کور / راپور / ډېرئ افغانان د هیواد راتلونکې ته خوشبینه دي

ډېرئ افغانان د هیواد راتلونکې ته خوشبینه دي

د ایشیا فونډیشن سروې


ایشیا فونډېشن ادارې نوې سروې ښيي چې د هیواد وضعې ته د خلکو خوشبینې لاهم  په زور کې ده، او ۴۲ فیصده خلک په دې نظر دي، چې په هیواد کې چارې په سم لوري روانې دي، له بل لوري په همدې سروې  کې ښودل شوي دي، چې ۲۴ فیصده خلک د هیواد روان بهیر ناسم بولي او ۲۵ نور یې بیا ګډ نظر لري. 


ددې ادارې چارواکي وایي، چې ( افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې) تر نوم لاندې دغه سروې په ټولو ولایتونو کې شوې ده او د پوښتنلیکونو له لارې یې د افغانستان د راتلونکې، امنیت، اقتصاد، پوهنې او نورو مسایلو په اړه خلک پوښتلي دي.


د سروې له مخې اکثره خلک بیارغونه د هیواد سم لوري ته د خوځښت یو له لویو عواملو نه بولي او هغه کسان چې فکر کوي، هیواد په ناسم لوري روان دی، مهم عوامل یې، کمزوری اقتصاد او  ناسالمه اداره بولي. 
که څه هم د سروې عمومي پایله ښيي چې اکثره افغانان د هیواد راتلونکې ته خوشبین دي، خو د ایشیا فونډیشن  چارواکي وايي،   په ولایتونو کې امنیت او بیارغونې ته په کتو سره د خوشبینۍ دغه کچه توپیر لري.


د ایشیا فونډیشن د پروګرام مشر نجیب الله امین په دې اړه وايي: که سروې په ژوره توګه مطالعه شي، نو یو مرکب انځور وړاندې کوي، د مثال په توګه، د یوې پوښتنې ځواب ښايي د هیواد په شمال کې، چیرته چې پرمختګ روان دی، یو شی وي او په سویل کې چې جګړه پکې روانه ده، بل شی وي.


دسروې له مخې اتیا فیصده خلک دا احساسوي چې دولت ښه کارونه تر سره کړي دي، د دغو ښو کارونو نه اکثره خلک د زده کړې او روغتیا په برخه کې د دولت خدمات یادوي په داسې حال کې چې دوی اداري فساد د دولت له لویو نیمګړیتاوو نه بولي.


دا په داسې حال کې ده، چې تیره میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا په یوې سروې کې ویل شوي وو، چې افغانستان له ۲۰۰۲ کال نه وروسته  خپل تر ټولو خونړی کال تیروي.