کور / هراړخیز / د اړیکو نیولو بنسټونه او فن (۱برخه)

د اړیکو نیولو بنسټونه او فن (۱برخه)

د لوی او بښونکي خدای په نامه


غږېدل، وړاندېینه، وراشه (خبرې اترې)، ویندویي


دغه کتاب د تمرین یو کتاب دی چې پکې د (ب) له څپرکي څخه تر (ج) پورې هغه لارښوونې او مرستې رانغښتل شوې دي چې په ډول-ډول حالانو کې د اړیکو نیولو لپاره کارول کېدای شي . څوک چې په سیستماتیک ډول د اړیکو سکالو تر ویینې (بحث) لاندې نیسي، باید د (الف) څپرکی ولولي . په دې څپرکي کې د اړیکو د تیورۍ اساسات راټول شوي دي . د دې بنسټونو په مټ به ټول راتلونکي مهارتونه نور هم څرګند شي . په دې مانا چې چې د دوی په لوست سره به تاسې نه یوازې پوه شئ چې د یوې برۍ اړیکې لپاره باید څه وکړئ، بلکې همدارانګه چې ولې ځینې چلندونه اړین دي .


په راتلونکیو پینځو څپرکیو کې به پر لاندې سکالووې خبرې وشي :


● اړیکي څه مانا لري،
● اړیکې څنګه د یوه لېږند او یوه اخېستونکي تر منځ پیلېږي،
● سربېره په ډېرو او ښو هڅو ولې په یوه اړیکه کې خنډونه منځته راتلای شي،
● یو خبر یا پیغام بې له مالوماتو څخه نور اړخونه هم لري،
● او کوم ژبیز آړونه باید پوره شي چې د پوهاوي وړ اړیکې ونیول شي .


اړیکي نیول یا کومیونېکېشن د غږېدلو او اورېدلو په پرتله خورا پراخه مانا لري


کومیونېکېشن له لاتین ویي ( communis) څخه اخېستل شوی چې د “یوځای” یا “په ټولو سره” مانا ترې اخېستل کېږي . د همدغه ویي نومیز پېر یا اسمي حالت ( communicatio) پیغام او کړ یې ( communicare) پیغام ورکول مانا لري .


په ورځنیو خبرو اترو کې د اړیکو یا کومیونېکېشن تر نامه لاندې ډېر شیان تصور کولای شي . ډېر خلک یې د ژبې یا خبرو سره په تړاو کې راولي، ځینې یې په تخنیکې برخه کې لکه د تېلفون یا تېلې کومیونېکېشن په مانا اخلي . همدارنګه رسنۍ، تېلوېزېون، رادیو او انټرنېټ هم په همدې ټولۍ کې رتللای .


په دې کتاب کې د وګړو تر منځ اړیکې تر بحث لاندې نیول کېږي چې ټولنیزې اړیکې هم بلل کېږي . ټولنیزې اړیکې (مخامخ اړیکې) د اړیکو ټول ډولونه په خپله لمن کې رانغاړي چې د یوې ټولنې وګړي یې له یوه بل سره په ځانخبري یا ناخبري توګه نیسي . که څه هم چې په دغه ډول اړیکو کې ژبه لمړی ځای نیسي، خو اړیکې په لیکلې، انځوریزه او سېګنال یا اشارو، ان د وجود د غړو په مټ هم نیول کېږي .



وییز او ناوییزې اړیکې


 موږ تل له یو بل سره وییزه او ناوییزه اړیکي نیسو، ان که چوپتیا هم غوره کړو او غلي پاتې شو . دغه اړیکې کېدای شي چې د بدن د غړو په مټ په ناځانخبري ډول هم ونیول شي، خو د مخامخ لوري څخه اخېستل او مانا کېږي . کتل، پېښې، د لاسو خوځول، چلند او وضع، د خبرو کولو ډول، کالي او ان چاپېریال د ناوییزو اړیکو په ټولي کې راځي .


ناوییز سیګنالونه کولای شي چې د لېږونکي په اړه د سیګنالونو اخېستونکي ته هغه مالومات هم ورکړي چې د ده له ویل شوي پیغام څخه پوره توپیر ولري .


دیوه کس بې توپیره او بې پروا درېدل، پر ځان مطمئن او زړور درېدل، په کبر او لویۍ سره د مخ اړول، یا هم د نه لېوالیتا او مینې ښوونه، ټولې هغه اشارې یا سېګنالونه دي چې د مخامخ لوري څخه اخېستل کېږي . خو سربېره پر دې، دا پوښتنه هم راولاړېږي چې مخامخ لوری دغه سېګنالونه څنګه ارزوي او څنګه یې شننه کوي . لکه وییزه اړیکې، کېدای شي چې د ناوییزو اړیکو په پوهاوي کې هم ستونزې رامنځته شي .


نو ځکه اړیکې د یوازې ویل شوې کلیمې په پرتله ډېر شیان په لمن کې رانغاړي . د اړیکو په پروسه کې هر شې چې په ځانخبري یا ناځانخبري ډول پېښ شي، کېدای شي چې د مخامخ لوري یا اخیستونکي لپاره یو پیغام او یوه مانا ولري . د پاوول وتڅلوېک په وینا، سړی نه شي کولای شي چې “په هېڅ شي” اړیکې ونیسي، بلکې اړیکې هرو مرو په یوه شي سره نیول کېږي . په دې مانا که چېرې موږ په یوه اکر کې غلي پاتې شو، مخ واړوو، او یا هم له هغه ځایه ولاړ شو، د مخامخ لوري لپاره خوامخوا یو پیغام لري .


مثال : د یوې غونډې لپاره په یوه خونه کې ډېر خلک راټولېږي . سپین ګل بې له دې چې چاته سلام علیکم ووایي، د ننه راځي، په خپل ځای کښېني او په خپلو پاڼو کې لاس وهي .


ان په دې چلند سره سپین له نورو خلکو سره اړیکې ونیوې . بې له دې چې خبرې وکړي، نورو ته یې دا پیغام ورساوه چې دی د خبرو لېواله نه دی یا دا چې دی په خپل چورت کې له کومې ستونزې سره مشغوله دی یا هم له کوشنیوالي یې همداسې عادت اخېستی دی .


د اړیکو د بریا فکتورونه


ټولنیزې اړیکې زموږ د ژوند جوړولو لپاره اړینې او خورا لویه مانا لري، ځکه چې د ژوند ډېره برخه مو له نورو خلکو سره په اړیکو کې تېرېږي . په ورځني شخصي او رسمي ژوند کې له ډېرو داسې حالاتو سره مخ کېږو چې اړیکې ونیسو . څېړنو ښوولې ده چې د یوه مشر یا رییس په پوړ شخص هر ورځ تر 500 وارو څخه ډېر له خپلو همکارانو، کارکوونکیو او نورو کسانو سره اړیکې نیسي .


ښې اړیکې د وګړو تر منځ د سم پوهاوي یو آړ (شرط) دی . دغه اړیکې کېدای شي چې له ګاونډي سره او یا د کار موندنې او یا هم په دنده کې د پرمختګ په موخه وي . او دغه آړونه باید د یوه مسلکي، رسمي او ان خپل منځي او شخصي اړیکو لپاره په مناسبه توګه پوره شي . یوازې د وړ او مناسبو اړیکو په مټ کولای شو چې خپله دنده سرته او خپلو موخو ته ځان ورسوو .


د اړیکو نیولو وړتیا د هر انسان په ژوند کې د ده مسلکي او شخصي بریا ټاکي . ان هغه وګړي چې ټولنیز ژوند ته اهمیت نه ورکوي او غواړي چې یوازې وي، هم بې له اړیکو نه شي پاتې کېدای . په مسلک کې یوازې ځانګیزې زده کړې اړینې نه دي، بلکې هغه ټولنیزې وړتیاوې هم چې د اړیکو


نیولو لپاره اړینې دي .


نور بیا . . .