کور / تازه خبرونه / طالبانو د پښتونخوا په يوه بله ولسوالۍ كې ظهور وكړ

طالبانو د پښتونخوا په يوه بله ولسوالۍ كې ظهور وكړ

طالبانو د شمالي پښتونخوا په يوه بله ولسوالۍ كې ځان ښكاره كړ

د مالوماتو له مخي طالبانو نن د شمالي پښتونخوا د يوې بلي ولسوالۍ شانګلې د پورن سيمې ته ځان رسولى دى او هلته يې خپله ګزمه پيل كړېده

د سيمې خلكو مطبوعاتو ته ويلي چې تر دېرشو زياتو طالب وسله والو د شانګلې ولسوالۍ د پورن د سيمي په لوچ بازارګوټي كې خپله ګزمه پيل كړېده

شانګله د شمالي پښتونخوا له سوات او بونېره را ورسته دويمه داسي ولسوالۍ ده چيري چې د نظام عدل له پلي كېدو ورسته طالب وسله وال ور ننوځي

د يادوني وړ ده چې په شانګله كې د طالبانو ښكاره كېدو د سيمي په خلكو كې وېره رامنځ ته كړې ده او هغوي يې د خپلي سيمي د امنيت په هكله اندېښمن كړي دي