کور / تازه خبرونه / کندهار،افغان ترک لېسې په لس ګونوتنه فارغه کړل

کندهار،افغان ترک لېسې په لس ګونوتنه فارغه کړل

دکندهاردشاحسين هوتک  افغان – ترک نړيوالي لېسې دخپلوزده کونکودفراغت څلورم پړاوولمانځه .
دغه لېسه په کندهارکې له تيرو څلوروو کلونوراهيستې په کندهارکې په فعاليت بوخته ده چې زده کونکې يې په ښه وړتياشهرت لري .
سږکال ددغې لېسې له دولسم ټولګي څخه ٣٤ تنوته دفراغت اسنادورکړل سول .
دکندهاردپوهنې درياست چارواکې وايې چې ددغې لېسې نږدې ټول زده کونکې دخپلووړتياوله مخې دلوړوزده کړوموسسوته بريالي کيږي .
دکندهاردپوهنې درياست مرستيال اوسرپرست نجيب الله احمدي لراوبرته وويل چې ددغې لېسې په لس ګونوتنه زده کونکې له کوردننه پرته په امريکا،چين ،بلجيم ،ترکيه اوهندوستان کې په لوړوزده کړوباندي بوخت دي .
په کندهاردشاحسين هوتک  افغان – ترک نړيوالي لېسې مدير(ابراهيم  بين ګل ) لراوبرته وويل چې تردامهال ددغې لېسي څخه دڅلوروکلونوپه موده کې (١٢٢) تنه زده کونکې فارغه کړي دي چې په نړيوالوسياليوکې يې دسروزرو،سپينوزرواوزېړومډالونه هم ګټلي دي  .
افغان ترک نړيواله لېسه دهيوادپه پنځوولايتونوکابل ،هرات ،شبرغان ،مزارشريف اوکندهارکې خپلي ځانګې لري چې دترکې دتجارانواونورومدني بنسټونوله لوري تمويليږي .
تيرکال ولسمشرحامدکرزي کندهارته په خپل سفرکې په نړيوالوسياليوکې ددغې لېسې دزده کونکولاس ته راوړنې وستايلې اواوخبريې ورکړچې دترکيې له حکومت څخه به وغواړي چې دښځينه زده کونکولپاره هم په کندهارکې دغه ډول لېسه جوړه کړي .