کور / تازه خبرونه / په سهيلي پښتونخوا کي د فوټبال اتلولۍ سيآلۍ پيل سوې

په سهيلي پښتونخوا کي د فوټبال اتلولۍ سيآلۍ پيل سوې

په جنوبي پښتونخوا ژوب كي دآل پاكستان ياټول پآكستان فټبال داتلولۍ يا ټورنامنټ لوبي پيل شوي .


 لومړۍ لوبه دنيو افغان كلب ډيره اسماعيل خان او وطن كلب چمن تر مينځ وشوه دغه لوبه نيو افغان كلب ډيره اسماعيل خان له وطن كلب چمن ځخه دصفر په مقابل كي په يوه ګول كولو سره وګټله دوهمه لوبه دعادل كلب شتر خيل كلي مروت او مسلم كلب كلا سيف الله تر مينځ پيل شوه دا لوبه هم دصفر په مقابل سره په يو ګول كولو سره دمسلم كلب كلا سيف الله په ګټه تمامه شوه ؛ دغه لوبي دجنوبي پښتونخوا ژوب په عرفان كاسي لوبغالي كي تر سره كيږي دلوبو پدې لومړي پړاؤ كي دلوبې دروند ميلمه ټي ايم او ښاغلئ مسعود مندوخيل وو .


ديادولو وړ ده چي په دغه سياليو كي به دپاكستان دټولو ښارونو څخه شاوخوا شپيته ټيمونه برخه اخلي او هم پكښي دژوب شپږ ټيمونه برخه لري او همدارنګه شاوخوا لس زره ليدونکي ددغو سياليو ننداره كوي