" /> " /> " /> " /> د کندهار ولايت پر مقام د نني بريدونو وروستی حال  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د کندهار ولايت پر مقام د نني بريدونو وروستی حال  video

د کندهار ولايت پر مقام د نني بريدونو وروستی حال  video

د طالبانو د الاماره خبرپاڼي له مخي دکندهارولايت پر مقام (منډيکګ ماڼۍ) باندي د نني دريوپرله پسي بريدونوپه ترڅ کښي ددووتنوخارجي اتباعوپه شمول د څوارلس تنو نورو د مرګژوبلي ادعا سوې ده .

د خبرپاني له مخي دا بريدونه چي نن د شنبې په ورځ غرمه پر ۱۲ بجې شاوخوا د دريو تنو هريو (ملاعبدالبصير،ملامحمدنبي اوادريس چي ددې ولايت اوسيدونکي ښودل سوي) د کندهارولايت پر مقام يو په بل پسي بریدونه ترسره کړل ،د خبرپاڼي له مخي لومړی تن د ولايت مقام د ودانۍپه مخ کښي پرهغه کانټينرچي ګڼ شمیرپوليس پکښې راټول وه؛ بريدوکړاودوهم تن يي دوالي دکوټۍددروازې مخې ته اودريم يي داوسني والي ( ويسا) په دفترکښي بريد ترسره کړئ چي درې واړه دچاوديدونکوتوکوډک واسکټونه اغوستي وه په سپکووسلواولاسي بمونوهم سمبال وه چي هريوه يي په خپل وارسره لومړی پرمقابل طرف دوسلو ډزي کړي اوبيايي د خپلو ځانونو په واسطه درندې چاودني ترسره کړي دي چي په ترڅ کښي يې د خبرپاڼي له مخي د ۲تنوخارجي اتباعوپه شمول د۱۴ تنو داخلي عسکرو،دولتي مامورينواو ۱۷ تنو نورو ته سخته مرګژوبله اړولې .

په دې درندوچاودنوکښي د کندهار ولايت مقام ( منډيګک ماڼۍ) دامنيتي پوليسو سرقوماندان د وژلو ادعا هم سوې ده اونوموړي ودانۍ چې په دې وروستيو کښي عصري رغول سوې وه، نني بريدونو بيا زيامنه کړې ده .

عکسونه : همايون شعيب  ---- د کندهار ولايت پر مقام د نني بريدونو وروستی حال

عکسونه : همايون شعيب  ---- د کندهار ولايت پر مقام د نني بريدونو وروستی حال

عکسونه : همايون شعيب 

دکندهار والي اويوشميرلوړرتبه ديپلوماتان دبريدونواصلي هدف ښودل سوي خو د كندهار د ولايتي شورا د رئيس احمدولي كرزي په وينا کندهار والي ته کوم زيان نه دئ رسېدلئ ، دکرزي په وينالومړی ځانمرګي د ولايت د مقام په نظام قراول كښي ځان چاودلئ، چي دوه نور ملګري يې هدف ته له رسېدو وړاندي د پوليسو له خوا ويشتل سوي ، نوموړي د مړو د دقيق شمېر په اړه څه ونه ويل خو دکندهار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله قاطع په يوې خبري ناسته کښي د۵ تنوپوليسو د وژلو او۸ تنو ملکي خلګو د ژوبل کېدو يادونه وکړل .

د كندهاروالي پوهنوال ډاكټرتوريالي وېسا له خولې رسنيو ته په خبروكښي دا بريد سخت غندل سوئ اود قربانيانوله كورنيوسره يي د والي له خولې خواخوږي ښودل سوې ده .

 ديادوني وړده چي ۲۵ ورځي تر مخه (د اپرېل پر اوله نېټه) هم دپنځوتنوطالبانو په واسطه د کندهارولايت پر مقام ورته خونړي بريدونه ترسره سول چي له کبله يي ددوو تنورئیسانوپه شمول ۲۵ تنودولتي مامورينو هم پکښي مرګژوبله واوښتل .