کور / تازه خبرونه / افغان ځوانانو عمان ته هم ماته وركړه

افغان ځوانانو عمان ته هم ماته وركړه


د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركيټ لوبډلي په بوتان پسې عمان ته هم ماته وركړه.
افغان زلميان په كويټ كي د لسو هيوادونو ترمنځ د كركيټ په سياليو كي ګډون لري، چي وړمه ورځ يې بوتان څخه خپله لومړۍ لوبه ګټلې وه.
په پرونۍ لوبه كي عمان لومړى بيټنګ وكئ چي افغانستان ته يې ۱۹۰ منډي هدف وټاكئ، خو افغانستان په ۴۳ آور كي د دوو لوبغاړو په سوځېدو ټاكلى هدف پوره كړ او په اتو ويكيټونو يې عمان ته ماته وركړه.

لر او بر ويبپاڼه افغان زلميانو ته مباركي وايي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه د يووالي او دغسي نورو برياوو غوښتنه كوي.