کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: طالبان له بونير څخه نه دي وتلي

پښتونخوا: طالبان له بونير څخه نه دي وتلي


د پښتونخوا ايالت د بونير ولسوالي چي تېره اونۍ د طالبانو په لاس كي ولوېده، لا هم د طالب وسله والو په لاس كي ده.
د بونير اوسېدونكي وايي سره له دې چي د جمعې په ورځ د طالبانو مشر مولانا صوفي محمد بونير ته ورغئ او طالب وسله والو ته يې له بونير څخه ظاهراً د وتلو امر وكئ، خو لا بيا هم طالبان په بونير كي پاته دي.
بونير ولسوالي تېره اونۍ د امريكا او نړۍ اندېښنې هغه وخت راوپارولې، چي طالب وسله والو د اسلامي شريعت د نفاد په بهانه ونيوئ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيري له دې امله پاكستان د نړۍ امنيت ته ګواښ وباله، او له پاكستاني حكومت څخه يې د طالبانو د مخنيوي او ځپلو غوښتنه وكړه.
پر پاكستان د نړيوالو نيوكو له امله پاكستاني مقامات مجبور سول چي پر طالبانو فشار واچوي او له بونير څخه يې وتلو اړ كړي، خو د نړيوالو مطبوعاتو د تحليلونو پر بنياد له وروستيو حركاتو څخه ښكاري چي طالبان نه يوازي د بونير د ساتلو هيله لري، بلكي غواړي اسلام آباد ته هم ځان ورسوي.