کور / تازه خبرونه / پاکستان د امريکا سره د هر يوه طالب پر سر پنځه زره ډالره اخستي دي

پاکستان د امريکا سره د هر يوه طالب پر سر پنځه زره ډالره اخستي دي

اسيوشيټيډ پريس د ۱۹مارچ  ۲۰۰۹ 


 


لارنڅ ويکنسن  د بوش د حکومت يوه پخواني نظامي سلاکار ويلي دي چي د ګوانتانامو زياتره اوسيدونکي بېګنا خلک دي ، ځيني داسي بېګنا کسان شپږ يااووه کاله پرته له محکمې څخه په بند کي ژوند تېروي ، نوموړي دا هم ويلي دي چي دا کسان بايد سملاسي له بند څخه خوشي سي .


ويکنسن داهم په ډاکه کړېده چي د امريکا د پخواني ولسمشر مرستيال ډيکچيني او ددفاع پخواني وزير رمزفيلډ له دې موضوع څخه باخبره وو خو دوی دا ددې لپاره پټه ساتلې وه چي هغه به دوی ته رسوايي ورپه برخه کړي ، سلاکار دا هم زياته کړې ده چي د القاعده او طالبانوسره د تړاو درلودولو په پلمه پاکستان زيات طالبان پر امريکايانو خرڅ کړيدي ، د مثال په توګه د هر يوه طالب پر د پاکستان اسخباراتي دستګا د امريکايانو څخه پنځه زره امريکايي ډالره ترلاسه کړي دي .


 


د پاکستاني دولت په اړه تېره اوونۍ هم داسي خبرونه خپاره سول چي له مخي يې پر پاکستان تور لګيدلی و چي د ټولي پريکړي يې د کفر قانون له مخي کېږي دا خبره يوه سيمه ايز اسلامي مشر تېره اوونۍ مطبوعاتو ته وکړه .


د امريکا د اسلامي امارت د نسکورېدو پر مهال پاکستاني چارواکو د طالبانو سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم امريکايانو ته د پيسو په بدل کي سپارلی و ، چي  په ګوانتامو کي تر زندان او شکنجو وروسته بېرته ازاد کړه سو .


د چارو پوهان وايي د پاکستان اداره د هر چا سره په راکړه ورکړه چي لومړی د خپل هيواد ګټي په پام کي نيسي ، که له چا سره مرسته او لاسنيوی هم کوي نو د خپلو ملي ګټو پر اساس يې ترسره کوي ، دا هغه پياوړې تګلاره ده چي بايد نور يې هم ترې زده کړي .


 

تبصره نسته

  1. laanat de wi por dasay hukomat laka de Pakistan chi de pashtoon aw de islaam staar dushman da

  2. دا یو حقیقت او واقعیت دی چی د پاکستان د استحباراتو اداره دغه شان کارونه کوی او کړیدی خو زما افسوس پدی راځی چی په افغانستان کی طالبان ددوی له لاسه ورک اوتباه شول اوهماغه پوه طالبان بیا ددی چټلی اداری په لارښونه په افغانستان کی جنګیږی زه نه پوهیږم چی طالبان دومره ناپوه دی او که قصداٌ دا کارکوی مګر طالبان دا خبره نه منی خو زه دا قسم خورم چی ددوی په رهبری ټول کارونه کوی

  3. په مادي وكړل په تا وشه ———- په كور دي راشه بي بارانه سيلابونه

  4. قطعه
    جنګ زموږ کورته راغلی په سفر دی
    ګوندی خدای چی بیرته خپل وطن ته ولاړسی
    دکوم لوری دی راغلی چاراوستی
    ورته وایه چی هغه مسکن ته ولاړسی

    چی زموږ داوران وطن په کاڼو ولی
    داسمان نه به دکاڼو پری باران سی
    چی اورونه پرمظلومو باندی پاشی
    خپل وطن به یی داورنو جوړ زندان سی

  5. قطعه
    جنګ زموږ کورته راغلی په سفر دی ****
    ګوندی خدای چی بیرته خپل وطن ته ولاړسی***
    دکوم لوری دی راغلی چاراوستی***
    ورته وایه چی هغه مسکن ته ولاړسی***

    چی زموږ داوران وطن په کاڼو ولی***
    داسمان نه به دکاڼو پری باران سی***
    چی اورونه پرمظلومو باندی پاشی***
    خپل وطن به یی داورنو جوړ زندان سی***

  6. قطعه:
    ٫٫٫٫
    چی زما وطن یی داورو زندان کړی »»»
    خدایه ته دوی لره دوږخ کی وطن »»»
    چی زماپه اوښکو یی ګلان شیندله»»»
    ددوی په وینو ورله یخ کی وطن»»»
    ************
    عطاه محمد (سیلاب) هلمند لښکرګاه

  7. دا خو یو حقیقت دی چی د ملی گـتو ساتونکی قهرمان وی او تاریخ دغه قهرمانی به خبلو زرینو بانو کی ساتی لکه موژ چی د احمذ شا بابا به قهرمانی ویارو. دغه سی باکستان هم به خبلو قهرمانیو ویاری. خو لعنت دی بر هغه چا وی چی اوس هم د باکستان به امر افعانان وژنی او هیواد یی ورانو. لعنت دی وی بر داسی عقل چی اوس هم د ملا سلام ضعیف د تجربو نه گته نه اخلی چی باکستان امریکا ته د دالرو به مقابل کی ور که. زه تولو هغو ته وایم چی باکستان ته دیر وفادار دی چی یو یوار دی د ملا سلام ضعیف به لاس لیکل شوی کتاب ولولی. زه دیر خوش یم چی زموژ مشران دی همداسی د ملا ضعیف به شان شکنجه شی او بیا دی د حقیقت یو کتاب ولیکی چی نورد خلک ورنه استفاره وکری او خبل دوستان وبیژنی.

  8. دا خو یو حقیقت دی چی د ملی گـتو ساتونکی قهرمان وی او تاریخ دغه قهرمانی به خبلو زرینو بانو کی ساتی لکه موژ چی د احمذ شا بابا به قهرمانی ویارو. دغه سی باکستان هم به خبلو قهرمانیو ویاری. خو لعنت دی بر هغه چا وی چی اوس هم د باکستان به امر افعانان وژنی او هیواد یی ورانو. لعنت دی وی بر داسی عقل چی اوس هم د ملا سلام ضعیف د تجربو نه گته نه اخلی چی باکستان امریکا ته د دالرو به مقابل کی ور که. زه تولو هغو ته وایم چی باکستان ته دیر وفادار دی چی یو یوار دی د ملا سلام ضعیف به لاس لیکل شوی کتاب ولولی. زه دیر خوش یم چی زموژ مشران دی همداسی د ملا ضعیف به شان شکنجه شی او بیا دی د حقیقت یو کتاب ولیکی چی نورد خلک ورنه استفاره وکری او خبل دوستان وبیژنی.