کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کرزي لومړنی ملي ګوزار د ملاتړ وړ دئ

د کرزي لومړنی ملي ګوزار د ملاتړ وړ دئ

د بن کنفرانس روسته چې په کې د افغانستان د چارو واکمني کرزي ته وسپارل شوه ، دا لومړئ ځل دئ چې کرزئ د خپلې واکمنۍ په دې اوو کالو کې یو ملي ګام پورته کوي . د غوايي په ۴ مه ، رسنیو ته د ولسمشر د ویاند مرستیال ښاغلي حامد علمي په ډاګه کړه چې سږ به د غوايي اتمه نه لمانځل کیږي او لګت به يي په شیرزادو ولسوالۍ کې زلزلې ځپلو او په بدخشان کې چاپېریال او باران ځپلو ته ورکول کیږي .


د مشرانو جرګه هم په لومړي ځل ډکه خوري ، له خپل اوږده خوبه ناڅاپي ویښیږي او دا پریکړه د وخت له ځنډه پرته تاییدوي .
خو ولسي جرګه چې باید د ولسي ښېګڼو او ملي ګټو د پالنې او ساتنې ځای وي ، د چلوټو او ملي ضد ګټو په ګرداو کې ډوبه ده او د هیڅ ډول ملي غبرګون هیله ترې نه شي کېدلئ .
د حفیظ منصور په نوم چې د رباني جمعیت ډلې پورې تړاو لري ، د خپل تنظیم په استازیتوب ، ددې پریکړې بد وايي او د علمي بلخي په نوم د اسلامي حرکت د ډلې استازئ د یوې بلې ملي ضد څېرې پتوګه بیا د جهاد په ټېکدارۍ ، دا پریکړه غندي .
خو پوښتنه دا ده ، د غوايي اتمه چې یو څه وخت د رباني د واکمنۍ په مهال او د بن کنفرانس روسته بیا د کرزي د واکمنۍ پر مهال هر کال لمانځل کېده ، ریښتیا په لمانځنه ارزي ؟
ریښتیا په دې ورځ ټول افغانان خوشحاله وي ؟ دا ورځ د ټولو افغانانو د جشن ورځ ده ؟
ایا ددې ورځې په پیل کېدو سره افغانان د سوکاله ژوند خاوندان او افغانستان د ابادۍ ، پرمختګ او سرلوړۍ په لور ګام پورته کړ ؟
یا په ټولیزه توګه د غوايي له اتمې روسته ، ایا افغانانو د ښې ورځ لېدلئ ؟
دا او په سلګونو نورې پوښتنې د دې تورې ، کرغېړنې او بدشګونې ورځ په اړوند ، د هر افغان په زړه کې ګرځي !


د غوايي په اتمه ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار شنډه شوه . ټولې هڅې او کوښښونه چې هغه مهال د سوله خوا ځواکونو او ملګرو ملتونو لخوا له ناورین څخه د افغانستان د ژغورون په موخه په پام کې وې ، په دې ورځ له خاورو سره خاورې شوې .
په دې ورځ د شمال ټلواله چې په شمال کې د څو غلو ، داړه مارو ، ډاکوانو او لوټمارو ډلو یوه ټولګه ده ، د هېواد او افغان ملت پر برخلیک واکمن شول . دوی چې د روسيي ، ایران او لویدیځ له پراخ ملاتړ څخه برخمن وو ، په درواغو او چلوټې سره د جهاد تر پوړنې لاندې پر کابل لکه ملخان راپریوتل . د جهاد نورې ډلې چې په پاکستان کې د تیارسۍ په حال کې ساتل شوې وې د کابل د نېولو په لور رامارش شوې !
دوی بېله دې چې د شمال ټلوالې پر نیتونو او تګلارو ځان خبر کړې ، د سیاسي برمته ډلو پتوګه د شمال ټلوالې لخوا د نېول شوي کابل په واک کې سره راولړل شوې .


اصلي واک د شمال ټلوالې سره و ، خو د مجاهدینو نورو ډلو ورته ددې واک د ساتلو پېره او ګزمه کوله .
د غوايي د اتمې جشن د شمال ټلوالې جشن و ، خو نورو مجاهدینو بیا په پردې جشن کې اتڼ کاوه او څنې غورځولې !
واک د نظار شورا او جمعیت ، مسعود او رباني سره و ؛ خو سیاف ، مجددي ، قدیر ، سیداحمد ګیلاني او نورو ورته هسې پر بریتونو او ږیرو لاسونه وهل .
د جهاد په استازیتوب د شمال ټلوالې لاپې او باټې وهلې او اوس يي هم وهي ، خو د مجاهدینو نورو ډلو ورته په بېوسې او خړو سترګو کتل او اوس هم ورته ګوري .
د جهاد په پېر کې تورې په اصطالح لالا وهلې او مړۍ عبدالله . په دې ډول جهاد کې بیخ د پښتنو وویستل شو ، خو ګټه يي د شمال ټلوالې ، رباني او مسعود ته ورسېده .
میم زرما ټوله زما ، د جهاد هر څه توښه ، زیرمه ، واک د دویمو سقاویانو په لاس ورغئ ، خو پښتانه پکې د خپلو مجاهدینو د بې غورۍ ، ناپوهۍ او د ملي موخو څخه د بې خبرۍ په وجه ، وچې شونډې او له هر څه بې برخې پاتې شول .
په دې توګه ویلئ شو ، چې دا جهاد ، جهاد نه و ؛ یو جوړ فساد و . د پښتنو څخه د واک اخیستلو لپاره یوه سیاسي لوبه او دام و !
خو که ددغه ناورین بل مخ راواړوو ، د غوايي په اتمه د افغان ملت بیخ ووت .


د غوايي په همدې اتمه ، د افغانانو پلازمېنه کابل لوټې لوټې شو . د افغانانو د واک ، برم او سرلوړۍ ځای په کنډوالو بدل شو .
ملي پوځ له اتمې روسته تس نس شو . د ملي اداري او دولت په نوم هر څه دړې وړې شول .
د غلو او لوټمارانو دې شنې غدۍ زمونږ د خلکو عزتونه او ناموسونه تر پښو لاندې کړل . کوڅه په کوڅه د افغانانو دوینو لښتي او ویالي وبهېدلې او د دوښمن زړه د افغانانو په ټولوژنه ښه یخ کړل شو . د دولت او وګړو شتمنۍ يي لوټ کړې . د هېواد تاريخي اثار ، موزيمونه ، ارشيف او نور يي غلا کړل . ښوونځي او پوهنتونونه يي وتړل ، د رڼا ډېوې يی پو کړې ، د تورتم وزرې يي په ټول ملک کې خپرې کړې او د وطن لوڼه يی په کورو کې کلابند کړې .
او بیا يي هر کال خپل کړي وحشتونه او جنایتونه ، افغانانو او نړیوالو ته د نندارې پتوګه په همدغه ورځ ښوول .
کرزي باید ددغو درواغجنو مجاهدینو د وحشتونو د نندارې ورځ ، د غوايي اتمه لا ډېره پخوا اوه کاله دمخه تړلئ او رخصت کړئ وئ .
که کرزي د خپلې واکمنۍ په پېر کې دغسې ملي ګامونه اوچت کړئ وئ ، هیڅکله به د کرزي د واکمنۍ او افغان ملت تر منځ دغه موجوده واټن نه وئ رامنځ ته شوئ !
داچې د ټولټاکنو لپاره لنډ وخت پاتې دئ او کرزي د هغې پر وړاندې دغسې یو ملۍ اقدام وکړ ، که لامل يي هر څه وي ، د ملاتړ او ستاینې وړ دئ .
ښه به دا وي چې له ټولټاکنو له مخه ، کرزئ ځيني نور دغسې ملي ګامونه پورته کړي او د خپلې واکمنۍ په روستو کې ځانته یو څه د وړو پوزه کیږدي .
په دې ملي اقداماتو کې دا هم راتلئ شي چې یو څو جګړه مار ، جنګي مجرمین ، د نیشه يي توکو قاچاقبر او ملي خاینین په حضوري چمن کې پاڼسي کړي .
د شیرچور د جنتي ماڼيو چورواکان ، دا د غلا او لوټ واکمنان ، د دوبۍ د مرمرینو ودانیو سوداګر او خاوندان د قانون منګلوته راکش کړې او د ولس پر وړاندې يي رسوا او په سزا ورسوي .
نور درواغجن او د ملت پر وینو ککړ جشنونه ، زموږ په ټولنه کې ځای نه لري او سږکال به افغانان د غوايي د اتمې د جشن پر نابودۍ جشن نیسي .

تبصره نسته

  1. Grana Dr Sahib,Sallamona may womanay.

    Pas La Sallama Gran Dr.Sahib Murad Zai taso da Ghazee Sahib Amanullah Khan pa hakla sa wayast? . Pa Drankhat

    KAKAR

  2. Dear Doctor Saib
    I hope you will be fine. In my view Karzai is not a bad person. But if you remember USA ambassader Khalilzad had tried his best to paralyze Hamid Karzai. Khalilzad had sorrounded Karzai with his agents. Karzai has slowly sidelined those people. In addition Khalilzad was busy in degrading Karzai in US state department. Now Karzai has learnt a lot and I hope he will serve the homeland well in future.But he needs our moral support.