به عجالتاً زموږ بده ورځ وي چي د مجبوريت نه اوبه ورسره غلبېله وو خو داسي نده چي افغانان ويده دي او د خپل هيواد دښمنان نسي په ګوته کولای اويا هغوی ته سبق نسي ورکولای .
د ايران سفارت خپل هر مشکل بايد دډيپلو ماټيکو چينلو د لاري حل کړي نه داچي مستقیماً زموږ د هيواد افغانستان و دولتي او عدلي ادارو ته ډيکټې وکړي چي داکار داسي وکړی او يا هاسي .
د ايران سپير ته بايد پته وي چي دا د افغانانو وطن دی!
په درناوي