کور / تازه خبرونه / افغانستان اماراتو ته په څلور ويكټه ماته وركړه

افغانستان اماراتو ته په څلور ويكټه ماته وركړه


د كويټ د كركيټ په سياليو كي چي د لسو آسيايي هيوادونوترمنځ رواني دي، افغانستان نن له اماراتو څخه خپله دريمه لوبه هم وګټله.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلي تر دې دمخه له بوتان او عمان څخه لوبي ګټلي وې، چي نن يې اماراتو ته هم ماته وركړه.
د نن په لوبه كي لومړۍ اماراتو بيټينګ وكړ، چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۴۸ آوره كي ۱۸۹ منډي جوړي كړې، چي افغانستان په ۴۹ آور كي د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاكلى هدف پوره كړ.