کور / شعر / ماتوای نه شي

ماتوای نه شي

 


ډانګ سره اوبو څوک بیلوای نشي
دا پښتون ټبر څوک  ورکوای نشی


ستا  په  چل او ول ښه پوهيدلي يو
کوز او بر پښتون څوک تیرويستای نشي


                 توره د نیکو زموږ  درمعلومه ده ؟
                 هغه کارنا مې څوک پټوای نشي


خط د  ډیورنډ   پښتانه   نه مني
لاره د ورورۍ څوک بندوای نشي


                 دا هیلی غلیم به ګورستان ته وړي
                 خاوره د پښتون څوک را نیوای نشي


لر  او  بر پښتون که ملا وتړي
مل دغه قدرت څوک ماتوای نشي


پوهندوی دوکتور سید حسام  مل


دلر او بر د پاڼی چلونکی ګرانه وروره !


دزړه دکومی تاسی ته مبارکی وایم او هیله لرم چي دلر او بر پښتنو په یوالي سره تنده مو ماته سي. دادی ما خپل یو شعر لر او بر لوی افغانستان ته دتاسي دسایت په مرسته ډالۍ کړ.