کور / تازه خبرونه / کندهارپوهنتون ريس ،وزارت مي وړانديزندى منلى

کندهارپوهنتون ريس ،وزارت مي وړانديزندى منلى

دکندهارپوهنتون ريس په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړچې دتيريونيم کال په ترڅ کې ښې لاس ته راوړنې لري خودلوړوزده کړودوزارت له لوري دټاکل سوي تشکيل  له مخې دپوهنتون داستادانودکمبودله ستونزې سره مخ دي .
دپوهنتون ريس استادان دماسټري اونوروعلمي زده کړودلاس ته راوړلولپاره بهرليږل،په پوهنتون کې دځينوپوهنځيوزيات والى ،دباچاخان څېړنيزمرکزجوړېدل ،داويازره ټوکه کتابونوپه لرلوسره ديوې مجهزي کتابخانې جوړېدل اوځيني نوردخپلوعمده لاس ته راوړنوپه توګه يادکړل .
دکندرهارپوهنتون ريس حضرت ميرتوتاخيل چې نن يې دکندهارپوهنتون دعلمي غونډوپه تالارکې له خپلولاس ته راوړنواوستونزوپه باب  خبري کولې وويل  چې سږکال دسويلي حوزې په کچه په زياته پيمانه زده کونکودلوړو اونيمه لوړو زده کړوموسساتوته برياليتوب ترلاسه کړي دي .
دنوموړ په خبرچې دپوهنتون دعلمي مرستيالى دبرخې اواستادانوپه هڅوسره يې سږکال ځيني پوهنيزپروګرامونه هم په لاراچولي وچې له مخې يې دکانکوردازموينې په اړه زده کونکوته روزنه ورکول کېدل اوپه ټوليزده توګه يې دنوروکلونوخلاف دکورنيوله هغې ميني څخه هم يادونه وکړل چې خپل اولادونه دلوړوزده کړولپاره هڅوي  .
دکندهارپوهنتون ريس زياته کړل چې سږکال له سويلي حوزې څخه (١٣٤٥ )تنه زده کونکودکانکوردازموينې لپاره ثبت نام کړى وچې له ډلې څخه يې (١٣٠٥ )توپه ازموينه کې ګډون وکړاوله ډلې څخه يې (١٢١٢ )تنه زده کونکووکولاي سول چې دلوړواونيمه لوړوزده کړوموسساتوته لارپيدکړي .
دکندهارپوهنتون ريس حضرت ميرتوتاخيل هغونيمګړتياوته هم ګوته ونيول چې دپوهنتون داستادانودکمبودى له کبله رامنځ ته کيږي .
نوموړي دنمونې په ډول وويل چې دطب پوهنځى يې (١٢) تنه اوانجنيرى پوهنځى (٩)تنه استادان لري چې داد دغوپوهنځيولپاره په هيڅ ډول بسنه نه کوي .
ده زياته کړل چې دلوړوزده کړو وزارت ته يې  دطب پوهنځى لپاره (٤٨ )دانجنيرى لپاره (٢٤ )تنه دکرنې لپاره يې (٣٢ )تنه اودښوونې اوروزنې دپوهنځى لپاره يې (٤٨ )تنه استادانو
وړانديزکړى وخوبيايې هم دغه ستونزه پرخپل حال پاته ده .
دښاغلي توتاخيل په خبره چې که څه هم دجمهوري رياست په مستيقمه لارښوونه تيرکال لادلوړوزده کړووزارت ته دکندهاردپوهنتون دتشکيل دپوره کېدولارښوونه سوې وه خوتراوسه لادغه ستونزه پرخپل حال پاته ده .
دامهال دکندهارپوهنتون دطب ،انجنيري ،کرنې ،ښوونې اوروزنې برخې لري چې سږکال يې تازه دشريعاتوپوهنځي هم په خپل تشکيل کې ورګډه کړې ده .
دکندهارپوهنتون کابل اوننګرهارله پوهنتونونوڅخه وروسته په (١٣٦٨ ) هجري قمري کال کې پيل سوي چې دخپل ١٩ کلن عمرپه اوږدوکې يې له طمع برخلاف هومره پرمختګ ونه کړلکه څنګه يې چې په اړه آټکل کېده .
دپوهنتون دزياترواستادانوپه خبر ه چې په سيمه کې دڅلوکلونوروانې ناخوالي اوداړوندوزارت له لوري دغيري متوازنې  پاليسي په وجه دکندهارپوهنتون  دخپل مخيني  سره سم پرمختګ ونکړ.