غزني:د چارواکو د کاري ظرفيت د لوړېدو په موخه ورکشاپ پيل شو

د لراوبر اداره | اپریل 26th, 2009


په غزنی کي درې ورځنی ورکشاپ چي په کي دغزنی داتلس ګونو ولسواليو ولسوالان او یو شمیر دولتي ادارو مسولین برخه لري په کار پیل وکړ .دا خبره د غزني ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ياده سوې ده .

خبرپاڼه ليکي چي ددغه ورکشاپ په پرانستنه د غزني والي ډاکترمحمد عثمان عثماني لخواوشوه ، نوموړي وويل تر اوږدو جګړو او نا امنيو وروسته ددغه ډول ورکشاپونو جوړول په ټولنه کي د قانون دټینګښت په لاره کي مهيم ګام وباله .

دغه ورکشاپ دLGCD له لوری جوړشوی چي پکي د ولسوالانو په ګډون د حقوقو .څارنوالۍ . پوهني اونورو د دولتی ادارو چارواکي برخه لري ، په ددې ورکشاپ کي د ادارې ( منجمنټ ) او پلان جوړولو په برخه کي ګډون کوونکي روزي .

د غزني يو تن اوسيدونکي عبدالعلي په ويناد اوسنی والي په را تګ سره په غزني او شاوخوا سيمو کي امنيت تر پخوا ډير ښه سوی دی او د ټولنيزي بيارغوني تر څنګ د پوهني پراختيا او دولتي چارواکو روزني په برخه کي د والي هلي ځلي وستايلې او زياته يې کړه چي ښايې ددې لامل دا وي چي د غزني ولايت لپاره په تېرو څو کلونو کي په پرله پسې ډول نوي واليان په دنده ګمارل سوي دي چي ډيرئ يې د کاري وړتيا نه لرلو يا اداري فساد او نا امنۍ د زياتېدو  له امله بيرته له دندي ګوښه کړل سوي دي .

که څه هم د غزني ولايت ولايتي شوراد مشر او ځينو وکيلانو او اوسني والي تر منځ هم د تاوتريخوالي خبرونه خپريږي خو دغزني پوهنتون د محصل محمد شفيق په ويناهغه کسان چي د امنيت ټينګښت خپلو شخصي ګټو ته ګواښ ګڼي د اوسنۍ ادارې د بدنامولو هڅي کوي ، د نوموړي په وينا غزني د فرهنګ او تاريخ له پلوه د افغانستان يو شتمن ولايت دی،  اوسنۍ ادارې ته ښايي چي دبيا رغوني تر څنګ په سيمه کي د ښوونيزو او فرهنګي چارو پراختيا ته هم پاملرنه وکړي .





Copyright Larawbar 2007-2024