کور / تازه خبرونه / د پوهني وزير پلار د غلو له منګولو وژغورل سو

د پوهني وزير پلار د غلو له منګولو وژغورل سو

دپوهنې دوزير ډاکټر فاروق وردګ پلار په غزني کې دغلو ديوې ډلې څخه راخوشي شو

د ډاکټرفاروق وردګ د تره زوى انجنير فضل ربي ورد ګ وايې چې تره يې (حاجي خواجه امير )د امنيتې ځواکونو او قومي مشرانو دګډو هڅو په ترڅ کې پرته له کومې معاملې دغلو ديوې ډلې دمنګلو څخه خوشي شو.

فضل الربي وردګ دډاکټر وردګ د کورنۍ په استازيتوب رسنيوسره په مرکه کي وويل چې دوي له لمړي سر کې دولسمشر حامدکرزي په ځای اقدام اوامنيتي ځواکونوڅخه هم مننه کوي چې دولسمشر دحکم سره سم يي پرځاي اقدام وکړ اوهم دقومي مشرانودهمکارۍ څخه هم مننه کوي چې ددوی سره يې شپه او ورځ په دې برخه کې همکارۍ  وکړي .

نوموړي دغه راز وردګو ولايت دهغه مشرانو اوکليوالو خلکو څخه هم دبخښنې په ترڅ کې غوښتنه  وکړه چې په دې تيرو څو ورځوکې دهغه عملياتو په ترڅ کې چې په همدې  موخه پيل شوي وو که څوک په تکليف شوي وي ددوی عذر ومني اوعفوه ورته ورکړي .

هغه وويل چې حاجي صاحب دسيداباد ولسوالۍ داونخي له سيمې څخه څلور ورځې وړاندې دغلو يوې ډلې تښتولى وواوبيا يي دغزني ولايت اړوندې سيمې ته انتقال کړي وو چې دامنيتي ځواکونودګډې همکارۍ اودقومي مشرانو په همکارۍ خوشي شو .

د غزني دپوليسو مشر خيال باز شېرزى هم منلې  چې دپوهنې دوزير ډاکټروردګ پلار نن سهار شاوخوا ٩:٣٠ بجې د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ پر عمومي سړک د ولايت چارواکيو ته سپارل شوى دى .

دطالبانووياند ذبيح الله مجاهدهم دغه تښتونه دغلو کار بللى او ويلي يې دي چې دپوهنې دوزير پلار ددوی کسانو  نه دی تښتولى .