کور / تازه خبرونه / استرالياد ټېنيس (ديفيس کپ ټېم) د هند سياليو ته نه استوي

استرالياد ټېنيس (ديفيس کپ ټېم) د هند سياليو ته نه استوي

د سيډني څخه د فرانس پريس اژانس د خبر له مخي؛ د استراليا د ټېنيس (ديفيس کپ ټېم) په پلان کښي لرل چي راتلونکې مياشت (می ۸ – ۱۰) په هند کښي د اسيايي ديفيس کپ په کېدونکي سيالۍ کښي برخه واخلي، خو په هند کښي د روانو انتخاباتو او په سيمه کښي د امنيت د احتمالي ستونزي له امله يې هلته د نه ورتګ اعلان کړئ دئ .


د ټېنيس نړيواله کمېټه  (ITF) په وينا د سيالۍ موقيعت او هيواد تبديلول ممکن نه دي او د ټېنيس راتلونکي سيالۍ کېدلائ سي چي د سيالۍ لوبغاړو ته د کوم زيان اوښتولو څخه ماسېوا د امنيت په يو خوندي فضاء کښي ترسره سي .


خو د استراليا د تېنيس ټېم مشر وايي چي د ټېنيس لوبه او د اسيايي ديفيس کپ سيالۍموږ ته مهمي دي خو په ژوندانه کښي ځيني نور مسايل هم سته چي هغه تر دې لا مهم دي او د ټېنيس له نړيوالي کمېټې څخه غواړي چي دا سيالۍ راتلونکي کال ته وځنډوي .


که استراليا په هند کښي د اسيايي ديفيس کپ په کېدونکي سيالۍ کښي برخه نه واخلي نود ۲۰۱۰ کال په سياليو کښي به يې ګډون وځنډول سي او ددې ترڅنګ به د يو لک امريکايي ډالرو جريمه هم ورکوي .


د سيمي امينت تر هغه وروسته تر پوښتني لاندي راځي کله چي تېره مياشت د پاکستان په لاهور ښار کښي د سريلانکا د کرکټ ټېم بس موټر تر حملې لاندي ونيول سو او د هندد ممبي ښار په تاج محل نومي هوټل کښي د درو ورځنيو نښتو له امله ۱۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ .