کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۸)

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۸)

دانګلستان حالت :


زه نه غواړم دغو غمناکو پیښو ته نور هم تفصیل ورکړم خو مجبوریم چې په دغه برخه کې د «جارج رائلي سکاټ» دکتاب (A History of Prostitution)[ د فحشاء د تاریخ] نه څو اقتباسات را واخلم . ددې کتاب لیکونکې پخپله انګلیس دې . نوموړي د خپل هیواد د اخلاقي حالت انځور په دې ټکو کې وړاندې کوي .


[ یو ډول هغه ښځې دي چې ژوند یې په دې پورې تړلې چې دخپلو وجودو په کرایه ورکولو سره ځانته روزي و ګټې. د دوې نه پرته یو زیات شمیر نورې ښځې دي ،اود هغو شمیره ورځ په ورځ زیاتیږی ، چې د ژوند د اړتیاو د لاسته را وړلو په خاطر نورې لارې لټوي او تر څنګ یې فاحشه توب او زنا هم کوي . تر څو په خپل عاید کې ډیر والې راوړي . داد کسب ګرو فاحشو څخه څه ډیر توپیر نه لری خو هغوې په دغه نومونو نه نومول کیږي ، مونږ دا ډول ښځو ته غیرکسب ګرې فاحشي (Amateur Prostitution) ویلې شو . ددغې شوقي یا غیر کست ګرو فاحشو ډیرښت نن سبا دومره دې چې په تاریخ کې هیڅکله هم دومره نه و . د ټولنې د ښکته طبقي څخه نیولې تر پورته طبقي پورې ټولې ښځې په کې شاملې دي . که چیرې د غو معزوزو ښځو ته به کومه کنایه کې هم فاحشه وویلې شی نو دوې د اور سکروټه شي خو دهغوې په دغه نارضایت باندې حقیقت نه شې بدلیداې . په هر حال حقیقت همدا دې چې دهغوې او نورو د فاحشو تر منځ په اخلاقي معیار کې هیڅ توپير نه شته . اوس د یوې ځوانې نجوني له پاره بد چلني او بې باکي د فیشن حیثیت لري او د سیګرټو څکول ، ترخه شراب استعمالول ،په شونډو سرخي لګول ، د جنسي اړیکو او دحمل د مخنیوي په هکله د خپلې پوهې څرګندول ،په فحش لیکنو باندې بحث اوخبرې کول دا ټول شیان دهمغي فیشن له ډلې څخه شمیرل کیږی . همدا راز دداسې ښځو او نجونو شمیره ورځ په ورځ زیاتیږي چې د دواده ترمخه ، پرته له کومې ستونزي، صنفي اړیکي جوړوي او هغه نجونی ډیر په سختۍموندل کیږي چې د کلیسا په وړاندې د نکاح د وفا د تړون په وخت کې په سهي معنا پیغله پاته شوي وي . ]


لیکوال لږ څه مخته ځې او لیکي چې : [دهر څه د مخه د ارایش شوق ووینئ چې دهغه له امله په هره نجلۍ کې د نوي فیشن د قیمتي کالیو او ښایست د زیاتوالي مختلف ډوله سامانونو د رانیولو حرص راپیدا شوې . دا دا هغه بې بندو باره فاحشه ګرۍ په وسایلو کې تر ټولو لوې لامل دې .]


هر هغه څوک چې لیدونکې سترګې ولري نوپه اسانۍ سره کتلې شي چې هغه په سلګونو او زرګونو نجونې چې هره ورځ دهغوې تر سترګو کیږی عموماٌ دومره قیمتي کالي اغوندي چې دهغې خپل جایز معاش او مزدوري په هیڅ صورت دهغې ددا ډول قیمتي لباس بار نه شې پورته کولې . لهذا نن دا خبره همدومره سهي ده څومره چې نیمه پیړۍ مخته سهي وه . چې نارینه د هغوې له پاره کالي اخلي خو فرق دادې چې هغه وخت به هغه سړې ، دهغوې پلار ، ورور یا میړه و او اوس دهغې پر ځاې څه نور خلک دي .


ددغې ډول حالاتو په راپیدا کیدو کې د ښځو ازادي هم پوره پوره دخیله ده ، د تیرو څو کالو راهیسي په نجونو د والدینو کنترول تر دې حده پورې کم شوې چې هغه ازادي چې (۳۰ ) یا( ۴۰ ) کاله پخوا هلکانو ته هم ور په برخه نه وه خو نن نجونو ته ورپه برخه شوې ده .


یوبل مهم لامل چې په ټولنه کې په پراخه پیمانه د جنسي خپل سرۍ د خپریدو سبب شوې دادې چې ښځې مخ په زیاتیدونکې توګه په تجارتي کاروبار ، دفترې دندو او نورو ډول ډول کارونو کې ورننوځې او هلته شپه او ورځ د نارینه و سره د خلط ملط کیدو موقع په لاس ورځي . دې کار د ښځو او نرو اخلاقي معیار ډیر را ښکته کړې اوتر څنګ یې د نارینه و داقدام په وړاندې د ښځو د مزاحمت ځواک هم ډیر را کم کړې دې او د دواړو صنفونو شهواني اړیکې یې د ټولو بندیزونو څخه ازدې کړې دي . اوس د ځوانو نجونو په ذهن کې د واده او پاکیزه ژوند تصور هم نه شته . ازادانه خوشحاله وخت تیرول چې پخوا به یواځې خپلسري نارینه ورپسې ګرځیدل اوس هره نجلۍ دهغې پسې منډې ترړی وهي . پیغلتوب او بکارت ته د یو ارتجاعی آند په سترګو کتل کیږی او د نوې زمانې نجونې خو هغه یو مصیبت ګڼي . دهغوې په آند د ژوند خوند په دې کې را نغښتې چې د ځوانۍ په دوران کې د نفس د لذتونو جام ښه په ډک زړه و چښل شي . دهمدې څیز د لټون په خاطر هغوې د نڅا ځایو د نائیټ کلبونو ، د هوټلونو او چاې خوړلود ځایونو شاوخوا ګرځي را ګرځي او په همدې ارزو هغوې د یوه ناپیژندل شوې سړې سره دهغه په موټر کې چکر وهلو ته هم تیارې وي . یا په بل عبارت هغوې پخپله دخپل نفس د غوښتنې سره هم خپل ځان داسې یو چاپیریال ته ور رسوي چې جنسي جذبه نوره هم را وپاروي او بیا چې د دې کومي طبیعی زبیښې دې د هغوې نه د وې ویریږي هم نه ، بلکه هغه ته ښه راغلاست هم وایې.



پریکنده پوښتنه :


زمونږ د هیوادپه ګډون په ګڼو نورو شرقي هیوادو کې هم چې کوم وګړي د پردې ممانعت کوي نو د هغوې په وړاندې په حقیقت کې د ژوند همدغه یادکړل شوې انځور موجود دې . د همدغې ژوند ځلاندو وړانګو دهغوی حواس اغیزمن کړی دي . د همدغه افکار و اخلاقي اصولو او دهمدغې مادې او حسي ګټو او خوندونو روښانو اړخونو د هغوې په زړه او دماغ پنجې ښخې کړې دي . په دې خاطر هغوې دپردې نه کرکه او نفرت کوي . سره له دې چې ددوې اخلاقي فلسفه د هغه غربي اخلاقي فلسفي سره تو پير لري چې دوې پرې ایمان لري او عملا دهغې ګټو او لذتونو د تر لاسه کولو په مخ کې خنډ وې چې دې وګړو دخپل ځان له پاره هدف ټاکلې.


اوس دا پو ښتنه چې د ژوند ددغې انځورد تیاره اړخ یعنې دهغې دعملي زبیښو د منلو له پاره هم دا وګړي تیار دي او که نه ؟


 نو په دې خبره کې دهغوې تر منځ یووالې نه شته ، یوه ډله په دغه زبیښو پوهیږي او دهغې منلو ته هم تیار دي . دهغوې په وړاندې په حقیقت کې دا د غربي ژوند یو روڼ اړخ دي نه تیاره اړخ. یوه بله ډله دا تیاره ګڼي او دهغې دپایلو منلو ته تیار نه دی . مګر دهغې په هغه ګټو باندې یې زړونه له لاسه ورکړې چې ددې ډول ژوند سره تړلې دي . دریمه ډله نه خو په دې افکارو پوهیږي او نه یې د پایلو څخه واقفیت لري او نه په دې خبره غور کوي چې ددې افکارو او دهغې د پایلو تر منځ څه ډول اړیکي شتون لري . هغوې یوازې هماغه کار کوي چې په نړۍ کې یې رواج موندلې وي .


دغه درې واړه ډلې په حقیقت کې دومره سره را نژدې شوې او رانښتې چې د خبرو اترو او بحث په وخت کې ډیر وخت دا توپیر نه شی کیداې چې زمونږ مخاطب دکومې ډلې پورې تړلې دې . دهمدغې اختلاط په اساس غلطه څیړنه مخته راځې . په دې خاطر دې ته اړتیا ده چې دا درې واړه ډلې یو له بله جداکړل شي او ورسره د هغوې دحیثیت په اندازه خبره وشي .


شرقي غرب پالونکي :


لمړۍ ډله په همغه فلسفي افکارو او تهذیبي اصولو پوخ باور لري چې غربي تهذیب او تمدن پرې ولاړ دې . دوې د نوي اروپا د جوړونکو په څیر د آندلرونکي او د ژوند مسایلو ته د غربي زاویې څخه ګوري او د خپلو خپلو هیوادونو تمدني او ټولنیز ژوند د غربي نقشې مطابق جوړول غواړی .


ددوې له آنده ، د ښځو د ښوونې او روزنې هغه اخري موخې دادي چې هغوې د ګټې وړتیا تر لاسه کړي او تر څنګ یې د زړه راښکون سره سره له لطیفه فنونو څخه هم پوره پوهه او واقفیت ولري . په کورنۍ کې دښځې صحیح حیثیت دهغوې په وړاندې همدا دې چې هغه د سړي په څیر یو ګټور غړې و ګرځي او په ګډه بودیجه کې خپله ونډه وا چوي ، په ټولنه کې دښځې اصل ځاې د هغوې له آنده همدغه دې چې هغه دخپل ښایست او نازو نخرو له مخې په ټولنیز ژوند کې یو لطیف عنصر ور زیات کړي . دخپلو خوندورو خبرو په واسطه د زړونو تودوخه نوره هم زیاته کړي . دخپلې موسیقۍ په واسطه د غوږونو پردې و تخڼووي او دخپلې نڅا په واسطه په نفسونو کې لار را پیدا کړي ، هغوې هڅه کوي چې د خپل جسم ټوله ښکلا راڅرګنده کړي تر څو د ځوانانو زړونه خو شحاله ، سترګې یې یخې او سړه وینه یې ګرمه شي . دهغې په وړاندې په ولسې ژوند کې دښځې کار ددې نه اخوا نور څه نه دې چې هغوې دې ټولنیز کارونه کوي، ښاري او مشورتي غونډو ته دې ځې، په کنفرانسونو او کنګرو کې دې ګډون کوي ، د سیاسي ، مدني او اقتصادې ستونزو په حل کې دې خپل فکر او ذهن مصرف کړي . په لوبو ، سپورتونو او د منډو او ځغاستو په مسابقو کې دې برخه واخلي . لنډه دا چې ټول هغه څه دې وکړي چې د کوره دباندې دې او دهغه څه سره هیڅ کار ونه لري چې دکور دننه دي . هغوی همدغه ژوند ته نمونه یې ژوند وایې . دهغوې په وړاندې د نړۍ د پرمختګ همدغه یوه لاره ده او په دې لار د تللو په مخکې چې څومره پخواني اخلاقي آندونه خنډ شوې دې هغه له یوه سره لغو او باطل دي . ددغې نوې ژوند له پاره پخواني اخلاقي ارزښتونه (Moral Values) په هغه ډول په نوی ارښتونو تبدیل کړي لکه څنګه چې اروپایانو تبدیل کړی و . مالي ګټې او نوې جسماني ننداره دهغوې له آنده ډیر ارزښتناکه ده . او دهغې په پرتله حیا او عصمت ، پاکوالې او اخلاق په ازداواجې ژوند کې وفادار پاته کیدل ، د نسب ساتنه او په دې ډول نور شیان نه یوازې د ا چې بې ارزښته بلکه د تیاره فکرۍ یوه نمونه وه . چې د له منځه وړلو پرته یې د پر مختګ په لور قدم نه شو ایښودل کیداې . دا وګړي په حقیقت کې په غربي دین باندې ایمان لرونکې و او په کوم لید یې چې ایمان راوړې و ، په شرقي هیوادونو کې یې دهغې د خپرولو له پاره د ټولو هغو تدبیرونو څخه ، چې په اروپا کې ترې کار اخستل شوې و ، کار واخیست .



نوي ادآب :


د ټولو تر مخه د هغوې هغو لیکنو ته و ګوري چې د ذهنونو د تیارولو له پاره تر ټولو ستر ځواک جوړوي . ددوې تش په نامه ادب کې … چې په اصل کي بې ادبي ده … ددې هڅه کیږي چې د نوي نسل مخې ته دغه نوې اخلاقي فلسفه په ډیره ښکلې بڼه وړاندې کړي او د همدې لارې پخواني اخلاقي ارزښتونه د زړه او د ماغ د ریښو څخه بیرون را وکاږي. دنمونې په توګه زه دلته د اردو ادب څو نمونې وړاندې کوم.


د هیواد یوې مشهورې میاشتنۍ مجلي د (خوږ سبق ) تر عنوان لاندې یو اوږود مضمون نشر کړ . ددې مضمون لیکونکې داسې یو شخصیت دې چې د اعلي روزنې خاوند ، په ادبي حلقو کې مشهور او په یوه ستر منصب باندې کار کوي . د مضمون لنډیز دادې چې :[ یوه ځوانه نجلۍ له خپل استاد نه د سبق د ویلو له پاره ناسته وه ، د سبق په دوران کې یې د استاد مخې ته د خپل یوه ځوان دوست د محبت لیک کیښود ترڅو د ځواب له پاره یې ترې مشوره واخلي . هغې دخپل دغه محبوب سره د چایو په یوه ټولنه کې کتلي و . هلته کومې ښځې ددې دواړو تر منځ پیژندګلوې کړې وه . ددوې تر منځ دهمغې ورځې څخه یو بل ته نژدیوالې او د لیکنو لړۍ پیل شوې وه اوس دغه نجلۍ غواړي د خپل استاد څخه د مینې او محبت د لیک اخلاقي ځواب تر لاسه کړي . استاد هڅه کوي چې دا نجلۍ د بې هوده او عبث فکر نه واړوي او د لوست په لور یې متوجه کړی ، نجلۍ په ځواب کې استاد ته وایې چې 🙁 لوست خو زه غواړم چې ویې کړم خوداسې لوست چې زما د ویښې دخوبونو او امیدونو په بریالتوبو کې له ماسره کومک وکړي ، نه داسې لوست چې له همدا اوسه ما زړه کړي . استاد ترې پوښتنه کوي چې ایا ددې ښاغلي نه پرته اخوا نور دوستان هم لرې ؟ شاګرده ځواب ورکوي چې څو نور هم دي مګر په دې ځوان کې یوه ځانګړ تیا ده چې هغه په ډیر خوند سره مارا پاروي . استاد ورته وایې چې که چیرې ستا پلار ددې لیک له لیکنې څخه خبر شي نو څه به درپیښ شي ؟ شاګرده ځواب ورکوي او وایې چې ایا پلار به مې د ځوانۍ په وخت کې دا ډول لیکونه نه وی لیکلي؟ هغه خو ډیر فیشني سړې دې . څه د حیرانتیا وړ نه ده چې اوس به یې هم لیکي . الله دې نه کړي زوړ شوې خو نه دې . استاد ورته وایې چې : له اوس نه پنځوس کاله وړواندې دا تصور هم شونې نه و چې د کومې شریفې کورنۍ نجلۍ ته څوک د میني لیک واستوي . نجلي ورته وایې چي ایا دهغې وخت خلکو یوازي د بد ذاته خلکو سره مینه کوله . دا خو دهغې وخت بد ذات ډیر په مزو کې او شریفان یې په ډیر بد حالت کې وو . دمضمون اخري ټکې چې لیکونکي پرې دخپل ادبي ظرفیت ټوله هڅه تمامه کړې دادې چې :[مونږ ځوانان ستر مسؤلیت لرو ، هغه خوښئ او لذتونه چې زمونږ مشرانو او پخوانیو له لاسه ورکړي مونږ یې باید بیرته را ژوندي کړو او هغه د قهر او ددرواغو عادتونه چې تر اوسه ژوندي پاته دي بیرته خښ کړو . ]


په یوې بلې ادبي مجله کې نزدې یو نیم کال دمخه یوه لنډه قصه د «پښیمانۍ» تر عنوان لاندې نشر شوه چې لنډیز یې په دې توګه دې .


د یوې معززې کورنۍ کوژده شوې نجلۍ د بل سړي سره سترګې جنګوي . دخپل پلار په نه موجودیت کې او دمور نه په پټه هغه خپل دوست کورته رابلي دهمدغه ناروا اړیکو په واسطه ښځې ته حمل پیدا کیږي . ددې وروسته هغه خپل دغه کار دخپل ځان له پاره حق ګڼي او په زړه کې د ځان سره داسې استدلال کوي چې : زه ولي خفه شم ، زړه مي ولې و غورزیږي … ایا زما ضمیر ما ملامتوي ؟ ایا زه په خپلې کمزورتیا باندې پښیمانه یم ؟ ممکن هو ! لیکن دهغې رومانتیکې روڼې سپوږمۍ شپه خو زما د ژوند په یادونو کې په طلایې الفاظو لیکل شوې ده . د ځوانۍ مست وختونه او دهغې یاد زه دخپل ځان له پاره ډیره ستره خزانه ګڼم .


ایا زه دهغو وختونو د بیا دراوستلو په لاره کې دهر څه قربانولو ته تیاره نه یم ؟ نو بیا ولې زما زړه رپیږي ؟ د کومې ګناه ویره ده ؟ ایا ما ګناه کړې ؟ نه ما خو ګناه نه ده کړې . زما د ګناه څخه چاته څه زیان رسیږي.؟ ما خو قرباني ورکړه . قرباني دهغې له پاره ، کاشکې چې ما دهغې له پاره نوره قرباني هم ورکړې وای … زه د ګناه څخه نه ویریږم لیکن زه ددغې ویره ونکې ټولنې نه ویریږم چې هغو ې به څنګه څنګه د شک په ستر ګو ماته ویني . اخر زه ولي دهغوې نه وویریږم ؟ د خپلې ګناه په خاطر ؟ خو اخر زما ګناه څه ده ؟ ایا هغه څه چې ما کړي د ټولنې بله کومه نجلۍ یې نه کوي ؟ هغه طلایی شپه او هغه یوازیتوب ، هغه څومره ښایسته وه ، هغه څنګه خپلې شونډي زما په شونډو کیښودې او خپلې غیږی ته یې زه ورکش کړم . او زور یې را کړ….اف ، دهغې د ګرمی او معطرې سینې سره زه څومره په ډاډمنه توګه و نښتم .، ما ټوله نړۍ په لغته ووهله او خپل ټول هر څه مي د عیش په هغه لحظو باندې قربان کړل. بیا څه و شول ؟ بل چا به څه کړې واې؟ ایا په نړۍ کې کومه ښځه په داسې وخت کې ددغسې لمحو سره ټکر کولې شي؟ ګناه ! ما هیڅکله نه ده کړې ، زه هیڅکله پښیمانه نه یم ، زه یو ځل بیا همغسې کولو ته تیاره یم ، عصمت ! عصمت څه شې دې ؟ یوازې پیغلتوب ؟ یا د فکرونو پاکوالې ؟ زه باکره نه یم ، لیکن ما خپل عصمت له لاسه نه دې ورکړې ؟ د فساد نه ډکه ټولنه چې څه کولاې شي هغه دې وکړي هغه زما څه کولې شی ؟ هیڅ ؟ زه د هغوې د احمقانه ګوت نیونې څځه ولې نا ارامه شم ؟ زه دهغوې د پس پسکو څخه ولې وویریږم ؟ ولې خپل مخ ژیړ کړم ؟ زه د هغوې د بې معنې خندا او تمسخر څخه ولې ځان پټ کړم ؟ زما زړه وایې چې ما صحیح کار کړې ، ډیر ښه مې کړي ، نو زه بیا ولې د غلې په څیر و ګرځم ؟ ولې په ډانګ پیيلې توګه اعلان و نه کړم چې ما دغسې کړي او ډیر مي ښه کړي؟


دا هغه استدالال او طرز فکر دي چې زمونږ د زمانې ادیبان یې هرې نجونې ، ممکن خپلې خور اولور ته هم ورښوول و غواړی. دهغوې ښوونه دا ده چې کله هم یوې ځوانې نجونی ته د ۱۴ مې په شپه ګرمه سینه تر لاسه شي نو بیا دی د هغې پورې ځان ورو نښلوي ، ځکه چې په داسې وخت کې همدا یوه لاره ممکن ده او هره ښځه چې دداسې حال سره مخ شي نو هغه به ددې کار پرته نور څه ونه کړي . دا کار ګناه نه بلکه قرباني ده . او نه ترې عصمت ته کوم زیان ور رسیږي . ددې کار په واسطه عصمت کې نور هم ډیرښت را ځي ، بلکه دا یو داسې روښانه کار دې چې باید د یوې ښځې د ژوند په تاریخ کې په طلایې ټکو سره و لیکل شي او د هغې هڅه باید داوي چې د هغې د ژوند ټول کتاب د همداسې طلایي ټکو څخه ډک وي ، نو که چیرې هغوې په با عصمته ښځو باندې ګوتنیونه کوي نو هغوې بیا فسادې او ډیر ویونکي دي . هغوې په خپله ملامته دي چې دداسې فدا کارو نجونو په خلاف خبره کوي داسې تیرې کونکي ټولنه چې دومره ښه کارته بد وایې هیڅکله ددې وړ نه ده چې د هغې څخه ویره محسوس شي او د داسې د خیرد کار په کولوسره خپل ځان پټ و ساتي.


مګر اوس نوې ادب د هر کور لور اونګور د پخوانې وختونو د فحشاو څخه لس قدمه نوره هم مخته وړي ، ځکه چې دا د بد معاشۍ او فحش کارۍ د ملاتړ له پاره د اخلاقو نوې فلسفه را پیداکو ي .


په یوې بله مجله کې د (لیور ) په نوم یوه قصه خپره شوې ، لیکوال یې داسې سړې دې چې پلار یې د ښځو داخلاقي روزني له پاره د ډیرو ښو لیکوالانو څخه و اوپه همدې اساس هغه د هیواد د اردو ژبې ویونکو ښځو تر مینځ پوره محبوبیت درلود . په دې قصه کې لیکوال د یوې ځوانې نجوني کړچار(کریکټر) په ډیر ښه انځور کې د نمونې په توګه خپلو خویندو ته وړاندې کوي ، چې دواده تر مخه یې د خپل لیور دښایسته ځوانۍ په تصور ، په خپل و جود کې لړزه محسوسوله . هغې په پیغلتوب کې دا نظر او فکر درلود چې هغه ځواني چې خاموشه او دسکون نه ډکه تیره شي د هغسې ځوانۍ او کمزورتیا تر منځ هیڅ تو پير نه شته زما له نظره ددغه ډول جذباتو سره چینه باید د حسن او عشق کشمکش وي ، ددغه فکر او ارادې سره چې کله دا نجلۍ واده شوه ، نو دخپل ږیره ور میړه په کتلو یې جذبه او احساس مړاوې شو. او د مخکې څخه د جوړې شوې نقشې په اساس یې پریکړه وکړه چې د خپل میړه د ورور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې او ددې خبرې فرصت ورته ډیر ژر په لاس ورغې. ځکه میړه یې د لوړو تحصیلاتو په خاطر لندن ته ولاړ خو ښځې یې د خپل میړه او وروریې د خپل ورو د نشتوالي څخه پوره پوره ګټه پورته کړه او د زړه د اخلاصه یې په خیانت لاس پورې کړ .


لیکوال دغه قصه په خپله دهغې زناکارې فاحشې د خولې څخه لیکلې ځکه چې هغې دا قصه خپلې یوې ناواده شوې ملګرې ته کټ مټ لیکلې وه او ټول هغه مراحل یې په تفصیل سره بیان کړي و چې دهغې په واسطه دهغې او لیور اړیکې ترد ې ځایه پورې رسیدلې و . هغې په خپلې لیکنې کې په خپل هیڅ کار د شرم احساس نه دې کړې ، یواځي هغه څه چې پاتې و هغه د جنسی عملیې عکس و چې هغه یې په کمره کې نه و ثبت کړې او ډیره شوني ده چې دا یې په دې خاطر پریښې وې چې لیدونکې او لوستونکي په خپله په تخیل سره دغه کمښت پوره کړي .


که ددې نوې ادب پر تله د فرانسې د ادب سره وشي چې دهغې څو مثالونه مونږ مخته بیان کړل نو په ډاګه به شي چې دا قافله دهمغې لارې څخه د همغې منزل په لور روانه ده چې د فرانسې ولس پرې تللې و ، دوې د ژوندانه دهمدغه نظام په لور په فکري او اخلاقي توګه ذهنونه تیاروي او دا په داسې حال کې چې ښځې یې د ځانګړې توجه وړ ګرځولې تر څو په هغوې کې د حیا او عزت په نوم څه شې پاته نه شي .



نوې تمدن :


د اخلاقو دغه نوې فلسفه او د ژوند دغه نوې آند او لید د ژوند په ډګر کې ځانته نه د ې ، بلکه د پانګه وال تمدن نظام او د غربي د یموکراسۍ اصول هم ور سره پوره پوره ملګرتیا کوي او دغه ټول ځواکونه یو دبل سره د ژوند هغه انځور جوړوي چې په غربی ټولنو کې د پخوا څخه شتون لري . دوې د جنسي مسائلو په هکله ډیرې زیاتې فحش لیکني او عکسونه خپروي او دغه ټول د مکتبونو ، لیسو او پوهنتونو شا ګردانو ته په پراخه پیمانه ورسیږی. اوس د بې عصمته ښځو لوڅ عکسونه د هر اخبار ، مجلې ، دوکان او هر کور دښایست وسیله ګرځیدلې . په هرکور او بازار کې هغه کیسټونه ، (CD) اوټیپونه په اوچت اواز غږیږي چې په کې د اخلاقو څخه لویدلې او چټلې سندرې تر غوږو کیږی . د سینما ګانو ټول کړه وړه د شهواني جذباتو په را پاروونکو فلمونو ولاړ دی او د سیمنا په پردو باندې د بې حیایې فلمونه په دومره شوق او ذوق سره خپروي چې د هرې نجونې او هلک سترګي دهمدغې لو بغاړې په فلمي ژوند دریږي او همغه د خپلې لارې مشال ګرځوي او کله چې ددغسې فلمونو د کتلو وروسته دواړه صنفونه د سینما څخه بهر راوځی نو دهغوې را پاریدلې جذبات او د عشق ولولې هرې لورې ته دعشق او رومانس موقع لټوي .


د ژوند دپانګه وال نظام په برکت په لویو ښارونو کې دغه ډول حالات ډیر په تیزۍ سره را پیدا کیږي ځکه هلته ښځې د خپلې روزۍ د پیدا کولو له پاره محبوریږي . او دهمدغې ظالمانه نظام په بسپنې دحمل د مخنیوې تبلیغات، د درملونو او وسائلو سره یو ځاې میدان ته را دانګي.


نوې جمهورې نظام چې برکتونه یې د انګلیس او فرانس په واسطه شرقي هیوادو ته را رسیدلې له یوه اړخه یې ښځو ته په سیاسي او ټولنیزو کړو وړو کې لاره پرانستې ده او د بله اړخه یې داسې ادارې او دفتري نظام جوړ کړې چې په کې د سړو او ښځو یو ځاې کیدل او خلط کیدل یو حتمي کار ګرځي او دبله اړخه یې قانوني بندیزونه دومره نرم کړي چې نه یوازې د فواحشو اظهار بلکه د هغه عملي ارتکاب هم جرم نه ګڼل کیږی . په دې حالاتو کې چې کوم وګړي د ژوندپه دې لار په خلاص زړه تلل غواړي د هغوې په اخلاقو او ټولنیزو کړو وړو کې پوره بدلون را ځې ، د هغوې ښځې اوس په داسې کالیو کې بهر را وځې چې نژدې په هرې ښځې باندې د فلم د لوبغاړې ګمان کیږی . هغوې پوره بې باکه دی . دهغوې د لباسونو د تیزو رنګونو استعمال او په ښکلا او سنګار باندې اهتمام په دې دلالت کوي چې هغوې د ځانونو څخه جنسي مقناطیس جوړول غواړی. د بې حیایې دا حال دې چې د غسل د کالیو په اغوستو سره د سړو سره یو ځاې لمبیدل او په همدې حال کې د عکسونو اخیستل او په اخبارونو کې یې په خپرولو هم ددغه شریفو کورنیو ښځې د شرم احساس نه کوي بلکه د شرم سوال هم نه پیدا کیږي . د نوو اخلاقي تصوراتو په اساس د انساني وجود ټولې برخې یو برابر دي که چیرې د لاسونو ورغوی او دپښو تلي لو څیداې شي نو د ورنونو، سینو او تیونو په بربنډولو کې څه حرج دې ؟ د ژوند خوندونه چې ټولیز یا مجموعي نوم یې فن (Art) دې د خلکو په وړاندې د هر اخلاقي بندیز څخه پورته بلکه پخپل ځاې د اخلاقو معیار دې . په دې اساس پلار او ورور په هغه وخت کې په خوشحالۍ نه مړیږي چې د سترګو په وړاندې یې پیغله لور او خور په ستیج د نڅاکوونکو معشوقي لوبه په ډیره بهتره توګه تر سره کوي او په سلونو لیدونکې ترې خوند اخلي او دهغې په هرې آدا باندې د افرین لاسونه پړکوي . مادې سوبه چې بل نوم یې د ژوندانه موخې هم دي د هغوې له آنده د هر هغه شونې څیز څخه ډیر ارزښتناکه دې چې دهغې په قربانولو دا تر لاسه کیداې شی . هرې نجونې چې ددغې هدف په لاسته را وړلو او په ټولنه کې یې دهمدې لارې خپل محبوبیت ، لیاقت او وړتیا وښوده نو که چیرې هغې خپل عصمت له لاسه ورهم کړ نو ګویا چې هیڅ یې د لاسه نه دې ورکړي، بلکه هر څه یې موندلې دي . په همدې اساس دهغې په ذهن کې دا خبر له سره راګرځې نه ، چې د نجونو او هلکانو سره یو ځاې په لیسو او پوهنتونو کې درس ویل او یا د ځوانو نجونو په یوازې ځان اروپاته د ښوونې او روزنې له پاره تلل هم کوم د نیوکې وړ کار ګڼل کیږي .



دغرب پالو پریکړه :


دا هغه خلک دې چې دهر چانه زیات په پردې او حجاب باندې نیوکه کوي . دهغوې په وړاندې دغه پرده داسې یو سپک او باطل څیز دې چې د تردید له پاره یې دهغې پسې ملنډې وهل او هغه مسخره کول بسنه کوي . خو دا رویه بلکل همغسې ده لکه چې یو انسان نه غواړي په انساني مخ باندې د پوزې د موجودیت اړتیا احساس کړي او په دې اساس په هغوې وګړي پورې ملنډې وکړي چې په مخ باندې یې پوزه موجوده وي . دداسې جاهلانه خبرو او استدلال په واسطه یوازې جاهل او نا پوه خلک تر اغیز لاندې راتلا ی شي ، دوې که چیرې کوم معقولیت او پوهه ولري باید په دې پوه شی چې زمونږ او دهغوې تر منځ په ارزښتونو کې ډیر زیات توپير شتون لري . هغه څه چې مونږ یې با ارزښته ګڼوهغه د هغوې په وړاندې بې ارزښته دي نو په دې اساس د ژوند هره هغه عملي لار چې مونږ یې اړینه ګڼو نو پرته له شکه دهغوې په وړاندې هغه یو غیر ضرورې کار دې مګر دداسې بنسټیز اختلاف په وخت کې یواځې کم عقل سړې د اصلي اختلافي مسائلو پر ځاې په فرعې مسائلو کې ځان مصروفولای شي .


د انساني ارزښتونو په ټاکلو کې یواځنې پریکنده څیز د فطرت قوانین دي ، دهمدې فطري قوانینو له مخې چې د انسان خلاصون او سو به نغښتې وي نو په اصل کې همغه د قدر وړ دي . راځئ چې دهمدغې معیار په رڼا کې ووینو چې ستاسې ارزښتونه سهي دي او که زمونږ ؟ هغه علمي دلایل چې له تاسې سره دي هغه راوړئ او کوم دلایل چې له مونږه سره دي مونږ به همغه را وړاندې کړو بیا به نو د ریښتونو پوه انسانانو په څیر ووینئ چې وزن کومې لورې ته دروند دې . په دې توګه که مونږ د خپلو ارزښتونو میعار درست ثابت کړ نو بیا تاسې واک لرئ چې هغه ارزښتونه چې د علم او عقل په بنسټ بنا شوې و منئ او یا د هغه ارزښتونو پسې ځغلئ چې یوازې او یوازې د نفساني میلانو او غوښتنو په بنسټ تاسې غوره کړې دې خو په دې دویم صورت کې به ستاسې موقف دومره کمزورې شوې وي چې بیا به زمونږ د تګلارې پورې د خندا په ځاې تاسې پخپله د خندا وړ وګرځئ.


پاته په نهمه برخه کې ولولئ……..