کور / نوميالي / چکنور ملاصاحب (رح)

چکنور ملاصاحب (رح)


زما څخه څو ډیرو نژدی دوستانو وغوښتل چی که د چکنور ملاصاحب )رح( په باره کی څه ولیکم.   زه پداسی لنډ وختکی د خپلو مشغولیتو په وجه پر یوی داسی مهمی موضوع لیکنی ته  تیار نه وم خو، که یو خوا ته ددغو دوستانو خواهش وو نو بل خواته دوه نور سببونه هم وه چی زه یی دغه نیمگړی لیکنی ته وهڅولـم:


    یو سبب دا وو چی زه د مرحوم چکنور ملاصاحب د زوی (محتـرم سناتور غلام نبی خان چکنوری) یو اخلاصمن انډیوال یم چی د روس پخلاف د جهاد په دوران کی مو سره وپیژندل. د سناتورصاحب او زما ملگرتیا هغه وخت نوره هم ټینگه سوه چی په ١٩٩٣م کی په کابل کی د قدرت پر سر د تنظیمو خونړی جنگ وو او موږ د اصلاحی شوری په چوکات کی کوښښ کاوه چی دا جنگ آرام کړو.  پدغه اصلاحی شوری کی د وطن یو شمیـر نومیالی عالـمان، صوفـیان، قومی مشران، تعلیمیافته او مجاهدین شامل وه چی د ځینو نومان یی دادی:  سناتور غلام نبی خان چکنوری، وکیل حاجی عبدالوهابـخان جبارخیل، قاری حـنیف الله شینواری، مرحوم وکیل شـمس الحق پـیرزاده، وکیل محمدانـورخان زرمتی، حاجی رستم خان جبارخیل، حاجی غلام دستگیـر بابکرخیل، مرحوم حاکم شاهجهان خروټـی، د غزنی حاجی قلـندرخان، حاجی فقیرمحمدبـیـزی مومند، مرحوم قاضی محمدشریف اسحـقـزی، محمد ابراهیم بابکرخیل، ډگروال محمد یعقوبـخان سرخـرودی، آیات الله نوراحـمد تقدسی، استاذ محمد زمان مزمل، د کامی ملک دلاورخان او ځینی نور ښاغلی چی لست یی اوږد دی.  دغو ښاغلو په پـوره ایمانداری کوښښ وکـړ چی دغه خانـمانسوز جنگ چی زموږ د ولس د ویـاړلی جهاد محصول او ارمان یی خراباوه ودروی.  د جنگ په سره اور کی د یوه مشره څخه بل ته په تش لاس تگ و راتگ څه آسانه خبره نه وه؛عالی هـمت او د وطـندوستی جذبه یی غوښته.    ښه می یاد دی چی یو واری و چارآسیاب ته د حکمتیار د لیدو لپاره په یو کرائی منی بس کی روان وو.  پر چارآسیاب د ربانی او مسعود لـخوا د راکټو باران وو.  زموږ په مخ او شاوخوا کی هر ځای راکـټونه موښتل؛ دوه درمنده خو مو له سړکه لیدل چی اور یی اخیستی وو او زموږ ژوند هم تر جدی تهدید لاندی وو.  موټـروان زړه نه غوښته چی پرمخ ولاړ سی خو ملگرو تشویـقاوه چی ته ځوان یی، موږ سپـین ږیـری چی دغه د خیرکار ته ځو ته خو بایـد په سرکی ولاړ سی؛ مـوږ خـوخـپل شخصی کارته نه ځـو، ستاسی د آرامی لپاره دا خوارۍ وړو او داسی نوری تـشویـقی خبری.  خـو هغه خوار چی به څـو قـدمه موټـر مـخـته بوت بـیا به کـرار سو، ویـل هغه دی بـل راکت ومـوښت.     پـدی وخـت کی زمـوږ د ملگـرو څـخـه مـولـوی امـین الله حلـیم په لـوړ ږغ وویـل: یـارانـو!  حـالات ډیـر نـازک دی، آیـات کـرسی شـریـفـه ډیـر ډیـر وایـاسـت هـسی نـه چـی کــوم راکـټ یـا گـولـۍ راپکـښی ومـښلی او د کلـمی مـبارکی تر ویلو ونه رسیـږو.  موټروان مخ په ډیره عاجزی شاته راواړاوه او موږ ته یی ویویل چی آیت کرسی ته څه حاجت دی مه پر ورځی.  خو موږ آیات کرسی ویل او مخ په وړاندی روان وو.  د حکمتیار ځای ته ورسیدو، خبری مو پیل کړی خو د توپونو اور راکټو له درزا مو یوبل سره نه اوریدل. هغه بیا یو ژوری سمڅی ته بوتلو او هلته مو خبری سره وکړی.  ترخبرو وروسته موږ هغه ته وویل چی ستاسی پیغام سمدستی استاد ربانی ته رسوو.  نو چی کله مو حرکت کاوه حکمتیار راته وویل چی اوس لار ډېره خطرناکه ده، صبر وکړی چی د بمباری او راکټو شدت څه کم سی.  خو موږ ورته وویل چی نه، موږ ځو، که یو ساعت هم ژر دغه جنگی حالت ددغه کوښښ په برکت ختم سی په ارزی او ځینی روان سوو.   داسی کیسی خو په خوله آسانه ښکاری مگر په عمل کی مشکلی دی.  هـمداراز، یوازی د جلال آباد په پلا چی هلته مو جهادی مشران د یو توافق لپاره راټول کړیوه د اصلاحی شوری سپین ږیرو چی دا وار سناتور صاحب هم راسره وو ٢٥ ورځی رهبرانو ته په عذر او د توافق په طمع تیری کړی او ٨٢ واره ما هلته د رهبرانو ترمنځ تگ او راتگ وکړ او راپور به می اصلاحی شوری ته وړاندی کاوه.  ترهرڅه یی دا زورغوښت چی کله به د یوه مشر ملیشو یوه وړه پوسته له مخالف لوری ونیول نو بیا به موږ ته پر ټولو کړو ژمنو پښیمانه سو؛ خو موږ به دا هرڅه د یو عالی هدف او ملی ناورین د ختمولو په منظور په حوصله تحملول. رشتیا هم دی سپین ږیرو ډیر زحمتونه یووړه. 


          ښه می یاد دی چی زموږ پردغه جرگی د اصلاحی شوری نوم سناتورصاحب پیشنهاد کړ . هغه استدلال کاوه چی زموږ اسلافو همداسی د خیر کارونه کړیدی لکه اوس چی موږ یی کوو؛ چی په هغه سلسله کی یی د خپل پلار مرحوم (چکنورملاصاحب) د اصلاحی هلوځلو ذکـر وکـړ.  د مجلس نورو دوستانو هم ددغه سلف صادق (چکنور ملاصاحب) په پیروی پر خپل دغه تاریخی اقدام د اصلاحی شوری نوم کښیښود.   ما د چکنور ملاصاحب په باره کی پخوا د وطن د نورو افتخاراتو په لړ کی لږ و ډیر اوریدلی وه خو چی د هغه مرحوم خلف صالح (سناتور صاحب) می د اصلاحی شوری په مجلسو او هلوځلو کی ولیدی نو رویت د روایت تصدیق وکړ.  سناتورصاحب هم د خپل پلار پشان چی کله یی هم هیواد والو ته د خدمت ضرورت وو ځان ندی سپمولی.  


     د اصلاحی شوری د هلـوځلـو یـوی وړی شـمی ته زما پورتـنۍ اشاره ددی لپاره وه چی زه تاسـو ته د سناتورصاحب سره او د هغه پواسطه د چکنورملاصاحب سره خپله رابطه وښـیم.   پدی ترتیب زه ځان ددی دوو محترمینو پوروړی بولم.  زه د مرحوم چکنورملاصاحب ددغه پور د اداء او په ثواب کی دداخلیدو لپاره دا څو کرښی توروم.


  یو بل سبب هم چی زه دغه لیکنی ته وهڅولـم هغه دا وو چی موږ اوس د چکنورملاصاحب غوندی کسانو او د هغه پر پله د یو مماثل کردار اداء ته اشد ضرورت لرو.  ما چی ددی لیکنی لپاره قلم راواخیست نو څو سؤالونه او دهغو جوابونه په ذهن کی راته پیدا سول چی دده یاد ولی اوس تازه کیـږی؟ دده خو اوس هډونه هم خاوری دی.  آیا دده پر خاوری سوی هډوکو اوس د تجارت کوم مجال پیدا سویدی؟ نــه.  د هرشی خپل دوران وی او دداډول تجارت دوران اوس تیر دی.  آیا د چکنورملاصاحب اولاده غواړی چی د هغه تاریخ ژوندی کړی؟  ممکن.  که دا کار دوی کوی نو آفرین پرداسی اولاد سه چی د خپلو مشرانو قدر کوی او ولس ته هم ورپام کوی چی ددغسی عظیمو هستیو قدردانی ددوی وظیفه ده چاچی ټول ژوند د خپل ولس په خدمت کی تیرکړی وو؛  ژوندی ولسونه همداسی کوی.  بل سؤال دا راته پیدا سو چی آیا موږ د چکنورملاصاحب په رایادولو سره د هغه افسوس اظهار کوو چی که مو دده غوندی ښه ملایان اوس درلودای نو کار به مو داسی ویجاړ نه وای؟ نــه، کافی ملایان سته بلکه د کمپیوتر او انتـرنت پدی عصر کی چی د مځکی تناونه هم ډیر لنډ دی یقینا به ترده ښه ملایان او عالمان لرو.  آیا موږ دده پشان ښه صوفیان اوس نلرو؟  نــه، کافی سته.  آیا اوس موږ زورور پیران نلرو او که وای نو زموږ دا غرقه بیـړۍ به یی د نجات ساحل ته په یوه چوف رسولی وای؟  نــه داسی نده، د پیرانو پیران زموږ سره دی.  آیا چکنورملاصاحب په چالاکی او د خولی په صفائی خلک په ځان پسی روان کړیوه او اوس موږ هغسی چالاکه خلک نلرو؟  نه. اوس موږ داسی کسان لرو چی د ویښی مور له غیـږی اولاد تښتولای او اوښ په بډه وهلای سی.   چی داسی ده نو بیا ولی دده یاد اوس تازه کوو؟  او هغه کومه خلا ده چی دده په یاد یی ډکول غواړو؟   آیا غواړو چی دداسی شخصیتونو د یاد په مجلس کی موږ هم یاد سو او خلک ووایی چی موږ هم یو څوک یو؟  آیا غواړو پدی پلمه یو څه گډی وډی ولیکو چی د اهل فضیلت د تذکری د ثبت د لیکوالانو په قطار کی شمار سو؟  نــه. دا یوه هم نده.  زه موضوع ته بل شانی گورم  او هغه داچی موږ په وطن کی اوس یوه لویه اجتماعی او سیاسی خلاء لرو چی د مرحوم چکنورملاصاحب د تعلیماتو او نقش قدم په تعقیـبولو تر ډیره حده ډکیدای سی.   دده له یاده به هدف همدا وی.


پـیـژنـدگلـوی:


    د مرحوم چکنورملاصاحب (رح) اصلی نوم ملا امیر محمد وو او تخلص یی فـقـیرچکـنور کاوه.  په قوم مومند او د ننگرهار د مومنددری د چکنور د کلی وو.  هغه په ١٢٦٠ هـ. ق (١٢٢٢ هـ ش) شاوخوا کی زیـږیدلی او په ١٣٥٠ ه ق (١٣١٠ شمسی) وفات سو.  په نارینه اولاد کی لس کلن ماشوم زوی ورڅخه پاته سو چی نوم یی غلام نبی پر ایښی وو چی تراوسه شکر ژوندی دی. مریدان او مخلصین ورته آغاجان، ځینی سناتورصاحب او ځینی سناتورصاحب آغاجان ورته وایی.


د علم حصول:


   چکنور ملاصاحب مرحوم مروجه دینی علوم څه پخپله سیمه او نور په هندوستان کی حاصل کړیوه . د خپل وخت ښه عالم وو. په پښتو، فارسی، اردو او عربی ژبو ښه پوهیدی.


د نـفـس تـزکـیه:


 د چکنورملاصاحب په وختکی پـیری او مریدی یو مسلطه اجتماعی پدیده او د وخت او شرایطو غوښتنه وه.  په هغه وختکی شاوخوا ډیرمشهور علماء او اهل طریقت وه لکه د تگاوملاحـمیدالله صاحب،  د شینوارو صوفی علم گل صاحب، د سرکاڼو میاصاحب، د بتخاک ملاعبدالشکورمجددی، د اسلامپور جان پاچا، د ترنگزو حاجی صاحب او داسی نور چی اکثـره یی د هغه وخت د مشهور عالم دین، مجا هد او مصلح ملا نجم الدین اندړ چی په هډی ملاصاحب (رح) مشهور وو خلیفه گان وه.  چکنور ملاصاحب مرحوم هم د شرعی علومو تر حاصلولو وروسته د طریقت په سلک کی د هډی ملاصاحب (رح) مرید او خلیفه سو. خو وروسته د څلوروسرو مشهورو طریقو(قادریه، نقشبندیه، چشتیه او سهروردیه) مأذون سو او پدغو ټـولو طریقو یی ارادتـمندانو ته ارشاد کاوه.


د علم و دعوت خـپرول او ټولنـیزه اصلاح کول:


     چکنور ملاصاحب هم عالم دین وو او هم صوفی. خو داسی صوفی نه وو چی په خانقا کی ناست وو او د ټولنیزو مفاسدو د مخنیوی او د اصلاح کار ته یی شا گرځولی وه.  هغه بیله شکه صوفی وو خو د طریقت تکمیل یی د شریعت په تطبیق کی کاته؛  هغه خلکو ته د خیر دعوت د پیغمبر علیه السلام میراث گاڼه چی علماؤ ته پاته دی.  هغه نوروته ښه رسول، مرور پخلا کول او ټولنه اصلاح کول د خپل رسالت جزء باله او پدی حدیث مبارک یی عقیده وه چی خیرالناس من ینفع الناس (ښه د خلکو هغه دی چی نورو ته یی خیر ورسید). د انسانی تهذیب سـټه همداده.


    هغه وخت چی په وطن کی د سقاوۍ هرج و مرج وو او یا په هغو سیمو کی چی مضبوط حکومت وجود نه درلود چکنور ملاصاحب به په پاخه تدبـیر او ټـینگه اراده دغو سیمو ته ځان رساوه او په ولسونو کی به یی د پخلاینی، اصلاح، امربالمعروف او نهی عن المنکر کار کاوه، اخلاقی مفاسد یی ورکول او ټولنه یی پر سمه لار رهنمائی کول. دی په حقیقت کی یو ډول حکومت وو. وائی چی مرحوم قیام الدین خادم یو وخت د ملاصاحب د نفوذ په سیمه کی غلو وشکاوه.  خادم صاحب ولسوالۍ ته د غور لپاره نه ولاړ بلکه چکنورملاصاحب ته په عرض ورغی.  ده هغه ځای د غور باله نه حکومت.  ملاصاحب پخپل وعظ او نصیحت د ظالم اومظلوم دواړو سره مرسته کول.  د مفاسدو مخنیوی او د محاسنو ترویج یی خپله دنده بلل. ده په لسگونو جوماتونه په مختلفو ځایونو کی جوړ او ملایان ورته مقرر کړل.  پدی ډول مرحوم ملاصاحب نه یوازی په هغو سیمو کی د حق د ارشاد او ټولنیز اصلاح کار کاوه بلکه د یوه نظم او افهام و تفهیم د ایجاد کار یی هم کاوه.  دغه سبب وو چی کله به ده یوخواته حرکت کاوه نو خلک به وختی لاخبر او د هغه درناوی ته راوتل، چابه یی د فیصلی څخه سر نسوای غړولای او چی کله به یی د غزا لپاره ږغ وکړ نو همدا ملایان او مشران به ولسونه ورته را حاضرول.


     چکنورملاصاحب د خپل علم، تقوی، دوراندیشی، دلاوری او سیاسی بصیرت په برکت په ځانگړی صورت ډیر وو.  ده په یوازی سر هغه څه کولای سوای چی د یو ولایت والی څه چی د وخت ځینی پاچهانو هم نسوای کولای. زما یاد دی چی په افغانستان کی یو وخت ددولت یو مشر د ښځو ولور ٣٠٠ افغانۍ اعلان کړ.  دا ښه کار وو خو خلکو د ددولت د رئیس دغه ښه کار بد وگاڼه او مقابله یی ورسره وکړه.  هغه د خپلو ټولو وسایلو په زور، د فوج په شمول، کومه کامیابی حاصله نکړایسوای. خو چکنورملاصاحب د گوړی د شربتو په یوه کاسه (گوړوبۍ) د نورو خویندی او لوڼی مړو ته ورودولی او نه یوازی خلکو عکس العمل نښود بلکه هغه یی متـبرک او نیک فال گاڼه.  هغه (ددولت رئیس) د توپ، ټانک، جنگی الوتکو او د خزانی په زور نسوای کولای خلک جنگ ته حاضر کړی بلکه له پخوانی حکومته ورته پاته عسکر هم ځینی وتښتیدل؛ دده په صف کی هرچا خپل ولاړه شرم او بی غیرتی او دده د حکومت په دفاع کی یی خپل مرگ مردار باله خو چکنور ملاصاحب ته به د جنگ د اعلان په اوریدو سره په زرو خلک پخپله خوښه، بیله جلب و احضاره خپله ډوډۍ او پیاز په شا حاضریدل او د ملاصاحب تر قوماندی لاندی یی مرگ فخر باله.  وائی د استقلال د غزا په پلا یو جالوان (گل غریب کاکا) ته دا وظیفه ورکول سویوه چی هغه به خلک او د غازیانو د اړتیا وړ شیان پر رود باسی او راپوری باسی.  یوه ورځ جالوان ته فکر پـیدا سو چی مبادا په غزا کی د جالوانۍ ثواب تر مسلح جنگ کم وی؛ څومره به ښه وای چی د جالوانۍ پرځای می د ملاصاحب تر قوماندی لاندی په مخامخ جنگ کی برخه درلودای.  نو ملاصاحب (رح) ته یی عرض وکړ چی اجازه راکړه چی زه جا لوانی پریـږدم او د جگړی اول صف ته ولاړ سم. دا کشـش ملاصاحب له کومه پیداکړی وو او هغه بل (ددولت رئیس) بیا ولی نه درلود او ټول ځینی ویزاره وه او تښـتـیدل؟   هغه څه قوت وو چی د محمد نادر شاه پاچا ورور،  صدراعظم محمد هاشم خان یی د خپلو لوړ پوړو ملگرو سره د چکنورفـقـیر کورته په سؤال ورووست چی د سقاوی د فـتـنی په ختمولو کی مرسته ورسره وکړی خو هغه پخپل کلی کی پر پوزی په استـغـنا ورته ناست وو.


خپله پاکه خاوره د دښمنانو له تسلطه خلاصول:


    که چکنورملاصاحب مرحوم یو عالم، صوفی او مصلح وو نو مردمیدان هم وو.  هغه په خانقاه کی ددی لپاره نه کښینستی چی ددین او وطن ددښمنانو د توپونو له غړومبی څخه غوږونه خوندی کړی.  هغه د اسلامی حریم او پاکي خاوري دفاع، د شریعت او تصوف د ساتنی او ولسی ښیرازۍ مهم راز گاڼه .  چی د ولس د اصلاح وخت به وو نو چکنور ملاصاحب به اصلاح کول او چی د جهاد وخت به سو نو بیا به یی په سر کی ولاړ وو او اول ډز به ده کاوه.   په ١٣١٢ هـ. ق (١٢٧٣ ه. ش ـ ١٨٩۴م) کی تر هغه وروسته چی امیرعبدالرحمن خان د انگریزانو سره په ١٨٩٣ میلادی کی د ډیورنډ تړون لاسلیک کړ، دهډی ملاصاحب (رح) پرنگیان په صوبه سرحد کی آرام ته پرینـښوول او خپل خلیفه گان یی هریخواته د انگریزانو په خلاف د ولسونو د یوموټی کیدو لپاره واستول.  په یوه خونړی جگړه کی چکنور ملاصاحب د هډی ملاصاحب (رح)  تر قوماندی لاندی د پرنگیانوسره دومره سخت وجنگید چی له هغو څخه یی د شبقدر مستحکمه چوڼۍ ونیوله.  په ١٣٢۴ هـ. ق (١٢٨۴ هـ.ش ـ ١٩٠٧م) کی یی د هډی ملاصاحب (رح) د یو بل خلیفه (د بتخاک حضرت صاحب ـ عبدالشکور مجددی) تر مشری لاندی د انگریزانو سره د عقرب ډاک په سیمه کی شانداره غزا وکړه.  لکه د علم حصول او د طریقت اصول چی یی له پخو استاذانو اخيستی وه هـمداسی چکنورملاصاحب د مسلح جهاد طریقی له خپلو مبارزو استاذانو (هډی ملاصاحب اوعبدالشکورمجددی) څخه زده کړی وی او په دی فن کی هم عملا استاذ سو.  ملاصاحب په ١٣٣٣ هـ ق (١٢٩۴ ه ش ـ ١٩١٥م) کی بیا د انگریزانو سره په عقرب ډاک کی وجنگید خو دا واری د جنگ مشری خپله دده په غاړه وه چی په نـتیجه کی یی پرنگیانو سخته ماته وخوړه.   د پاچا امان الله خان لخوا د افغانستان د استقلال تر اعلان وروسته چی کومه جگړه د انگریزانو سره افغانانو وکړه، په هغی کی د چکنور ملاصاحب مرحوم کردار ډیر اهم وو.  داستقلال په دغه معرکه کی چی په ١٢٩٨ ه ش (١٩١٩م) کی واقع سوه په ختيځ محاذ کي د ډکی، هزارناو، گردی، تورڅپـر او سپـینی څوکی او د شاوخوا جبهو د ولسی فوج مشر چکنور ملاصاحب وو.   هغه خپل کارونه د ملاعبدالرازق اندړ سره چی د امان الله خان لخوا د ټول سرحدی سیمو د جنگ ناظم اعلی وو په تفاهم سرته رسول او پدی ډول یی انگریزانو ته د جنگ یوه پراخه جبهه جوړه کړیوه.  د سپینی څوکی جبهه چی د خیبر له پاسه پرته وه په لواړگی او شینورارو کی د چکنورملاصاحب د مخلصینو او نورو غازیانو لخوا هم تقویه کیده.  پدی غزا کی د ملاصاحب مرحوم کردار ځکه ډیر مهم وو چی که د هغه پوهه، درایت او مقاومت نه وای او په هزارناو کی د انگریزی فوج سره دده د لښکر میـړنۍ مقابله نه وای نو یقینا به د افغان پوځ ماته چی د سپهسالارصالح محمدخان د کمزوری ارادی نتیجه وه د انگـریـزانـو په فـتح بدله سویوای.


    چکنورملاصاحب مرحوم په لږو خلکو ډیر کردار اداء کولای سوای.  ده د آنحضرت (ص) په پیروی اول خلک ذهـنا یو کار ته جوړول او بیا د کولو یی ورته ویل.  په کار کی چی عقیده او اخلاص وی، لږ خلک ډیر څه کولای سی.  عقیدی او اخلاص په ډیرو لږو او کموسه کسانو محیر العقوله کارونه کړیدی.  روایت دی چی د استقلال د غزا په وار د هزارناو په سیمه کی د پرنگی په مقابل کی د مورچو د کيندلو پروخت د ملاصاحب سره ډير لږ کسان وه.  گل امیر شینواری (د مشهور صوفی شاعر حـمزه شینواری خسر) چی دده مرید وو پوښتنه ځینی وکړه چی په دومره لږو کسانو به د پرنگی د لوی لښکر سره څنگه مقابله کوو؟  ملاصاحب مبارک په ډیر متانت، یقین او قوی روحیاتو ورته ومسل او ویویل: بـچیه غم مه کوه. په ډیرو او لږو نده، الله تعالی به ددی میدان ټولی ډبری کفارو ته غازیان کړی.   د ملاصاحب پر دغه مبارک آیت یقین وو چی ډیرځله یوی کوچنۍ باایمانه ډلي د بی ایمانو پر یوی لوئی ډلی بری موندلی دی خو په صبر او استقامت. بـیشکه الله پاک د صابرانو مل دی (کم من فـئه قلـیله غلبت فـئه کثیره بأذن الله. و الله مع الصـبرین).  همداسی وسوه؛  و سیمی ته د پرنگی د پوځ په رسیدو سره له هری خوا بـیشمیره غازیان راپـیدا سول.  پر پرنگی اول ډز هم ملاصاحب وکړ او دده له ډز سره غازیانو پر انگریزی لښکر داسی هجوم ورووړ چی هغوی یی ټول تارومار کړل.    


د چکنورملاصاحب د یاد ضرورت:


      مرحوم چکنورملاصاحب عالم ربانی، سالک صمدانی، مصلح مجتمع او مجاهد فی سبیل الله وو.  هغه په یو خاص قوم او سیمه اړه نه درلوده.  حضرت عبدالرحـمن بابا هم په قوم مومند وو خو وایی:


      زه عاشق یم سروکار می دی له عشقه               نه خلیـل، نه داؤدزی یم نه مومند


موږ ملاصاحب مرحوم هم نه د مومندو او نه د ننگرهاریانو یوازی بولو بلکه هغه زموږ د ټولو دی.   زموږ نومیالی زموږ د ولس په یوی معینی قومی پښی اړه نلری. البته د هغو افتخار دی خو زموږ ټولو ورسره شریک دی.  زموږ په گران هیواد کی ډیر لوی شخصیتونه تیرسویدی چی ټول په نازیـږو.  موږ د یوچا د قوم ذکر صرف د هغه د پـیژندنی په خاطر کوو.  ډیر داسی ملایان او پـیران موږ ته پردو رااستولی دی چی موږ یی ځای و نسب نه پـیژاند. پردو راته ویل چی دا مبارک په نسب فلانی او د فلانی ځای دی، موږ په پـټو سترگو باور په وکړ، پسی ولاړو، گمراه یی کړو او د مکی په امید او تلاښ یی ترکستان ته بوتلو. پدغه ځای کی موږ وایو چی مرحوم چکنور ملاصاحب د هغو مجهول الهویه ملایانو، پیرانو او مشرانو څخه نه وو چی چایی کوچنیوالی نه وو لیدلی، پلار و نیکه یی خلکو نه پیژندل او کور و طن یی نه وو معلوم.  که نه داسی لوی کسان په دومره وړو چوکاتو کی نه ځائیـږی.   لوی خلک خو ملتونه جوړوي او ځان په قوم و قبیله کی نه محصوروی.  هو، هغوی په یوازی سر امت وی (ان ابراهیم کان أمه).  مرحوم ملاصاحب که قوم ته عقیده درلودای نو بـیا به یی د هـډی ملاصاحب (ملا نـجم الدین اندړ) او حضرت عبدالشکور مجددی تر قوماندی لاندی خپل سر په مسلح جهاد کی په لاس کی نه اخیست.  که د قوم خبره وای نو هغه بیا د ترنگزوحاجی صاحب او حاجی ملا عبدالرازق اندړ سره د جهاد په لیکو کی نه تلی.  که د قوم خبره وای نو هغه به د ټولنی د اصلاح په کار کی له خپله قومه ها خواته پښه نه ایـښوولای. 


   اوس موږ تربل هروخت ډیر د چکنورملاصاحب غوندی کسانو ته اشد ضرورت لرو؛ داسی کسانو ته چی هویت یی راته معلوم وی خو ځان د ټول ولس وبولی.  موږ اوس داسی مؤمنو، عالمو، پوهو او متقی کسانو ته اړ یو لکه چکنور ملاصاحب چی د ژوند په مختلفو پـړاونو کی یی زموږ ولس ته د ایمانداری، پوهی او صادقانه خدمت امتحان ورکړیوی.  اوس چی په وطن کی یو مسلط حکومت نسته د همداسی مصلحینو لکه چکنور ملاصاحب ضررت دی چی کلی په کلی وگرځی او د ولسونو گوډی او ماتی ورسمی کړی.  خو تردغه لومړی اوس چی پر گران هیواد بـیا د پردو تسلط دی د مرحوم چکنورملاصاحب (رح)غوندی مؤمن او د لوړ شخصیت کسانو ته اشد ضرورت دی چی راوړاندی سی، موجوده لویه اجتماعی خلاء ډکه کړی او په خپل سیاسی بصیرت دا ماته کښتی د نجات ساحل ته ورسوی.  د چکنورملاصاحب له یاد څخه زما موخه او هدف همدا دی.  د ملاصاحب مرحوم روح او اخلاف صالح ته یی په دعاء یم. 


 درناوی.  دکـتور فاروق اعظم.  لـنـدن  ـ ٨ مئ  ٢٠٠٦