کور / تازه خبرونه / كابل او كندهار كي چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده

كابل او كندهار كي چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده


د كابل په ولايت كي نن سهار د ماين په يوه چاودنه كي پوليس وژل سوى او همدا راز په كندهار كي چاودني درې ولسي كسان وژلي دي.
د كورنيو چارو وزارت وايي د كابل په جنوب كي يوه كس په صندوق كي چاودونكي مواد اخيستي وو، چي د پوليسو له خوا درول سوى، بكس يې پرې ايښئ او  دى تښتېدلې دئ.
د نوموړي په وينا وروسته بكس چاودلى دئ چي له كبله يې يو پوليس ژوند له لاسه وركړ او په دې اړه د دوى څېړني رواني دي.
بلي خواته د كندهار په ولايت كي د هوايي ډګر پر سړك ماين چاودلى چي د لومړنيو خبرونو له مخي درو كسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د كندهار امنيتي چارواكي وايي ماين تر يوه پله لاندي ځآى پر ځاى سوى وو، چي يو ملكي كس يې وژلى او دوه نور يې ټبيان كړي دي.
همدا راز د كندهار چارواكي په همدې سيمه كي د يوه بل ماين د كشفېدو خبر وركوي او وايي د بهرنيو ځواكونو په مرسته يې له منځه وړى دئ.