کندهار،څلوروسکتوري رياستونوخپلي لاس ته راوړنې بيان کړې

حاجی پوپل | اپریل 23rd, 2009



په کندهارکې څلوروروسکتوري رياستونودخپلودرومياشتنيوفعاليتونوپه باب ديوې خبري ناستي په ترخ کې خبريالانوته معلومات ورکړل .
دکرنې ،اقتصاد،اطلاعاتواوکتور اوښځوچارو  هغه رياستونه وچې په نننى خبري ناسته کې يې خپلې لاس ته راوړنې بيان کړې .
دکندهاردکرنې اومالدارى ريس انجنيرعبدالحي نعمتي په خاکريزوالسوالۍ کې دزعفرانوازمايښتي کرنه ،دهوايې ډګراوباغ پل ترمنځ په زرګونونيالګي کښېنول اوځيني نوري پروژې دخپلوعمده ګړنوڅخه يادکړل .
دغه راز٦٣٠٠ تنه کرونده ګروته اصلاح سوي تخمونه اوکيمياوي سره ورکول هم هغه څه وچې دکرنې ريس يې يادونه وکړل .
داقتصادريس محمدرحيم رحيمي خپله اداره يوپلان جوړونکي اورګان يادکړاودهغوپرمختيايې پلانونو نومونه يې يادکړل چې ددوى درياست له لوري وضع سوي وو.
نوموړۍ څرګنده کړه  چې  په کندهار کې دا مهال ٧٥ کورنۍ او بهرنۍ موسسې کار کوي ، چې په دې وروستيو کې يې د کرنې، پوهنې، روغتيا او کوچنيو قرضو په برخو کې د څه د پاسه ١٩ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پروژې بشپړې کړې دي.
دغه رازردپلان ريس وويل چې دپلان سره سم دنوروپروژوسره په خواکې دولايت دمقام له بوديجې څخه ټاکل سوې چې په هره مياشت کې درې درې کيلوميتره سړکونه کريړاوګټي اخيستنې ته وسپارل سي .
نوموړي زياته کړه چې د ملګرو ملتو هبيتات او سيډا ادارو له لوري به نږدې ٢٢ ميليونه ډالره د سړکونو، پولګوټو، پلو لارو، اوبو رسولو سيسټم او د نورو برخو د رغولو په برخه کې ولګول شي . په ولسواليو کې به د ملي پيوستون د پروګرام تر څنګ د سي ډا له لوري يو نوى پروګرام پيل شي ، چې موخه به يې امنيت، پرمختيا او کار موندنه وي.
دکندهاردميرمنوچارودرياست مرستيالي (مېرمن راحيلې )بياددغه رياست په چوګاټ کې دهغولس ګونوموتادومېرمنوله لپاره دحرفوي زده کړودمرکزدجوړېدل خپله ستره لاس ته راوړنه ياده کړل چې له مخې يې موتادي مېرمنې له نشې څخه دخلاصون ترخواکسب هم زده کوي .
دکندهارداطلاعاتواوکلتورياست دتاريخي ابيداتومديرعزيزاحمدعزيزي په کندهارکې د٣٩ ږغيزو،تصويري اوچاپي رسنيوشتون په فرهنګي ډګرکې ديوه سترپرمختګ په توګه يادکړ.
دنوموړ په خبره چې ددغه رياست په چوکاټ کې خوځله دښار وېډيوسالونونه  څارل سوي اوسرغړونکې څارنوالي ته معرفي سوي دي .
دنوموړپه خبر چې دکندهارد١٣ تاريخي ابيداتوپه اړه يې نږدې ٣٩ سيلانيانوته يې معلومات ورکړي اوله هغوى سره په ليدوکې مرسته کړې .


 

Copyright Larawbar 2007-2024