کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: بونير ته شپږ كنډكه پوځيان لېږل سوي دي

پښتونخوا: بونير ته شپږ كنډكه پوځيان لېږل سوي دي


د پښتونخوا ايالتي حكومت اعلان كړى، چي بونير ته يې شپږ كنډكه پوځيان د دې ځاى د امنيت ساتلو دپاره لېږلي دي.
د ايالتي حكومت يوه چارواكي سيدمحمد جاويد مطبوعاتو ته وويل چي دغه ځواكونه به په بونير كي د طالبانو له تاړاك څخه د دولتي ودانيو، ښوونځيو او نورو عامه تاسيساتو امنيت ټينګ كړي.
په بونير ولسوالي كي حالات وروسته له هغه خراب سول، چي د سوات وسله والو طالبانو د شريعت د تنفيذ په بهانه دې سيمي ته مخ وګرځاوه.
امريكا او ځينو نورو هيوادونو لا له مخكي د دې طالبانو د خطرونو په باب پاكستان ته خبر وركړى او وايي كه له اسلام آباد څخه ۷۰ ميله ليري په بونير كي طالبان حاكم سي، نو ليري نه ده چي پلازمېنه هم د طالبانو لاسته ولوېږي.