کور / تازه خبرونه / د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د کابل ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۲۶ نیټه.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې دا څرګندونې راغستې چې ویلې دوې اوس له هغه چا سره جنګیږي چې کلونه وړاندې يې پرې پانګونه کړې وه.


ورځپاڼې د میرمن کلنټن په حواله وړاندې لیکلي دي چې په افغانستان کې د بنسټپالنې پراختیا ته پخپله امریکا لمن ووهله او له پخواني شوروي اتحاد سره يې د جنګ لپاره جنګیالي راټول کړل.


ورځپاڼې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې پیل د افغانانو په سیاسي ژوند کې یو نوې باب بللې دې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو تبصره کړې او شتو امنیتي ګواښونو ته په اشارې لیکلي دي چې ولس، چارواکي او د زعامت دعوه داران یو ستر ازمیښت ته ورنږدې کیږي.


ورځپاڼې د افغانستان د روانو ستونزو په اړه هم یو څیړنیز مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې د افغانانو اصلي ستونزه ناامنۍ نه بلکه بیوزلي ده.
د انیس دولتي ورځپاڼې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د شاوخوا شپږ سوو متخصصینو د استولو لپاره د امریکا په وروستۍ پریکړې تبصره کړې او پدې ترڅ کې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره ددوې رول څیړلې دې.


ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې سړک، د اوبو بند او برښنا د خلکو جایزه غوښتنه ده او دولت باید دا غوښتنې پوره کړي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د معیوبینو د توانا کولو لپاره د یو تړون د لاسلیکولو خبر هم ورکړې دې.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کندهار کې د والي په دفتر شوې حملې ته په اشارې لیکلي دي چې دولت باید د خپلو کارکوونکو او ادارو امنیت وساتي.


ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې په وروستیو کلونو کې د حکومت یو زیات شمیر کارکوونکي او د هغوې خپلوان د وسلوالو لخوا وژل شوي ټپیان شوي او یا هم تښتول شویدي او د همدې لپاره دولت باید هغوې ته ښه امنیت برابر کړي.


ورځپاڼې یو ځلې بیا په پاکستان کې د طالبانو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې دوې خو له بونیر نه ووتل خو لا هم د سوات دره په واک کې لري.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې بیا د پاکمستان په سیاستونو تبصره کړې او لیکلي دي چې د پاکستان دوه مخې لوبې لا هم دوام لري.


ورځپاڼې د موضوع په دوام په پاکستان کې د طالبانو وروستي خوځښتونه یوه داسې سناریو بللې چې د پاکستان د حکومت لخوا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره جوړه شوې.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندان پدې څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي په عراق کې بریا کمزورې ده او په افغانستان او پاکستان کې له یو سخت جنګ سره مخامخ دي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو په شمیر کې په زیاتوالي او له دې بابته په رامنځ ته کیدونکو تخنیکي ستونزو اندیښنه څرګنده کړې ده.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


هیواد پخپله سرمقاله کې د عامه شتمنیو او د لویو لارو په ساتلو کې د ولسونو په رول ټینګار کړې او هغه يې ټاکونکې بللې.


خو اصلاح بیا په راتلونکو انتخاباتو چې د هیواد دوهم انتخابات دي تبصره کړې او د خلکو په پراخه ګډون ټینګار کړې
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په کندهار کې د تیرې ورځې د پیښې په اړه یو تفصیلي رپورټ خپور کړې او لیکلي دي چې ددې بیښې د قربانیانو بیلابیلې شمیر ښودل شویدي.


ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې پدې حمله کې د پولیسو درې سرتیري وژل شوي او د دریو میرمنو او یوې انجلۍ په ګډون اته تنه نور ټپیان شویدي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په بیښو تبصره کړې او لیکلي دي چې ددغه هیواد حالات د زرداري د حکومت د نسکوریدو په لور روان دي.