د حرکت انقلاب اسلامي لخوا هم کانديد وړاندي شو

د لراوبر اداره | اپریل 24th, 2009


مولوي محمدسعيد هاشمي دحرکت انقلاب اسلامي لخوا جمهوري رياست ته کانديد شو


 


مولوي محمد سعيد هاشميپه کابل کې دلمړي ځل لپاره داکوړه خټک له ديني مدرسې څخه فارغ ديني عالم اودحرکت انقلابي اسلامي ګونديوې جهادي ګوند غړي ځان دجمهوري رياست ټاکنوته کانديد کړ .


 


دغه ديني عالم اوجهادي شخصيت د پکتيکاولايت  د خيرکوټ  ولسوالۍ د بلوخېلو دکلي  ٥٧کلن ا وسېدونکى  مولوي محمد سعيد هاشمي دی . 


 


نوموړي نن په کابل کې دارياناکابل په هوټل کې په اسې حال کې چې دلسو زرونه زياتو کسانو په کې ګډون کړي وو دخپلې تګلارې داعلان پرمهال وويل چې که کامياب شي نو دشريعت له قوانينو سره به اسلامي  نظام جوړوي .


جمهوري رياست څوکۍ ته کانديد هاشمي د روسانوپه وړاندې د سپيڅلي جهاد پرمهال د حرکت انقلاب اسلامي  د جهادي ګوند د دپخواني امير مرحوم مولوي محمد نبي محمدي ځانګړي  سلاکار  پاتې شوی دی .


 

Copyright Larawbar 2007-2024