په افغانستان کې سوله څنګه او کله راتلاى شي
احمدشاه ابدالي جرګه
ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
په افغانستان کې سوله څنګه او کله راتلاى شي
پدې وروستيو کې د افغانستان لپاره د “حل لارې” د موندلو پر لور يو ځل بيا هلې-ځلې ګړندۍ شوې دي. دا هڅې په لندن کې په رسمي او نارسمي توګه د غونډو او سيمينارونو پر بڼه ډېرى وخت تر پر زړه پورې او جذابو نومونو لاندې کېږي. داسې ښودل کېږي چې ګوندې نوښت يې پخپله د افغانانو په لاس کې وي. خو داسې نه ده. د غوونډو بهير د برتانوي اړوندو سياسي کړيو او مطبوعاتو له لوري کنترول ـ له يوې خوا د نيمه دروغو د وړاندې کولو په ترڅ کې برتانوي ولس غولوي ـ او له بلې خوا د دې بهيرونو پايله پر هغه لوري روانوي چې چوکاټ يې هغوى جوړ کړى وي.
افغانانو ته، چې د خپل هيواد پېښې له نږدې څاري، جوته شوې چې د تېرو درۍ لسيزو په اوږدو کې د افغانستان لپاره د سولې هره هڅه د سولې تر نوم لاندې شنډه شوې ده. کله چې درد ځپلو افغانانو د خپلې غميزې په اړه غږ پورته کړى او په افغان هيواد کې د رښتينې سولې د موندلو پر خوا کوم رښتيونى تاند تکل پيل شوى، نو هغه ډېر ژر د سولې شنډوونکو پر لاس، له زرغونېدو او غوټۍ کولو د مخه شنډ کړ شوى دى. د دې لامل دا دى چې سوله وژونکي داسې روزل شوي لوبغاړي لري چې له نورو ښې تمساح-ډوله دروغينې اوښې تويولى شي، هر ډول اسانتياوې ورته چمتو کېږي ـ او د سولې په نوم د سولې راتلو مخنيوى کوي.
وايي څو تنه غله د چا کورته ورلوېدلي وو؛ د کور قيمتي شيان يې غلا؛ په کټ کې يې پر پوزي اچولي وو او پر سر يې د کور څښتن تر تلتک لاندې په رسيو ټينګ تړلى و ـ په رڼا ورځ يې په اوږو کړى کټ د بازار په منځ کې تښتاوه. د کور څښتن به ناره وکړه چې او خلکو! د خداى لپاره دا غله دي يو يې وړم! ور سره به تر کټ لاندې څلور تنه غلو پر يوه غږ، غږ پورته کړ چې وروره تا دې خداى راجوړ کړي ـ موږ دې غله يو!
داسې نه ده چې ګوا کې څوک د افغانستان د تاريخي ستونزو پر واقعيتونو نه پوهېدل. رښتيا خبره دا ده چې د پرنګي پر لاس د ټوکر-ټوکر شوي، لوټل شوي افغان او ترې غلا شوې افغان خاورې د همداسې ساتلو لپاره د پرنګي له خوا داسې تور تم جوړ شوى و چې له سترګورو يې هم د ليدو شونتياوې تروړلې وې. په عمدي توګه يې د افغانستان د ستونزو د علتونو د راسپړلو پرځاى، زموږ ملت او نړيوالو ته د هغوى د معلولونو د ورمخ ته کولو دنده په خورا زرنګۍ سره مخ پر وړاندې بيوله. دا د داسې يوه طبيب نسخې ته ورته وه چې پر سرطان اخته يوه ناروغ ته د اساسي علاج پرځاى د ترياکو ګولۍ ورخوري؛ تر څو يې درد لږ څه کم؛ له ځان نه ناخبر، بېخوده او نشه د وخت په تېرېدو سره خاورو ته وسپارل شي.
پر افغانستان د شلمې پېړۍ د وروستيو دوه نيمو لسيزو تپل شوې جګړه د هغو تېرريو، جګړو او توطيو دوام و چې په بېلابېلو ـ او ډېرى وخت يوه بل ته د ورته پلمو په لمن کې ـ د يوه پياوړي افغان ملت پر لاسونو د يوه پياوړي مشر، احمدشاه ابدالي بابا، پر مشرۍ د معاصر تاريخي افغانستان له جوړېدو سره سم ، يا لږ تر لږه، د نونسمې پېړۍ له پيل څخه پيل شوې وې. د افغانانو هيواد د شمال-سهيل او لوېديز- ختيز په منځ او وړاندې پرتې خاورې په توګه د بېلابېلو وختونو او رنګونو د تاړاکګرو، نړۍ ورانوونکو او کلونياليزم لپاره د پُل حيثيت لاره، چې د هند “طلايي مرغۍ” ته د ځان رسولو په هڅه کې وو. نو لدې کبله د شلمې پېړۍ په وروستيو او يوويشتمې پېړۍ ته ننوتلې جګړې ته هم پدې چوکاټ کې کتل اړين دي.
نو پر خپل تاريخ د رڼا شعوري پوهېدو پر لور د يوه تکل پر هڅه به د داسې يوې پرځاى کتنې لپاره اړينه وي چې په لنډه توګه زموږ د هيواد د تېرو دوو پېړيو سياسي پېښې د نوې پيل شوې يويشتمې پېړۍ له روانو پېښو سره د تاريخي واقعيتونو د څو کيلييزو نېټو او بېلګو راغونډولو او چاڼولو په ترڅ کې وتړل شي.
***
دوه سوه کلن ناسور
زموږ د سيمې په تاريخ کې هېڅ خوځښت هم د افغانانو له ګډون پرته بريالى کېداى نه شو. افغان پتمن ولس او نوميالو مشرانو يې، چې د سيمې تاريخ پرې وياړلى، ښکلى او ډک دى، تل له خپل ټاټوبي په مېړانه دفاع کوله او تر استبداد لاندې نورو ملتونو ته يې هم د مرستو لپاره ځان ور رسولى و.1 خو دا واقعيتونه په قصدي توګه پټ او بېساري هڅې روانې وې چې د هغوى مسخ کړل شوې بڼه زموږ د ملت په ذهنونو کې ورځاى او پخه کاندي. د دې دندې سرته رسولو په موخه، افغان دښمنانو، له يوې خوا د افغانانو د تاريخ ليکنې لپاره “افسانه ليکونکي” استخدامول، او له بلې خوا يې تل په وير کې ددې ولس د ښکېلولو او ښکېل ساتلو له لارې، هغه ته دا موکه په لاس نه ورکوله چې خپل ځان راټول کړي، ځان سمبال کړي او خپل تاريخ په خپله وليکي. د شلمې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې پر افغانستان د روسانو د يرغل او نورو افغان غليمو ځواکونو په اړه د افغان ملت له تاريخ سره هم کټ مټ همداسې لوبه روانه وه.
د افغانانو د اتحاد او ملي اتفاق فکرد ١٧ پېړۍ په بهير کې د تورې او قلم خاوند خوشحال بابا په حماسي اشعارو کې ځان راڅرګند کړ. کله چې په هند کې د بابري مغُلو “عدل و انصاف” ورڅرګند شو، او کله چې ورته په دکن کې د حيدراباد نظام له تقيه خانو او سپېځلو ځايونو څخه د خپلو اسونو لپاره د غوجلو جوړولو په ترڅ کې پر اسلام د اورنګزيب تظاهر بربنډ شو، نو له هماغه دمه خوشحال بابا د افغان پر ننګ توره وتړله او د پښتنو د يوه موټي کولو له لارې يې غوښتل مغُلو ته د سبق ورکولو په ترڅ کې د فريدخان [شېرشاه] روح خوشحاله کړي.
د ميرويس نيکه پرلاس د گرگين ماتېدل او پر اصفهان حکومت کول د افغانانو په ککرو کې د خپل ځانګړي دولت د جوړولو د سوچ پيل و. که څه هم تر هماغه دمه، له هغه نه د مخه او بيا وروسته، زموږ خاوره د سيمييزو امپراتوريو [مغُلو او صفويانو] د تاړاکونو ډګر و، خو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ځانګړو ملي دولتونو د جوړولو دود او نظريه په عامېدو وه.
په ١٧٤٧ کال کې د قزلباشو [سورخوليو] پرلاس د نادرشاه افشار وژلو ٢٥ کلن احمدشاه ابدالي ته ـ له فُرصته پرځاى ګټې پورته کولو ـ دا وياړ ورپه برخه کړ چې د افغانستان په نوم د افغانانو د خپل پياوړي دولت د بنسټ پر ټينګولو لاس پورې کړي. د دې عمل د پلي کولو پر لور، احمدشاه بابا تر هرڅه لومړى د افغانستان د هغو طبعي پولو د ساتلو په فکر کې شو چې د افغانانو ټاټوبى و. پدې خوا د خوځېدو لپاره تر هرڅه اړينه وه چې د ګرد افغان اولس د يو موټي کېدو په تکل کې شي. دراني بابا دا تکل په عملي توګه هغه وخت په بريالۍ توګه پيل کړى و چې د يوويشتمې پېړۍ بې سياله زبرځواک، شمالي امريکا، د هسپانويانو او انګرېزانو کالوني وه ـ او بيا د معاصر افغانستان له جوړېدو ٢٩ کاله وروسته، ١٧٧٦ کال ـ د اوږدې مبارزې په پايله کې د جيورج واشنګټن پر لاس د امريکا “متحده ايالاتو” د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
پر دې لور د احمدشاه بابا لومړى ګام د کابل نيول وو. د خپل لومړي کمپاين د لګښتونو لپاره يې د پارسيانو له خوا له هند څخه ټول هغه مالياتي مالونه ضبط او “عطاياى حضرت يزدان” وبلل، چې د کابل او پېښور له لارې پارس ته روان وو. په کابل کې هغه مهال د تُرک-توکمه قزلباشو يو پوځي ګارنيزيون و چې د نادرشاه افشار له خوا يې پر کابل ولکه لرله. د کابل پر نيولو پسې، يوځل بيا “.. ستر سوبمن او د مېړونو مشر..”، درانى احمدشاه، د “کابل سين په ناوه کې” ځان پياوړى کړ. د خپل ملت او هيواد د جوړونې دې سپېڅلي هدف او سوبې پر لاس ته ور وړلو پر لور، احمدشاه ابدالي بابا پر لوى خداى توکل، پر خپل صداقت باور او د خپل غيرتي ملت پر ملاتړ ډاډ درلود ـ او ترشا يې “د هندوکش [غرونو] ملاتړ او پر وړاندې يې [په هند کې] د محمدشاه مغُل بې سېکه شوى کاواکه ځواک پروت و.2
په ١٧٤٩کال پر هند د لومړي يرغل په پايله کې، دراني لښکرو د بابري “ابوالفتح ناصرالدين محمدشاه خجسته اختر پادشاه غازى شاه جهان” پوځونه مات کړل. نوموړي خپله پلازمېنه، ډهلى، يواځې هغه وخت خوندي وساتلى شو چې د اباسين د غاړې لوېديځ ته له پرتو افغاني خاورو څخه يې لاس واخست. پر هغه سربېره يې د سند ايالت هم افغانانو ته پرېښود. پدې توګه افغانانو په سهيل کې د پښتنو او بلوڅو د ګډ ټاټوبي، بلوچستان، په شمول او په ختيځ کې د اباسين تر ختيزو غاړو پورې خپل هيواد خپل کړ، په ګودر او کراچۍ کې يې د عربو سمندر ته لار وموندله. غلام محمد غبار د “افغانستان در مسير تاريخ” په ٣٦١ مخ کې ليکي چې: “.. په همدې سفر کې و چې احمدشا په پېښور کې يوسفزي قبايل “بر درانى” [لر دراني] وبلل. د اباسين ښيو غاړو ته پرتو ټولو خلکو او قبايلو ډېر ژر خپل ځانونه، پرته له دې چې د چا پوزه وينې شوې وي، د ابدالي دولت اتباع وګڼل..”، د همغږۍ او همکارۍ ملا يې ورسره وتړله. دا پداسې حال کې وو چې هېڅ بهرنى ځواک د ګرد تاريخ په بهير کې بېله جګړې او وينې توئېدنې ـ يا د تېرېدو له حق ورکونې پرته ـ د خيبر له درې نشو تېرېدلى. دا واقعيت د ګرد افغان ملت د هغو تودو هيلو ښکارندوى و چې له هيواده يې د پرديو لاسونو لنډول او د ملي خپلواکۍ تامينول غوښتل. احمدشاه چې له کندهاره تر پېښوره د افغانستان د مليونونو وګړيو له تاوده هرکلي سره مخامخ شو، زړه يې ډاډه، پياوړى او د هند پر لور وخوځېد.”3
د افغانستان د پولو پخولو پر لور بهر ته د احمد شاه دراني دويم سفرد هندوکش لوېديځ او شمال لوېديځ خوا ته و. پدې سفر کې، “نادرى حاکم، اميرخان عرب؛ او بهبودخان مروى، د ولس د غوښتنو پرخلاف” د دراني لښکر پر خلاف ودرېدل، “يوه بل ستر خان، درويش خان هزاره، د احمدشاه په پلوي اقدام وکړ.” هماغه و چې درانيانو لومړى “له ١٤ مياشتو اوږدې کلابندۍ وروسته” پر هرات ولکه ټينګه کړه؛ خراسان يې ونيو او تر نيشاپور پورې يې ځان ورساوه. د خراسان والي، د نادر افشار کړوسى، شاهرخ، سولې ته غاړه کېښوده. احمدشاه بابا نوموړي ته ـ د افغانستان تر حمايې لاندې ـ پر هغه ولايت د حکومت کولو اجازه ورکړه.4
د همدې سفر په بهير کې يې يو پر بل پسې د باميانو لوړې، او د امو سين سهيل ته له بدخشان نه تر ميمنې پورې ټولې هغه سيمې چې له شمال او لوېديځ څخه د “.. داړه اچوونکو او تښتوونکو تُرکمنو..” تر يرغلونو لاندې له اوسېدونکو خالي، شاړې شنډې شوې وې، ونيولې.
په ١٧٥٦ کال کې دراني لښکرو، د نجيب الدوله پر مشرۍ د روهلکنډ پښتنو په ملاتړ، د ډهلي ښار په پنځلس ميله واټن کې د عزيزالدين عالمګير ثاني له خوا هرکلى او ښار ته ننووت. د اباسين ختيځ ته د پنجاب ايالت له نيولو وروسته يې، خپل زوى، تيمورشاه، د هغه والي وټاکه. پدې توګه په شمال، سهيل، ختيځ او لوېديځ کې له اته کاله پوځي عملياتو وروسته، احمدشاه بابا په شمال کې له امو سين بيا تر هرات، سيستان او اباسين پورې د افغانانو د ټاټوبي طبعي پولې ټينګې کړې وې. او پر هغه سربېره يې په شمال، لوېديځ او ختيځ کې له امو تر اباسين پورې له بهرنيو تېريو څخه د افغانستان د پولو د خوندي ساتلو لپاره [بخارا، خراسان او پنجاب] د حايلو دولتونو [Buffer States] په توګه ساتل؛ مشري يې يا پخپله دراني ته وفادار سيمييزو مشرانو او يا افغانانو ته ورکوله.
فرېزر- ټايټلر د افغانستان په اړه د خپل اثر په ٦٥ مخ کې ليکي چې د احمدشاه دراني پرڅېر “نابغه د افغانانوپه منځ کې هم، لکه د نورو توکمونو په شان، لږ وي. او له بلې خوا، په ټولېزه توګه، افغانانو خپلو موخو ته د رسېدو وړ موخييز استقرار نه درلود چې پر هغو وېړو خاورو ولکه ټينګه کړاى شي چې احمدشاه نيولې وې، او يا يې د زوال په درشل کې د مغُلو د امپراتورۍ پرځاى د يوه پياوړي سلطنت خښته اېښودلې واى.”5
د دې خبرې له منلو سره-سره، چې د ټايټلر شننه د دراني هيواد د پايلو پر پايله ولاړه وه، خو هغه د افغانانو د ذهني معيار د ټول واقعيت، تاريخي چاپېريال او سياسي موخو ښکارندويه نه وه. له يوې خوا د افغانانو د هيواد له طبعي پولو څخه شاته تېرېدلو په ترڅ کې د احمدشاه بابا د حماسو هدف امپريالستي نه، بلکې د خپلو پولو د ټينګولو لپاره يې د هغو رقيبانو مخنيوى و چې زموږ پر تاريخي هيواد بلوسېدل. او له بلې خوا يې، په ځانګړې توګه په هند کې، د هغو مسلمانانو او روهيله افغانانو غږ ته هرکلى وايه چې ” کفارو تر تاړاکونو لاندې” پرې خپل ټاټوبي اور ګرځېدلي وو.
په ١٧٥٦ کال د ډهلي له نيولو وروسته، کله چې احمدشاه بابا د اباسين لوېديځ ته د افغاني خاورو د حايل په توګه د پنجاب ايالت حکومت خپل زوى، تيمورشاه، ته وسپاره، نو له يوې خوا په مرکزي هندوستان کې د مرهټه و ځواک پياوړى شوى و، پر شمالي هند د افغانانو د حکومت پرخلاف يې هڅې پيل کړې وې. او له بلې خوا د پرنګي “دختيځ هند شرکت”، چې تر هماغه دمه په بنګال او د دکن په سورت بندري سيمو کې پر “پسارۍ” بوخت، او فاسدو يو د بل پرضد ولاړو مغولي شهزادګانو ته “د اجيرو عسکرو” د برابرولو او يوه او بل پر ضد يې د جنګولو دنده خپله کړې وه، پر هند د حکومت کولو خوبونه ليدل.
په ١٧٥٨ کې، [د پرنګي پر اشاره]، د مرهټه و کنفدراسيون پر پنجاب يرغل وکړ او د پنجاب والي، تيمورشاه، يې مجبور کړ چې پنجاب خوشى او د اباسين لوېديځو غاړو خپلې خاورې ته پر شا لاړ شي. يو کال وروسته، په ١٧٥٩ کې احمدشاه درانى پنجاب ته، د پېشوا پر مشرۍ د مرهټه پوځونو پرخلاف لښکر واستاوه. د مرهټه و په ماتولو پسې، دراني ځواکونه لاهور ته ننوتل ـ او “پداسې حال کې چې له هند څخه افغان روهيله ځواکونه يې مرستې ته رارسېدلي وو..” ـ د اندور د مُلهرراو هولکار ځواکونه يې مات کړل. د دې ماتې په پايله کې مرهټه وو يو ستر ځواک چمتو، د هند شمال ته يې واستاوه او په لاره کې د راجپوتو او ګڼ شمېر نورو “هندو مشرانو” لښکرې ورسره يوځاى شوې. د ١٧٦١ کال د جنورۍ پر ١٤ نېټه د ډهلي شمال ته په څه دېرش ميله واټن کې پراته د پاني پت په ډګر کې د افغان او مرهټه-راجپوټ ځواکونو ترمنځ “په نړۍ کې د پرېکنده جګړو” له ډلې يوه جګړه پيل شوه. که څه هم پدې جګړه کې د ونډه لرونکو لښکرو د شمېر او د هغې د بهير په هکله بېلابېل نظريات خپاره شوي ـ د هغوى ډېرى د دې ښکارندوى وو چې دراني لښکرو شمېر د مرهټه-راجپوت له ځواکونو څخه لږ و ـ خو “احتمالاً داسې برېښي چې له دواړو خواو له اتيا زره تر سل زره عسکرو پورې” د يوه بل مقابلې ته وردانګلي وو. په پايله کې دا جګړه لدې کبله د افغانانو په ګټه پاى ته ورسېده او دښمن ماتې وخوړه کله چې “.. مرهټه و د افغانانو پرخلاف د ځورونې [خرپ او ترپ] له دوديز تاکتيک څخه لاس واخست او مخامخ جګړې ته ورووتل..” تر تنکي ماذيګره هم لا وروستۍ پايله نه وه څرګنده، خو په ډګر کې د مرهټه ځواکونو د ستر کومندان، د پېشوا زوى، سُداشېر بهاوو، تر وژل کېدو وروسته د هغوى لښکرې ماتې، او د سر او مال درانده تاوانونه ورورسېدل. تر دې د مخه “.. هېڅکله هم دومره بشپړه ماتې چا نه وه خوړلې …مرهټه و بيا هېڅکله هم شمالي هند ونه ګواښاوۀ؛ په پاني پت کې ماتې، بېله شکه، د پېشوا پرستيژ ولړزاوه او په راتلونکې کې يې د برتانيا پراختيا غوښتنې ته لاره هواره کړه.”6
د انګرېزانو په تاريخ کې ١٧٦١ کال د خورا غوره نېټې په توګه ياد شوى دى. د ټايټلر پر اند په پاني پت کې د افغانانو او مرهټه و ترمنځ جګړه “لکه د نن پرڅېر پر شمالي هند د مسلمان يا هندو د ولکې ساتلو پر سر وه.” پداسې حال کې چې په شمالي هند د سُني بابرد اخلافو ولکه وه، په مرکزي هند، دکن، کې د شيعه حيدراباد نظام حکومت کاوه. تر منځ يې په راجپوټانه او “مرکزي ايالتونو” کې د راجپوټ- مرهټه و د فدراسيون هغه ځواک پروت و، چې ابدالي احمدشاه مات کړ.
***
د انګرېزانو د “ختيځ هند شرکت”، له يوې خوا په بنګال کې د هند د شمال پر لور خپلو نامريي غزېدو ته دوام ورکاوه. او له بلې خوا، له يوه بل لوېديځ رقيب اجورتي امنيتي-تجارتي فرانسوي شرکت سره ـ شيعه مغولو، د حيدراباد نظام، ته د چوپړ او نږدې کېدو لپاره سره په مقابله کې ولاړ و. نو په پاني پت کې له سوبې وروسته، انګرېزان دې ته په زيرکۍ متوجه او په هند کې د يوه بل پر خلاف د هندو او مسلمان د پارولو او د افغانانو په مقابل کې د درولو پلان يې تر لاس لاندې ونيو. په لومړي ګام کې د ختيز هند شرکت وکولاى شول چې په دکن کې خپل اروپايي رقيب، فرانسوي قوت، مات کړي او د حيدراباد شيعه نظام د ساتلو چاره پر غاړه واخلي. نو پدې توګه، له هغې زمانې [دوه پېړۍ] وروسته چې اورنګزيب په مرکزي هند کې د پارسي شيعه اقليت مغولي نظام ځپلى و، اوس حيدراباد بيا پر پښو ولاړ او په ډهلي کې د مغولو له سُني نظام سره دښمنۍ ته يې دوام ورکاوه. انګريزانو د مغولي شهزادګانو ترمنځ له خپلمنځي توپيرونو څخه په ګټه پورته کولو، نه يواځې د شيعه- سُني دې کرکې ته، بلکې د هندو- مسلمان ترمنځ دښمنيو ته هم لمن وهله- او تر ټولو د همېشني غوره دود په توګه د اقليتونو د اجيرولو له لارې- ګام پر ګام د خپلو راتلونکو پلانونو د پلي کولو پر لور مخ پر وړاندې خوځېدل.
له پاني پت څخه وروسته، د انګرېزانو پام افغان ځواک ته اوښتى و او خپلو راتلونکو موخو ته د رسېدو لپاره، له هماغه راهيسې د يواځني پاتې پياوړي سيال، افغان ځواک، د کمزوري کولو په هڅه کې شول. ټايټلر ليکي چې په ١٧٦٢ کال لاهور ته نږدې د سيکانو له ماتولو وروسته، احمدشاه دراني د کشمير ناوه هم ونيوله او پدې توګه يې “.. د امپراتورۍ پولې له اټريک [Atrek] سين تر ډهلي او د تبت له پولو تر هند سمندر پورې غزېدلې وې. خو عمر يې دومره اوږد نه و.” ځکه چې د افغانستان د يوه حايل دولت په توګه پر پنجاب د سيکانو له يرغلونو، چې د پرنګي له خوا هڅول کېدل، څرګنده وه چې “د مرکز په توګه له کندهار څخه د شمالي هند اداره کول شوني نه وو.” نو له يوې خوا له همدې خاطره، او له بلې خوا د ناروغۍ له کبله، احمدشاه بابا په ١٧٦٢ کال ډهلى مغُل شهزاده، دويم- شاه علم، ته وسپاره. پر هغه پسې بيا څه وروسته، په ١٧٦٧ کال، پر هند د نهم يرغل په ترڅ کې ـ سيکانو ته چې دا مهال خورا پياوړي شوي ووـ بيا هم ماتې ورکړه. خو پوهېده چې د پرنګيانو له خوا پارېدلي سيکان نور نو د کابو وړ نه وو، مرکزي پنجاب يې هغوى ته خوشى کړ.
ابدالي بابا د ١٧٧٣ کال په جون کې وفات شو.
***
پر مخ د سرطان د دانې له کبله د احمدشاه بابا له وفات وروسته يې سلطنت ته د هغه له لوري نومول شوى دويم زوى، تيمورشاه، پر ځاى کېناست. نوموړي، چې سلطنت يې په کندهار کې د يوه مشر ورور، سليمان ميرزا، له خوا وننګول شو، د هيواد پلازمېنه کابل ته ولېږدوله. که څه هم چې پرضد يې د سليمان ميرزا بغاوت وځاپه، خو يو لړ نادوده ګامونه يې پورته کړل چې د افغانانو د کرکې لامل شول. له دې سره-سره چې د محمدزيو د ټبر مشر، پاينده خان، يې د خپل سلاکار په توګه وساته، خو نور سلاکاران يې له داسې وګړيو څخه وټاکل چې په ځانګړې توګه دۀ ته “وفادار” وو. پر دې سربېره يې د افغانانو پرځاى د قزلباشانو يو دولس-زريز لښکر د خپل ځان د ساتنې لپاره تر خپلې شاوخوا چاپېر کړ. دې کار د خپل ولس پر وړاندې د ده اتبار ته نا رغېدونکى تاوان ورساوه.
که څه هم چې د خپل پلار، احمدشاه بابا، پر څېر د اداري وړتيا خاوند نه و، تيمورشاه وکولاى شول چې د خپل واک په شل کلنه دوره کې له پلاره پر ورپاته مورني هيواد او حايلي ملحقاتو يې ولکه وساتي. ټايټلر ليکي: په پنجاب کې سيکان دا مهال چې “.. لا د برتانوي ځواک ريښې نه وې غزېدلې..”، د افغانانو تر “نفوذ لاندې” وو؛ په لوېديځ کې د قاجار امپراتورۍ بنسټ اېښودونکي، اغا محمد خان قاجار، ځواک دې کچې ته نه و رسېدلى چې د خراسان په فکر کې شي او يا پر هرات وبلوسېږي؛ او په بخارا کې د باغي خان ازبک خاني وه. پدې توګه په ١٧٩٣ کال کې کله چې تېمورشاه ـ ممکن په زهرو د ورخوړلو له کبله ـ مړ شو، دراني سلطنت د اباسين او امو ترمنځ د افغانانو پر طبعي پولو سربېره له کشمير، لاهور، ملتان، سند او خراسان څخه ماليه راټولوله.
د پرنګي د بربنډوتوطيو پيل
يا ربه! د کفچه له زهرو، د کوږ له داړو او د پرنګي له شيطنت نه مو وساتې! افريقايي متل
د تيمورشاه په مړينه پسې، زمان شاه، قدرت ته ورسېد. نوموړى د تيمورشاه د ٢٣ زامنو له ډلې پينځم زوى و، او ځکه پر تخت کېناست چې عملاً د هيواد په پلازمېنه، کابل، کې موجود او پر دې سربېره يې د محمدزيو د پياوړي مشر، پاينده خان، ملاتړ درلود. “ځوان زمان شاه د ټينګ پولادي هوډ خاوند و. د فرېير پر وينا تيمورشاه يو ذکي، زړور، بصير او فعال مېړه و … د افغانستان خلک نوموړي ته، د تيمورشاه د نورو زامنوو په پرتله، ډېر درناوى لري.7 خو فرېزر ټايټلر ليکي چې کله “.. له دوه استثناو پرته..”، د تيمورشاه نور زامن کابل ته د نوي مشر د ټاکلو لپاره راغلل، هغوى “.. په جبر او زور..” دې ته مجبور کړل شول چې زمان شاه ومني. د پرديو په نامريي مرسته او لمسون دا د راتلونکې “.. توپاني ادارې د پيل پر لور يو بدمرغه پيل ..” و. پداسې حال کې چې پر هيواد يې ولکه لا نه وه ټينګه کړې، يوه ورور يې، همايون، په کندهار کې پاڅون وکړ. همايون ته په ماتې ورکولو پسې، کله چې بيا زمان شاه سهيل ته د سند د ياغي شوي مير د سمولو په موخه سفر وکړ، بل ورور يې، محمود، له هرات څخه پرضد وخوځېد.
دا درسته ده چې کورنيو ميراثي شخړو د دراني دولت د ستنو په کاواکولو کې د يادونې وړ نخچ لارۀ، خو هغه څه چې ټايټلر پرې سترګې پټوي، هغه پدې پړاو کې د انګرېزانو نخچ دى. واقعيت دا و چې انګرېزانو دا وخت د افغانستان پر لور خپل غلچکى پرمخ تګ پيل کړى و. دا په شمالي هند کې د پرنګي د نفوذ د غزولو د هغې پروسې دوام و چې اساساً د ١٧ پېړۍ په درشل کې پيل شوې وه.
په ١٦٨٨ کال کې د [مرکزي هند] د سورت [بندر] “.. رئيس او سلاکار د يوه رپوټ په ترڅ کې ليکي چې يو شمېر زيات غوره وګړي دلته شته چې غواړي ـ د امنيت په خاطرـ له خپلو کورنيو سره يوځاى، زموږ [پرنګي کالونۍ] په منځ کې واوسېږي. د [ختيځ هند] شرکت د حاکميت په لومړيو اووه کلونو کې د بمبيي [مُمباى] نفوس شپږ چنده زيات شوى؛ دا واقعيت د دې بندر د ځورېدلو خلکو لپاره د امنيت د نشتوالي په هکله پوخ شهادت دى چې د مرهته او مغولو تر منځ د اوږدو جګړو د پيل په پړاونو کې ور سره لاس و ګرېوان وو، “8
ټايټلر ليکي چې په ټول سهيلي او مرکزي هند کې دا مهال د يواځني باثباته ځواک په توګه، برتانيا د خاورو په نيولو او ځان پياوړي کولو لاس پورې کړى و. خو يواځې د ١٨ پېړۍ د پاى په درشل کې وو چې برتانيا شمالي هند ته په باوري توګه خپله اغېزه وغزوله او د لومړي ځل لپاره د مرکزي اسيا په فکرکې شوه. ټايټلر بيا ليکي چې پر شمالي هند د احمدشاه له وروستي يرغل څخه يواځې څلوېښت کاله تېر شوي وو او ياد يې لا د خلکو په ککرو کې تازه و. نو د هند د برتانوي حکامو په وړاندې د افغانانو پياوړى ځواک داسې انګېرل کېده چې د نيمې وچې د شمال- لوېديځ سيمو امنيت ته ګواښ و، او د ټايټلر پر وينا، پر هند د افغانانو يرغل به د “نامتمدنو هنديانو د متمدنولو” پر لور د پرنګي پر وړاندې خنډ ګرځېدلى واى. له پرنګي سره دا وېره هغه مهال لا پسې ډېره شوه کله چې په ١٧٩٨ کې د زمان شاه له لوري ورته يو ليک ورسېد چې پکې يې پر شمالي هند د افغانانو د يرغل نيت لاره او مارکويس ويليسلي ته يې ـ چې په حيدراباد او ميسور کې يې د مسلمانانو پر ملاتړ په تظاهر کاوه، او په مرکزي هند کې له پاتې مرهټه و سره په ګرېوان کې لوېدلى او پوره بوخت و ـ وړانديز کړى و چې په ګډه له مرکزي هند څخه د مرهټه و ځواک بېخي پوپنا کړي.
دا هغه وخت و چې زمان شاه ته څرګنده شوې وه چې په هند کې وضع د انګرېزانو پر ګټه په بدليدو وه، او نوموړى د کشمير، ملتان او پنجاب په شمول د افغانستان د حايلو سيمو پر ټينګولو لاس پورې کړ. خو زمان شاه پوهېده چې د افغانستان د خاورې او امنيت تضمين هغه وخت کېداى شو چې په هند کې ګرد فعال ځواکونه د پرنګي اشغالګر پوځ پر ضد پورته کړي. سر جان کې ليکي چې “.. په هند کې د انګرېزانو د ټولو دښمنانو سترګې افغانستان ته اوښتې. د هندوستان د شمال له اوده او سهيل له ميسور څخه د افغانستان پاچا ته بلنه او د هر ډول ملاتړ ژمنه ورکړه شوه. وزير علي او سلطان تيپو د افغانستان پاچا هڅاوه چې له خپلو ځواکونو سره پر هند يرغل وکړي.”9 نو له همدې کبله وو چې زمان شاه شپږ ځله په [١٧٩٣، ١٧٩٤، ١٧٩٥، ١٧٩٧، ١٧٩٨ او ١٧٩٩] کلونو کې پر هند يرغل وکړ. اسلام اباد ته نږدي په حسن ابدال کې د زمان شاه د لښکرو د تورو ځلا، نېزو او ډالونو شرنګا پر خپل وطن هر افغان په خپله ککره کې انځورولى شي.
خو ټولو هڅو يې کومې مثبتې پايلې نه لرلې ځکه چې له کورنيو او بهرنيو دسيسو سره لاس او ګرېوان و. له همدې نيټې څخه وو چې لارد ويلسلي، له يوې خوا د “.. پارس له حکومت څخه وغوښتل..” چې پر هند د يرغل پرلور د افغان مشرپروګرام شنډ کړي. د پارس “شاه” ژمنه ورکړه چې پر هند د يرغل د تکل په صورت کې به”.. د افغانانو هيواد تباه او ويجاړ..”، او له هرې وسيلې نه په کار اخستلو به “.. دا ملت مضمحل او پر ګونډو کړي.” له بلې خوا پرنګى په ختيځ بنګال کې له خپلو اډو؛ او په شمال کې د سيکانو د پارولو له لارې د اباسين ختيځو غاړو ته د افغانانو د هيواد پرضد وخوځېد. او پدې توګه يې زمان شاه ته، چې په يوه پړاو کې لاهور ته د خپلې اداري پلازمېنې د لېږدولو او له ګرد هند څخه د پرنګى د شړلو په فکر کې و، دومره ستونزې وزېږولې چې د “اس له زينه د ښکته کېدو موکه يې نه لرله” کله به چې يې په مرکزي پنجاب کې د سيکانو بغاوت وځاپۀ، نو د لوېديځ له لوري به د قاجاري پارس له تېريو سره مخامخ و.
پر افغانستان تپل شوې وروستۍ دېرش-کلنه غميزه هم پر بشپړه مانا همداسې او د افغانانو پر ستونيو هماغو بېرحمه ګاونډيانو چړې يښې وې.
په پايله کې د زمان شاه ابدالي يو ورور، شاه محمود، چې د وزير فتح خان ملاتړ ور سره و او د قاجاري پارس له خوا تمويل، چمتو او لمسول کېده، په ١٨٠١ کال کې له ځواکه د زمان شاه پر لرې کولو بريالى شو. “بېکفايته” محمود بيا پخپل وار، له يواځې درۍ کاله حکومت څخه وروسته، په ١٨٠٣ کال کې د شاه شجاع له خوا نسکور شو. له دې سره پرنګي ته ډګر خوشى شو چې د هند په نيمه وچه کې د خپلو کلونيالي موخو پر لور ګامونه ګړندي کاندي. په ١٨٠٣ کال کې، د دهلي و اګرې په نيولو پسې يې د مرهته او ميسور ځواکونه وځپل او د دکن نظام يې مقابلې ته زړه ښه نه کړ. او د «هولکر» مشرۍ لاندې پياوړى پوځ، چې د دانګرېزانو پرخلاف په زړورتيا جنګېده، په ١٨٠٤ کال کې له منځه ولاړ. له همدې سره يوځاى، د رنجيت سنګه په مشرۍ په پنجاب کې يو بل ځواک راپورته شو. رنجت سنگه هغه “تابعدار” څوک و چې زمان شاه پر هند د ١٧٩٨ کال د يرغل په مهال د لاهور او پنجاب ايالتونه ور سپارلي وو. خو رنجيت سنګه، لکه ١٦٠ کاله وروسته د نوموړي د خلف، جنرال ضياالحق پرڅېر،10 دومره “تابعدار” ونه خوت. د نوموړي د پرله پسې بغاوتونو په پايله کې د کشمير او سند په سيمو کې د ا فغان حکامو ادارې کاواکه او وضع دې ته ورسېده چې په ١٨٠٩کال د شاه محمود پر لاس له ځواکه غورځېدلي شاه شجاع د رنجيت سنگه دربار ته پناه يوړه.
***
پرنګى، سيکان اوشاه شجاع
په ١٨٠٧ کال د تيلسيت تړون له مخې، د روسيې تزار اليکساندر او فرانسې ناپليون بوناپارت ځان چمتو کړى و چې په هند او پارس ګډ يرغل وکړي. په اروپا کې ددې بدلون له راپنځېدو سره سم، برتانيا په ختيځ کې په هلوځلو لاس پورې کړ او پر وړاندې يې د “نوي ګواښ” د مخنيوي لپاره د اتحادونو د جوړولو په لټه کې شوه. د همدې موخې لپاره، په ١٨٠٩ کال کې د برتانيا حکومت خپل يو استازى، مونسټيوارټ الفنسټون، په پېښور کې د شاه شجاع دربار ته او بل استازى، متکالف، يې په لاهور کې د رنجيت سنګ دربار ته ـ چې زمان شاه پر قدرت کېنولى و او لا هغه مهال يې هم افغانانو ته ماليه ورکوله ـ واستول. دا لومړى ځل و چې انګرېزانو له افغانانو سره مخامخ ليدنه او معامله کړې وه. خو د شاه شجاع او الفنسټون “تړون” کوم ځاى ونه نيو، يواځې دومره چې پرنګي ته اوس د افغانانو په هيواد کې د مخامخ لاسوهنې او کلونيالستي موخو د پلي کولو موکه پر لاس ورغلې وه. “څو اونۍ وروسته” د محمدزي وزير فتح خان په مرسته په پارس کې د چمتو شوي محمود د دويم تکل په پايله کې شاه شجاع له واکه ګوښه او لوديانې ته وتښتېد. او ورپسې بيا د محمود له خوا د وزير فتح خان د وژلو په پايله کې، د سدوزيو او بارکزيو ترمنځ د نفاق او جګړو ډرامه پيل، د احمدشاه بابا افغانستان د تنزل پر لور روان او تر ١٨١٨ پورې د سدوزيو دور پاى ته ورسېد.
د وزير فتح خان په وژلو پسې، هيواد د انارشي په اور کې لاهو شوى و. محمود او زوى يې، کامران، له کابل نه تښتېدلي او پر هرات يې ولکه ټينګه کړې وه. محمد عظيم خان پر کابل د حکومت ټينګولو په لار کې له ستونځو سره لاس و ګرېوان و، او په سهيل کې د خراسان له پولو تر غزني پورې د هيواد سهيلي ولايتونه ـ په کندهاري سردارانو مشهور ـ پردل خان او نورو محمدزي وروڼو په لاس وو. له اته کاله کورنيو جګړو او د سردار محمدعظيم خان له مړينې وروسته، په ١٨٢٦ کال کې د پاينده خان کشرى زوى، دوست محمد خان، وتوانېد چې د قدرت واګې په لاس کې ونيسي.
په افغانستان کې د اته کلنې انارشۍ په بهير کې، پرنګي له رنجيت سنګه سره خپل اړېکي نږدې او د هڅونې په پايله کې يې د سُتليج او اباسين ترمنځ پر شمالي پنجاب ولکه ټينګه کړې وه؛ ملتان يې نيولى و؛ او پر پېښور او کشمير، چې د دوو محمدزايي وروڼو، سلطان محمد خان او جبار خان، په لاس کې وو سترګې سرې کړې وې. ډېره موده يې ونه نيوله چې پر کشمير يې تېرى وکړ؛ او د اباسين لوېديز ته د افغانانو پر خاوره وبلوسېد. سلطان محمد خان “طلايي” چمتو شو چې رنجيت ته د “کوچنۍ جزيې” ورکولو په بدل کې يې پېښور تر ولکې لاندې پاتې شي.
دوست محمدخان پداسې وخت کې د يوه وېشلي هيواد واګې په لاس کې ونيولې چې له لوېديځ لوري پرنګي په غېږ کې نيولي زړور شوي قاجار د محمود تر ولکې لاندې هرات ګواښاوه؛ او له شمال ختيځ څخه سيکان پرې راخوځېدلي وو. پر دراني ميراث ناست، د دوست محمدخان تکل ـ لکه د مخه نيکونو په څېر يې ـ دا و چې افغانستان، د کندهار او هرات په ګډون، له امو تر اباسين پورې بېرته راغونډ کړي. خو تر ټولو لومړۍ دنده يې دا وه چې د رنجيت تېرى ـ چې تر دې مهاله يې د هري سنګهه تر کومندې لاندې پېښور ته ځان رسولى و او پر افغانانو يې سور اور بل کړى و ـ پرشا وتمبوي. د دې موخې د پرلاس ته وروړلو پر لور، افغان لښکرو ـ د وزير محمد اکبرخان په مشرۍ ـ په جمرود کې پر سيکانو بريد وکړ؛ هري سنګه يې وواژه او د سيکانو پوځ يې مات کړ. پرنګى ديپلومات، فرېزر ټايټلر، ليکي چې د وزير اکبرخان د دې سوبې په پايله کې “..ممکن امير پېښور بيا نيولى واى. خو نوموړي دا ښه وبلله(!!) چې د ده او د سيکانو د مشر ترمنځ د توپير د لرې کولو لپاره په هند کې د پرنګي د نوي ګورنر-جنرال لارد اکلند، منځګړتوب وغواړي.”11 امير په ١٨٣٦ کې، پداسې حال کې چې په سيمه کې د پرنګي له پوځي ځواک او ورته له وفادار رنجيت سنګهه سره يې پر “اتحاد” خبر و، اکلنډ ته يو ليک واستاوه. انګريز غليم خو دا مهال له پروګرام سره سم د مرکزي اسيا پر لورـ د سمرقند، تاشکند او د امو سين شمال بازارونو ته د رسېدو په تکل روان و، او پدې پوهېده چې پنجاب به”د [رنجيت سنګهه] له مړينې وروسته بيا ټوټه-ټوټه شي..”، او انګرېز به پرې ګونډه ووهي ـ همداسې يوې موکې ته سترګې پرلار و، او بېله ځنډه يې پر افغانانو د خولې لګولو پرېکړه وکړه.
د دوست محمد خان د ليک په ځواب کې لارد اکلند وليکل چې “مهاراجا رنجيت سنګهه” د انګرېزانو “پياوړى او وفادار” ملګرى دى، که افغانان د پرنګي د “.. ښېګڼې په هيله وي، نو د پياوړي رنجيت د ټپي کړو احساساتو [په جمرود کې د ماتې او هري سنګهه د وژلو] له کبله دې ترې نه بښنه وغواړي … او په خاورو يې [يانې په پېښور] له تېري څخه لاس واخلي.” خو کله چې امير دوست محمدخان د پرنګي د نه منلو وړ دا شرطونه ونه منل، نو اکلند پر افغانستان د يرغل او د برچې په زور له قدرت څخه د افغان امير د لرې کولو پر تکل شو.
پر افغانستان د تېري لپاره، پرنګي ته ـ لکه د ټول ښکېلاکګر تاريخ په بهير کې يې ـ يوې پلمې؛ يوه ګوډاګى، چې له “مشروع حقوقو”! څخه يې دفاع وکړي؛ کورني څرک او کورنيو اجنټانو؛ او داسې يوه متجاوز حريص لاسپوڅى ځواک، چې د پرنګي چوپړ وهلو ته تيار وي، اړتيا درلودله. پلمه: د برتانوي هند پرخلاف له روسانو او ايران سره د دوست محمدخان د اړېکو تور و ـ پداسې حال کې چې تر دې نېټې [١٨٣٨-١٨٤٢] پورې روسان له مرکزي اسيا څخه يو زر ميله لرې وو ـ او قاجاري پارس پخپله د پرنګي په لمسون د افغانانو خاورې ګواښولې؛ ګوډاګى يې په لاس کې تيار فراري شاه شجاع و چې د خپل پلار نيکه پر تاج و تخت د “مشروع حق” ادعا يې لرله؛ په کابل کې يې اجنټان هم لرل، او متحد يې “وفادار”، رنجيت سنګه “شېر پنجاب” و.
سيد مهدى فرخ د “تاريخ سياسى افغانستان” د لومړي ټوک په ١٥٥ مخ کې ليکي چې: “.. د کابل د قزلباشانو ټولنې فتح على شاه ته عريضه وليکله او د حسينقلى خان جوانشير پر لاس يې تهران ته واستوله. [په عريضه کې يې ليکلي وو:] له دې کبله چې موږ د قزلباشانو ټولنه ايران ته نږدې او له پخوا زمانو څخه د ايران د پاچاهانو اتباع يو، تاسو يو شهزاده د يوه لښکر پر مشرۍ دلته راواستوئ، موږ به هم له هغه سره يوځاى شو، د پاينده خان د زامنو له شره به ځان خلاص او هغوى به د ايران دولت ته وسپارو.
خو څنګه چې د ايران [پارس] دربار له روسيې سره په جګړه کې خورا تاواني او ستومانه شوى و او د انګرېز له دولت سره يې هم ژمنه لرله چې هغې خوا ته لښکر وانستوي، نو د جوانشير له غوښتنې سره سم يې د سند واليانو ته يو ليک وليکه او حسينقلى خان ته يې لارښوونه وکړه چې د سند له لارې هيواد ته ستون شي. رنجيت سنګهه هم د افغانانو له وضع څخه پر ګټه پورته کولو، تر کشمير، پنجاب او اټک پورې پرتې ټولې سيمې ونيولې.”12
په همدې مهال و چې د رنجيت سنګهه په بند کې ٣٠ کاله پراته شاه شجاع: رنجيت او انګرېزانو ترمنځ د “درۍ اړخيز تړون” پر ببنسټ، د ١٨٣٨ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه لارد اکلند له سيملې څخه يوه اعلاميه خپره کړه چې په هغې کې پر امير دوست محمد خان تور لګول شوى و چې د هند پرخلاف له تزاري روسيې سره په توطيه بوخت و.
ټايټلر وايي چې پدې “لاسوند کې وړاندې شوي حقايق داسې نه وو چې ګورنر- جنرال يې فکر کاوه.” د دې پلان ټوله انګېزه د سيملې د اعلاميې په يوه جمله کې ځاى شوې وه: هغه دا چې “.. په ختيځ کې زموږ د ملکيتونو ښېګړه اجابوي چې موږ بايد په خپله لوېديزه پوله کې، د داسې مشرانو پرځاى چې يوه غليم ځواک ته د خدمت لپاره چمتو وي او د لويي غوښتنې پر موخه د فتوحاتو په سوچ کې وي، داسې يو متحد ولرو چې د تېري په مقابل کې مقاومت وکړي او د ارامي له منځ ته راوستلو سره زړه-تړاوى ولري.”13
د ١٨٣٨ کال په دسامبر کې لارد اکلند او رنجيت سنګهه د پنجاب په فيروزپور کې د “اندوس ارمي” له کتنې وروسته، پرنګي په افغانستان لومړى تېرى وکړ. د “مهاراجا رنجيت سنګهه او لارد اکلند” ترمنځ دا لومړنۍ او وروستنۍ کتنه وه. شپږ مياشتې وروسته رنجيت ومړ، پرنګي پنجاب وداړه او تر ستوني يې تېر کړ.
که څه هم چې انګرېزان له افغانستانه په ټيټ سر او ماتو هډوکو وشړل شول، خو د افغانانو پر وجود پرېښودلي ټپونه يې هېڅکله روغ نه شول. د ١٨٤٢ کال په بهير کې د پرنګي کسات اخستونکو پوځونو شاته پر اور اړولى کابل پاته و. د ١٨٤٣ کال د جنورۍ په مياشت کې دوست محمد خان د لاهور له لارې بېرته کابل ته ستون شو او د دويم ځل لپاره پر تخت کېناست.
ټايټلر ليکي چې په افغانستان کې د پرنګي لښکر د ماتې خبر هندوستان ته خپور شو او د “بنګال پوځ” په زړونو کې د لومړي ځل لپاره دا هيله پيدا شوه چې “برتانوي باداران” يې ماتېدلاى شول. له همدې نېټې څخه وو چې د انګرېزانو پر ضد د هغه پاڅون زړي، چې هغوى يې د “هندي بغاوت” په نوم يادوي، وکرل شول.
د افغان-پرنګي له لومړۍ جګړې وروسته، انګرېزانو يوه لسيزه له دوست محمد خان سره اړېکي نه وو نيولي. خو د ١٨٥٤ کال په پسرلي کې، کله چې د روسانو او متحدينو [انګرېزان، فرانسه، المان او عثماني ترکيه] ترمنځ د کريميا جګړه حتمي شوې وه، نو پرنګي يو ځل بيا د افغانانو “دوستۍ” ته اړتيا احساس کړه. که څه هم د هند نوي ګورنر-جنرال، لارد دالهوزي، د هند پر خلاف د روسانو خوځښتونه، چې لا دا مهال هم له شمالي هند څخه په ٢٠٠٠ ميله لرې واټن، اورنبورګ، کې وو، ګواښمن نه بلل، خو دا يې ښه ګڼله چې “.. افغانستان د روسي تېري په وړاندې په اغېزمن خنډ واړوي، او يا افغان ولس وهڅوي د داسې يوه دښمن پرضد داعيه کې ورسره ګډ شي چې د هغه بريا به د افغانانو او برتانوي ځواک دواړو ګډو ګټو ته مرګونې وي.”
واقعيتونو او مخکني تاريخ دا د لمر په څېر ثابته کړې وه چې پرنګي د افغانانو له “ګټو” سره کوم زړه سوى نه لاره، خو دوست محمدخان په ١٨٥٧ کال پرنګي تر اشغال لاندې پېښور ته ولاړ او هلته يې د افغانانو د سر او مال له اشغالګر غليم سره د “خورا ښې دوستۍ” تړون لاسليک کړ. ټايټلر ليکي چې دوست محمدخان “ټول هغه څه تر لاسه نکړل چې غوښتي يې وو”، خو له دوو “سترو انګرېزانو، جان لارنس، [د پنجاب ګورنر]، او [د پېښور ګورنر]، هربرت ايدوارديس، سره يې ليدنه او خبرې وکړې.”(!!) دا چې هغو “سترو انګرېزانو” به په شفاهي توګه ورته څه ويلي او پرڅه به يې تطميع کړى وي، لږ تر لږه تر دې دمه پورې ما [ليکوال] ته څرګنده نه وه، خو ورپسې راتلونکې پېښې ښيي چې دوست محمدخان په هغو تشو ژمنو ځان بيا غولولى و چې غدار پرنګي د افغانانو د خاورې د استرداد په اړه ورکړې وې.
ټايټلر ليکي چې “امير په خپله ژمنه ودرېد.” د نوموړي ژمنو هند پداسې يوه حساس پړاو کې خوندي وساته کله چې د پنجاب ګورنر، جان لارنس، هر يوه ځانګړي وګړي ته اړتيا لرله چې د ١٨٥٧ کال “هندي بغاوت” د ځپلو لپاره يې هلته واستوي. “.. موږ بايد خداى ته شکر وباسو چې د دې بُحران له رارسېدو د مخه يې له افغانستان سره زموږ اړېکي په بريالۍ توګه ټينګ کړي وو. او که نه، زه پوره باور لرم چې که چېرې د افغانانو ذهنونه د امير له خوا مخکې له مخه نه لاسوهنې ته چمتو شوي نه واى، نوموړى به پدې نه واى توانېدلاى چې [پېښور ته] د غرونو پر کنډوونو د [افغانانو] د ډلييزو راتويېدو مخه ونيسي. دې کار به په پېښور او ټول سرحد کې زموږ ستونزې خورا زياتې کړې واى.”14
***
امير دوست محمدخان په ١٨٦٣ کال کې مړ شو اوپر ځاى يې شېرعلي خان پر تخت کېناست. نوموړى هم د لومړيو درۍ کلونو په بهير کې له خپلو وروڼو، په تېره بيا سردار محمد اعظم خان، سره په شخړو کې ښکېل و. محمد اعظم خان، د خپل زوى عبدالرحمن خان په پوځي وړتيا وکولاى شول چې د يوې لنډې مودې لپاره په کابل کې ځان امير اعلان کړي. خو شيرعل خان تر ١٨٦٨ پورې وتوانېد چې کابل ونيسي او خپلې پښې ټينګې کړي. په پايله کې يي سردار عبدالرحمن خان، د امو ها خوا ته پناه يوړه.
د افغانستان پر وړاندې د پرنګي دسيسو دوام لاره. که څه هم چې امير شېرعلي خان ـ دانګريزانو له خوا د بېلابيلو ګواښونو او نارواو سره- سره ـ هڅه کوله چې هغوى ته د بيا پوځي تېري پلمه پرلاس ورنکړي. حتى تر دې پورې چې په ١٩٦٩ کال د جنوري په مياشت کې هند ته د وايسراى، لارد مايو، لېدنې ته ورغى او ژمنه يې وکړه چې: “.. که د خداى رضا وي، تر هغه پورې چې زه ژوندى يم، او تر هغه پورې چې زما حکومت وي، نو زما او د پياوړي برتانوي حکومت د دوستۍ او ښه نيت بنسټ به کاواکه نه شي.”
خو دا هر څه بېګټې وو. هند ته د نوي برتانوي وايسراى، لارد ليتن، له رارسېدو سره پرنګي تصميم لاره هغه څه “.. پلي کړي چې ـ که افغانانو غوښتل او يا نه ـ د [پرنګي] د مخ پر وړاندې تګلارې غوښتنه وه … د هند دفاعي پوله هغه ځاى ته ورسوي چې د اسوکا او [جلال الدين] اکبر په دور کې وه ـ يانې د هندوکش شمالي څنډو ته.” او د دې کار د کولو لپاره پرنګي نيت لاره چې “.. له امير سره اختصاصي [exclusive] اتحاد وکړي، او که نه د افغان سلطننت مات، او د شيرعلي پرځاى داسې يو څوک وټاکي چې زموږ [برتانيا] له ګټو سره زړه تړاوى ولري او زموږ ملاتړ ته اړ وي.” د ١٨٧٨ کال د نوامبر پر ٢١ نېټه برتانوي ځواکونو پر افغانستان يرغل پيل کړ چې په پايله کې يې د ١٨٧٩ کال د فبرورۍ پر ٢١ نېټه، امير شېرعلي خان، په مزار شريف کې، چې د تزاري روسيې د مرستې په هيله هلته په انتظار کې ساتل شوى و، ناهيلى او “زره چاود” شو.
“د گندمک تړون”
پرنګي له يعقوب خان سره، چې د انګريزانو په لمسون د خپل پلار، امير شيرعلى خان، پر خلاف د توطيې له کبله بندي او په هماغه ورځو کې خوشى شوى و، د “سولې خبرې” پيل کړې، چې په نتيجه کې يې د ١٨٧٩ کال د ميې پر ٢٦ د گندمک بدنام “تړون” لاسليک کړ. پدې تړون کې د پرنګي د کسات اخستونکي پوځ تر برچو لاندې لاس او پښې تړلي يعقوب خان ومنله چې خپل بهرني اړېکي به د انګرېزانو له لارې ساتي؛ په کابل او نورو سيمو کې به دايمي پرنګى- توکمه استازى مني؛ او د هغوى او پرنګي سوداګرو د امنيت ساتل به پر غاړه اخلي. دا هغه ټول مواد و چې د نه منلو له کبله يې د ده پلار، امير شيرعلى خان، هم خپل تخت او هم خپل ژوند دواړه له لاسه ورکړي وو.
او پر هغه سربېره:
٢ ماده: د افغانستان او د هغه د ملحقاتو جلالتمآب امير ژمنه کوي، چې د دې تړون له تبادلې او تصويب سره به، د بشپړې بښنې اعلان خپروي چې د هغې پر بنسټ به خپل ټول هغه اتباع، چې د جګړې په مهال يې له برتانوي ځواکونو سره همکارۍ کوله، له ټولو مسئوليتونو څخه تبريه کوي. او له دې کبله به د ټولو داسې کسانو، په هره کچه چې وي، له سزا ورکولو د خوندي ساتلو تضمين کوي.15
هو! پرنګي د خپلو اجنټانو غم خوړلى وو. دا هماغه “خوبولي” اجنټان وو چې په افغانستان کې د ننه د پرنګي څرک او د افغانانو د هيواد ورونه يې ورته پرانيزل. همدا وګړي وو چې نر او ښځه يې د انګرېزانو چوپړيان وو او پرنګي، هم د هغوى د رپوټونو پر بنسټ، د افغان- پرنګي لومړۍ او دويمې جګړې په بهير کې د بېوسلې او بېګناه کسانو په شمول، په سلګونو غازيان د پرنګي توپونو خولې ته ورکړي وو. او باور لرم چې د هماغو وګړيو اخلاف- لمسي، کړوسي او کودي وو ـ چې لا د يوويشتمې پېړۍ تر درشله او تر هغې شاته تر دې مهاله يې “خوبولي” ساتل او د اړتيا په وخت کې يې پرې غږ کاوه.
٩ ماده: د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د اتحاد د نوي کېدلو په پام کې نيولو سره، چې [د دې تړون] د مخکنيو مادو په ترڅ کې تائيد او خوندي شوى دى، د برتانيا حکومت د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير ته د کندهار او جلال اباد ښارګوتي ـ له کُرمې، پشين او سيبي پرته ـ د ګردو هغو سيمو په ګډون چې دا اوس د برتانيا د پوځ په لاس کې دي بېرته ور سپاري. د افغانستان او ملحقاتو جلالتمآب امير، له خپله لوري، موافقه کوي چې د کُرمې، پشين او سيبي سيمې به، [له دې لاسوند] د مله [ضميمه] پلان له حدودو سره سم، د برتانيا د حکومت تر حمايې او ادارې لاندې پاتې شي. د دې مانا دا ده چې نوموړې سيمې به د ګومارل شويو سيمو په توګه پېژندل کېږي او په داسې توګه به ورته نه کتل کېږي چې ګوندې هغه د افغانستان د سلطنت له پولو څخه د تل لپاره جلا شوې وي. د دغو سيمو عايدات به، د اداري لګښتونو له اخستلو وروسته، جلالتمآب امير ته ورکول کېږي.
د برتانيا حکومت به د خيبر او مېچنۍ کنډوونو کنترول، چې د پېښور او جلال اباد د ضلعو [سيمو] ترمنځ پراته دي ـ او له هغو ازادو قبايلو سره د اړيکو پر ګډون چې له دې کنډوونو سره سيده تعلق لري ـ هم په خپل لاس کې وساتي. 16
په لسمه ماده کې برتانيا ژمنه کړې چې يعقوب خان او د ده “اخلافو” ته به د کال شپږ لکه کلدارې “سبسايډي” ورکوي. خيبر او مېچنۍ ځکه انګرېزانو “پخپل لاس کې” ساتل غوښتل چې هلته د “روسي ګواښ” پرضد مخکېنۍ پوځي اډې جوړې کړي. د پېښور له مرکز څخه خيبر ته يوستوى سرک او د ګاډي يوستوې پټلۍ يواځې هغه سيمې وې چې پرې پرنګي ولکه لرله او اپريدو او ورکزيو ته يې پرې د تېرېدو حق ورکاوه.
دا خبره، لږ تر لږه ما ليکوال ته، جوته نه ده، او خورا د غور وړ ده په هکله يې جدي پلټنه وشي چې افغانستان ته د هغو سيمو ماليه، چې د گندمک تر تړون لاندې پرنګي ته ګومارل [په کرايه ورکړل] شوې وې، تر کومې نېټې پورې ورکړ شوې او رسېدلې وه.
پدې توګه، که څه هم نوموړى تړون د کيوناري په وينو کې ډوب شو، خو د هغه پر اساس افغانستان له بشپړې سياسي خپلواکۍ او ملي حاکميت څخه بې برخې، او له راتلونکو افغان “اميرانو” سره د اړيکو بنسټ وګرځېد. پر يعقوب خان د برچې پر زور تپل شوى همدا تړون و چې له قانوني پلوه بايد ارزول شوى او وارزول شي. د “ډيورند لاين” او ورپسې د يعقوب خان پر نورو اخلافو د تحميل شويو تړونونو بنسټ يواځې همدا و. له امير عبدالرحمن خان سره پدې هکله د پوهاوي په ترڅ کې ـ لکه ترې څلور کاله وروسته په ١٨٩٧ کال د هانګانګ په اړه ـ يواځې د هغه د اتبار، سل کلنه زماني موده، په شفاهي توګه ورزياته شوې وه. کله چې افغانان پدې هکله د پرنګي له خوا د افواهاتو خپرولو له لارې خبر شول، له وزيرستان څخه يوه پلاوي په وازه خوا کې د پکتيا له والي سره اړېکي ونيول. والي ته د استولي يوه ليک په ترڅ کې يې وليکل چې: “د انګرېزانو ځنې پلويان وايي چې امير [عبدالرحمن]، د ډيورنډ په غوښتنه د واڼه [ونه] خاوره پرنګيانو ته ورکړې ده. که دا خبره رښتيا وي، د وزيرو خلک به نوموړي دولت ته اطاعت ونکړي او له سردار [والي ګل محمد خان] څخه غواړي چې د دې خبرې د واقعيت او ناواقعيت په اړه موږ خبر کاندي تر څو موږ وکولاى شو خپله لار پخپله وټاکو.”
په ځواب کې يې د پکتيا والي ليکي: “تر دې دمه [امير] دوى ته د پولو او وېش د ټاکلو په اړه څه نه دي ويلي. که چېرې د دولتونو تر منځ د پولو ټاکلو په هکله کومه موافقه شوې وي، نو انګرېزي دولت واکمنان به د امير په خپل ځانګړي ليک او د شرافت په اختصاصي مُهر شوى د پرېکړې دا سند په لاس کې ولري. له دې پرته د هغوى پر خبرو اتبار مه کوئ او رښتيا يې مه بلي.”
داسې مهر او امضا شوى لاسوند لا تر اوسه نه دى موندل شوى.
د پرنګي او امير عبدالرحمن ترمنځ د يوه بل د اغفال کولو پر لوبه د تاج التوارخ پاڼې ډکې دي. نو له دې کبله له گندمک څخه وروسته پر نورو “اميرانو” د نورو تپل شويو فردي لاسوندونو د “مشروعيت او نامشروعيت” په اړه د بحث او مشاجرې کولو بهير بېځايه، بېپايلې او کوم منطق او مفهوم نه لري. هغه يواځې پر اصلي موضوع د سيوري غورځولو، د اذهانو مغشوشولو او اغفال پر موخه رامخ ته کړل شوى و.
***
سوات د افغانانو د دوه سوه کلنو وژنو دوام و.
د ٢٠٠٩ کال د اپريل په مياشت کې پاکستاني راجه-جرنيلانو، د پرنګي او امريکا تر فشار او لارښوونې لاندې، پر افغان ټاټوبي، سوات دره، خونړى پوځي يرغل وکړ. د يرغل موخه “له طالبانو” څخه د سوات، بنېر، ملکنډ او نورو شاوخوا سيمو ژغورل” وو. د دې په پايله کې په سلګونو زره افغانان له خپلو کورونو څخه، د پنجابي پوځ پر امر، پداسې حال کې چې د غنمو فصل يې رېبلو ته تيار و، له خپلو کورونو يستل شوي او د پښتونخوا په نورو سيمو کې يې، په هغو کنډوالو کې د کډوالۍ ژوند پيل کړى چې له دوۍ نه د مخه “افغان مهاجرين” پکې اوسېدلي وو. مال، کورونه، دکانونه، تجارت او ګرد هرڅه يې د امريکايي-پرنګي د توپ لرونکو هيليکوپترو او اِف-١٦ الوتکو خوراک شوي وو. دا د افغانانو مباح وينه وه چې تويول يې په نونسمه پېړۍ کې د بېرحمه پرنګي پر لاس پيل؛ په ١٩٤٧ کې د پاکستان له زېږېدو سره شديد؛ او په ١٩٧٥ کال کې د بوتهو، ميان نواز شريف،ضِياالحق او مشرف” تر تصديو لاندې خورا سرسامې کچې ته ورسېدل.
اسناد خبرې کوي:
د لاسپوڅو پاکستاني راجه-جرنيلانو او بېروکراسۍ پر لاس د افغانانو بېرحمه وژنه له بل هېڅ يوه وخت سره هم نه شوه پرتله کېداى. ځکه کله چې پرنګي افغانان وژل او د کسات اخستلو توپونو پر ګوليو يې د هغوى کورونه او د ژوندي پاتې کېدو وسايل ويجاړول، نو هغوى خو شنې سترګي او سره وېښتان لرل ـ هر چا په نښه کولاى او ځان يې ترې لرې ساتلى شو. ولې راجه-جرنيلان “خړ صاحبان” وو؛ ولسونه يې د اسلام د مقدس دين په نامه وژل. زموږ مومن او پوخ ګروهمن ولس پدې راز خبر نه و.
په ١٩٤٠ کال په هند کې د پرنګي پر لاس د مسلمان او هندو ترمنځ د تاو تريخوالي کرل شوي زړي د ژورې کرکې کچې ته رسېدلي وو. د هند کانګريس له هند څخه د پرنګي د شړلو مبارزه توده کړې وه. نو پرنګي، چې نيت يې نه لاره، له هغې نيمې وچې ووزي، د دې فشار د علاج په کولو پسې راووتل. هر چا ته څرګنده ده چې د پرنګي علاج هماغه د “بېل يې کړه، اېل يې کړه” فورمول و. دا کار يې د مسلم-ليګ پر غاړه ورواچاوه.
واقعيت دا و چې مسلم ليګ هم، په تېره د محمد على جناح پر مشرۍ17 ، د هند وېش نه غوښت او له ګانګريس سره يو ځاۍ يې د انګرېزانو د وتلو غوښتنه کوله. د ١٩١٦ کال په لکنهو کانفرنس کې د مسلم-ليګ دريځ د همدې ادعا ثبوت و. په همدې مهال د مسلم ليګ مشران پدې ګروهه نه و چې انګرېزان به ووزي. نو په هند کې د مسلمانانو “د خوندي ساتلو لپاره” يې ښه ګڼلې وه چې له پرنګي سره ځان نږدې او متحد وساتي. دا مهال د پاکستان د جوړېدو خبره د چا په ذهن کې هم نه وه. خو پرنګي د خپلو موخو د پرلاس وړلو لپاره په يوه بل بديل سوچ کاوه: هغه د هند پر “مسلمستان؛ هندوستان؛ او پرنسستان” د وېشلو بديل و. کله چې پر دې ګواښونو پرنګي ونکولاى شول د هند ګانګريس له خپله هوډه واړوي ـ او کله چې په کانګريس کې جواهر لال نهرو هم، ښايي د مېرمن مونټباټن د خط او خيال په بدل کې، د پرنګي په خوښه “د قرآن که ګرنګ” په شعارونو “ريفرينډم ومانه ـ نو د ١٩٤٧ کال د اګست پر ١٤ يې د اولف کېرو، “کېروستان” وزېږاوه.
له هماغې نېټې د افغانانو د وژلو او ورکولو لړۍ په بېساري شدت پيل شوه؛ پښتون مجله “اسلام ته د خطر” تر نامه لاندې سانسور شوه؛ او په زرګونو خدايي خدمتګار د “سر عبدالقيوم” د تورې او تازينې ښکار شول. د ١٩٤٨ د اګست پر ١٢ نېټه د بابړې په ډلوژنه کې په سلګونو افغانان په سړو وينو کې ولمبول شول.
نن په سوات کې پر هماغه ډول د افغانانو ډلوژنه روانه ده.
سوات يو افغان قبايلي ځانګړى ولايت دى چې د پاکستان تر جوړېدو راوروسته هم په کابل پورې تړلى پاتې شوى و. سر اولف کېرو، چې د افغانانو نه پخلا کېدونکى دښمن و، د “پټان” په نوم د خپل کتاب په پاى کې ـ د نورو تر څنګ ـ د “پښتنو مېشتځايونه” په يوه نخچه کې په خورا تفصيل مالومات پرېيښي دي. پدې نخچه کې د کابل او کُنړ سيندونه ښودل شوي چې د ډاکې له لوري اباسين ته ځان رسوي. له شمال-لوېديځ لوري پر ښکته د سيدو شمال ته د سوات سين ښودل شوى، خو پخپله د سوات د ولايت ځاى سپين پاتې دى. پدې سِر چې هغه ولې سپين پرېښوول شوى، زه [ليکوال] نه پوهېږم ـ او د غور وړ ده چې د پاکستان په عادي نخچو کې هم، د منګورې نوم شته، خو د سوات نوم نه ليدل کېږي. په نخچه کې دير، ملکند، مردان، ډګر، ترکلاڼي، مومند، شينواري، يوسفزي، مندڼ يوسفزي، محمدزي، ګيګياني، داودزي، خليل، باړه مومند او څمکني په تور رنګ ښوول شوي او ختيځ افغانان [Eastern Afghans] ياد شوي دي. کيڼ لوري ته په څنګنو کږو تورو ليکو باندې ښوول شويو سيمو ته لوېديځ افغانان ويل شوي. پدې ډله کې د اڅکزو، پشين، بُستان، کوټې، لورلاى، مندوخېل، تور ترين، سپين ترين، لواڼي، موسى خيل، ځمرى، شېراني، سېبي، په ګډون، “دراني او ور سره متحد ټبرونه” لوېديځ افغانان [Western Afghans] ويل شوي. اُلف کېرو چې د افغانانو د يووالي تر ټولو سخت دښمن و، بيا په خپله نخچه کې په سره رنګ کرلاڼي، غرغښت، غلجي ـ لودي او نور ـ پښتانه او د هغوى مېشتځايونه او پولې يې په تفصيل په سره رنګ ښودلي دي.
د هنري مورتايمر ديورند له خوا په ١٨٩٣ کې “د امير عبدالرحمن او پرنګي د نفوذ ساحې” د محدودولو يو زر او شپږ سوه ميله اوږده پوله، چې پاکستان ادعا لرله او د پرنګي پر مټو يې نورې نړۍ ته داسې ورښودلي وو چې ګنې هغه “نړيواله پوله” وه، نه يواځې دا چې د امير عبدالرحمن پر شمول، هېڅ افغان ـ که د لر و که د بر ـ نه وه منلې، بلکې نه د کاغذ پرمخ او نه پر ځمکه د هغې کوم پوخ ثبوت وجود درلود.
د اينکارتا په دايرة المعارف کې ويل کېږي چې برتانويانو هڅه کوله خپله امپراتورۍ د شمال-لوېديځ پر لور د پښتونخوا خاورې ته وغزوي چې په ترڅ کې يې د پښتنو له مقاومت سره مخامخ شوه. له “ډېرې مرګ ژوبلې وروسته انګرېزان پدې پوه شول چې افغانان نه شي اېلولاى”، نو له همدې کبله و چې له لس کلنو خونړيو نښتو وروسته، په ١٩٠١ کال، برتانيا له هند او انګرېزي قوانينو جلا او خپلواکه پښتونخوا بېله او د پرنګي راج د شمال لوېديځ صوبه نوم يې ورکړ. “پښتانه د کلونيل قوانينو تابع نه وو.” او د همدې پرېکړې پر بنسټ، انګرېزانو په سيمه کی له پرتو قبايلو د حق العبور په بدل کې د مواصلاتو د لوژستيکی کرښی د استفادی امتياز تر لاسه کړى و.
پرنګي مشربه “افغان ماهران” او پاکستاني راجه-جرنيلان تل پدې تکل وو چې “د ډيورند لاين دواړه غاړو ته اوسېدونکي” افغانان يو ملت نه، بلکې “يوه قبيله” وښيي. پدې هکله د پنتاګون يو پخوانى مامور، پېير سپرې، وايي چې “دا په افغانستان او پاکستان کې پراته څلوېښت مليونه [د وروستنيو شمېرنو پر اساس له پنځوس مليونه زيات] وګړي دي. دا يو ملت دى نه يوه قبيله. پدې ملت کې د ننه قبيلوي ډلې دي چې په ګډه ژبه خبرې، او د خورا ستاينې وړ پتمن دود [پښتونولۍ] پر اساس ژوند کوي.
د دې لپاره چې پنجاب د نورو ملتونو پر حقوقو خېټې اچولو ته دوام ورکړي، او “د پښتنو او بلوڅو نشنلزم خنثى کاندي، د پاکستان حکومت هڅه کړې د پښتنو په منځ کې د اسلامي ملېشو ملاتړ وکړي. داسې ملېشې په افغانستان او کشمير دواړو کې جګړه ژوندۍ وساتي او د پوځي ادارې پرضد د مخالفينو اکثريت د نېزې پر زور کاواکه کاندي. 18
اوس نو د خوشحال بابا، ميرويس نيکه، احمدشاه بابا او فخر افغان، باچاخان بابا لوڼو او زامنو ته په کار ده چې د خپلې بشپړې خاورې د خپلولو او ابادولو لپاره ملاوې وتړي. زموږ د ملت د ژوندي پاتې کېدو لپاره بل بديل نشته.
پر “جرس” د ځان ختا کولو زمانه تېره شوې؛ د “اوښ” مهار کول په کار دي. يا ربه توفيق!!
د پُښتۍ شا ته نخچه په ١٨٩٣ کې د “.. ډيورندلاين له سکيچولو وروسه، د سوات دره د افغانستان برخه بلل شوې وه.” دا نخچه د امريکا د کانګريس په کتابتون کې پرته ده. پر نخچه په زېړ رنګ ښوول شوې سيمه د افغانستان “د نفوذ ساحه”؛ او پر ګلابي رنګ د برتانوي هند د “نفوذ ساحه” ښيي.
Pakistan’s British-Drawn Borders
Library of Congress A map of the border between Afghanistan (in yellow) and British India (in pink) from 1893, the year the Durand Line was drawn. The Swat Valley was then considered a part of Afghanistan.
***
د نړيوالې دويمې جګړې په پاى کې له اقتصادي او پوځي پلوه کمځواکه شوې برتانيا نور نه شوه کولاى چې پر خپلو کالونيو مخامخ حکومت وکړاى شي، نو د داسې وضع د جوړولو په لټه کې وه چې په سيمه کې خپل شتون ته په نامخامخ توګه دوام ورکړي. پر همدې بنا له هند څخه د وتلو له مخه يې ـ په سيمه کې د “خپل نامخامخ نفوذ او ګټو ساتلو” په خاطر ـ شاته داسې پرابلمونه پرېيښودل چې د اوږدې راتلونکې لپاره د سيمې اولسونه د يوه بل په ګرېوان کې لوېدلي وساتي، او د پرنګي له لمنې نيولو پرته يې ژوندي پاتې کېدل ګران وي. هماغه وو چې په ١٩٤٧ کال کې يې هند ـ د مسلمانانو، هندوانو او نورو هندي توکمونو د غوښتنو او ګټو پرخلاف ـ د “پاک او ناپاک” پر نامه ـ ووېشه او په قصدي توګه يې د پر خپل لاس زېږولې کرکې او پارولو مذهبي احساساتو د لمبو په منځ، او مليونونو وګړيو د وينو پر سر د يوه نوي خو کمځواکه او کاواکه “مصنوعي هيواد”، پاکستان، خښته کېښودله. دا خښته پر داسې وينو او کرکه اېښودلى شوه چې د “پاک” پنجابي او “ناپاک” هندي ترمنځ د بيا روغې جوړې شونتيا يې ناشونى کړې وه.
او له بلې خوا د دې پرځاى چې افغانانو ته د يوه شمېر ستراتېژيکي کوتلونو شاته پرته خپله تاريخي خاوره، چې پرنګيانو ته د “ګندمک تړون” پر بنا ـ د روسانو په مقابل کې د پوځي دفاعي کرښې پر موخو ـ په کرايه ورکړل شوې وه، بېر ته وسپاري، هغه يې پر پاکستان تپلو پرنګي- ذهنه راجه-جرنيلانو او بيروکراسۍ ته وسپارله. دې کار په سيمه کې د تلپاتو ستونزو زړي وشيندل او له هماغه دمه، د افغانستان د خاورې د هضمولو پر تکل، نوي جوړ شوي پاکستان، د برتانيا او امريکا له خوا د جوړ شويو بغداد سيتو، سينتو پوځي بلاکونو په لمن کې، د افغانانو د تباهۍ بډې وهلې وې.
که څه هم چې، د ځينو پر اند، د يوه ځانګړي اسلامي هيواد، پاکستان، د جوړولو په پايله کې مسلمانانو خپل حقوق تر لاسه کړي وو، خو واقعيت داسې نه و. د پرنګي له خوا مسلمانانو ته د ښېګړې رسول به له “پيشو څخه د خداى د رضا لپاره د موږک نيولو” هيله کول واى. او تجربې هم ثابته کړې وه چې پاکستان د پرنګي دايي پر لاس په پردۍ زانګو کې د زېږېدو له نېټې څخه له بېلابېلو سترو او مرګونو ننګونو او ستونزو سره لاس و ګرېوان و چې پرنګي ورته شاته پرېښودلي وو.
فرېزر- ټايټلر، چې تر دېرش کاله ډېره موده يې زموږ په سيمه کې د بدلونونو په پلي کولو او پنځولو کې مخامخ برخه لرله ـ او کتاب يې د هند له وېش څخه يواځې درۍ کاله وروسته، په ١٩٥٠ کال، خپور شوى، تر ډېرې کچې پورې له هند څخه د وتو په زمانه کې د برتانيا د پالېسۍ ښکارندوى دى ـ د افغانستان او پاکستان په اړه په جوتو ټکيو کې ليکي چې: “افغانستان د يوه مهال يوې سترې امپراتورۍ منځزړى او ميراتخور دى؛ هغه د سترو غرونو د ځنځير کور دى، چې د فطرت پر لاس ډيزاين، او هند ته د راتلو پر وړاندې ډال [سپر] دى … پښتانه توکمونه، چې د افغان ملت د يوې برخې حاکميت ور په غاړه دى، له خپلو غرنيو خنډونو څخه اوښتي او په هوارو کې خواره دي، نو د پاکستان په خورا پراخو پرتو سيمو کې داسې وګړي [پښتانه] مېشت دي چې هغوى … کراچۍ ته نه، بلکې کابل ته وفادار دي. په دې موجوده حالت کې، د ډيورند لاين د مصنوعي پولې شا ته پروت افغانستان له توکميز، اقتصادي او جغرافيايي پلوه يو نابشپړه هيواد دى. او د پاکستان په اړه دا مهال ستونزمنه ده چې څه وويل شي. هغه د هند له بېلابېلو برخو څخه، چې په کامله توګه پکې بېلابېلو وګړو ژوند کاوه، په تلوار پرېکړ شوى دى. او په موجوده حالت کې، ښايي دا يواځنى خورا عجيب او غريب هيواد وي چې [د تاريخ] په بهير کې منځ ته راغلى… له يوه بل سره، په نږدې يووالي سوله او نيکمرغۍ کې به، دا دواړه دولتونه وکولاى شي د اسلامي هيوادونو په اوږده ليکه کې، چې د پامير او باسفورس ترمنځ پراته دي، د يوه ختيځ پياوړي سنګر په توګه د يادونې وړ نخچ ولوبوي. خو که هغوى سره يو موټى نه شي، که ويشلي او د سياسي او اقتصادي اختلافونو له کبله؛ د ملي توپيرونو له کبله او د ډيورند لاين د بې ماناتوبونو له کبله له يوه بله شلېدلي وي، نو په هغه حالت کې به دوى د انقلاب په ګټه داسې شرايط برابر کړي وي چې کمونيزم ته فُرصت پر لاس ورکوي.”17
ټايټلر واقعاً د هغو ستونزو بنسټيز لاملونه، چې د برتانوي هند او افغانستان او بيا وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکيچونو، ناراميو او نااتباريو بنسټ جوړاوه، په ښه توګه ـ که څه هم زړه-نازړه او له شک پنځولو سره يوځاى ـ رڼا کړي او د حل لارې سلا يې هم شاته پرېيښې وه. خو ور پسې بيا ـ د برتانيا له پاليسۍ سره سم ـ د دې پرځاى چې په عملي توګه د دواړو هيوادونو ترمنځ ددې کرغېړنې ستونزې د حل پر لور هڅه وکړي، په نوي زېږولي پاکستان کې خپلو نازولو جرنيلانو او بيروکراتانو ته سترګه وهلې او ور په يادوي چې برتانيا او امريکا به په يوه يا بل ډول، “تر هغه پورې چې پاکستان په همګټو هيوادونو کې پاتې شي، او حتى که هغه دا اړېکي پرې هم کړي، بيا به هم کوم ډول لاره ومومي چې انګرېزانو ته دا توان ور په برخه کاندي د هند د پولو په ساتلو کې خپلې ژمنې او اوږدمهاله ګټې وساتي. خو دا دنده به نو نوره په مخامخ توګه سرته نه رسېږي، بلکې د برتانيا حکومت به په کابل، تهران او مشهد کې له خپلو پوستو څخه څار کوي او [د پاکستان] نوي رژيم ته به سلا، او که اړينه وي، مرسته ورکوي.”
نو پدې توګه برتانيا ـ او ورپسې امريکا ـ د پاکستاني جرنيلانو د پر شا ټپولو او هڅولو په ترڅ کې هغوى تشجيع کول چې د دې ستونزې د حل پر لوري که کومه لاره هم د موندلو وړوه، پر وړاندې يې خنډونه واچوي. په پايله کې يې د پرنګي پرلاس پر وچه تړل شوي، وږي-تږي، شل-شوټ کمځواکه شوي افغانستان او په قصدي توګه کاواکه او بېواکه زېږول شوي پاکستان د حاکمو راجه-جرنيلانو او بيروکراتانو تر منځ اړېکي تل ترينګلي او کرکجن وو.
دا تجربه شوې نه وه چې که چېرې د افغانانو وس رسېدلى واى، د خپلو غصب شويو حقونو د پرلاس راوړلو لپاره به يې څه کړي واى؟ خو پخپل وار جرنيل ضياالحق- د شلمې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې د افغانانو په هکله خپل نيت جوت کړ، د اسلام او جهاد تر نامه لاندې يې د لارد رابرتس پر پلونو پل کېښود، کابل يې “وسواځه”؛ افغانان او افغانستان يې لاس او پښې تړلي د تباهۍ په تابوت کې پراته انګېرلي وو. دا چې افغانانو د خپلو وينو، شهيدانو، ايماندارو وياړمنو نيکونو او تاريخ په برکت هغه تابوت بيا مات کړ، ځان ته بېله خبره ده.
يوه وروستۍ پوښتنه: هغه دا چې د افغانانو د پرزولو او تباهۍ لپاره غليم له څنګه او کومو وسايلو او حربو څخه کار اخست. زموږ د تاريخ د دې پاڼې د ارزونې په ترڅ کې په خورا جوته توګه له مغُلو بيا تر پرنګيانو او پنجابي جرنيلانو پورې د افغانانو پرخلاف د هغوى د پالېسيو، وسايلو او حربو په ځنځير کې هغه ګډې کړۍ څرګندېږي چې پرې يې يو پر بل پسې د معاصرو اوضاعو له تقاضا سره سم عمل کاوه او پلې کولې يې. پداسې حال کې چې د چنګېز، تيمور، بابر، اورنګ او پرنګ نومونه د تاريخ په پاڼو کې په غټو ټکيو ثبت شوي وو، د افغان نوميالو کارنامې د خپل په څېره کې د پرديو او بهرنيو تاريخي رقيبانو پر لاس د فراموشۍ کندې ته غورځول کېدې.
د مغُلو پاليسي سياسي ځواک ته په هره پلمه او وسيله د افغانانو د رسېدو مخنيوى و. چې له تيموره تر بابره؛ له اورنګه تر پرنګه؛ او بيا تر پرنګي لاسپوڅي راجه-جرنيل18 ضياالحق پورې يې د دې کار د سرته رسولو لپاره تاريخي حربه دا وه چې افغانان وېشلې او له يوه بل سره يې په منفي ځان ويرانوونکې سيالۍ کې ښکېل وساتي. د قبايليت دود يې پکې پوخ، تربور يې چې اساساً په پښتو کې د “تره زوى، ورور او ښي مټ په مانا و”، له يوه بل سره دښمن تعريف؛ داسې کيسه ويونکي او ليکوال يې اجيرول چې د افغانانو د کلتور، دودونو او شخصيتونو د سپکاوي لپاره افسانې جوړې کړي.
له مغُلو وروسته انګرېزانو هم دا پالېسي خپله کړې وه. د پرنګي د تاريخ هره پاڼه د افغانانو د تاريخ او دودونو د سپکاوي او مسخ کولو پر تکل توره ده. پر له پسې يې د خپلو شومو موخو د پرلاس ته وروړلو په لار کې، افغانان په دراني، غلجي، کرلاني، پېښوري، کابلي، او نورو وېشلي؛ د غرونو”وحشيان، لوټمار او باغيان” يې بللي دي. ټايټلر د خپل کتاب په ٢٧ – ٥٥ – ٧٦ مخونو کې ليکي چې:
“.. لوديان او ابراهيم لودي په تاريخ کې د غرنيو غلو په نوم ياد شوي … پښتنو ته يې ګاونډيانو تل د وحشيانو په سترګه کتلي… تاجکان محيل او حريص وګړي دي، د هغوى په صداقت او رښتينولۍ کې نقصان دى … ازبکان د مشرتابه صفات نه لري، د پرېکړې او ارادې خاوندان ـ يانې هغه څه چې د فاتح توکمونو ځانګړنه ده نه دي.”
هو! پرنګيانو، د تل پرڅېر، د کلونياليزم له دود سره سم ولسونه له مادي او مانوي پلوه لوټل او بيا يې په سپکو ستغو ژبو پيغور هم ورکاوه. راجه-جرنيل ضياالحق، نه يواځې دا چې د هغوى پر پل يې کېښود، بلکې تر هغوى ډېر اغيزمن هم و. د اغېزمنتيا تر نورو ستر لامل يې پر مخ د مسلمانۍ نقاب غوړولى و. جرنيل ضيا افغان لږه کيان ـ تاجک، ازبک، يو شمېر هزاره، شاړي، نور او نور د بل نقاب پوښ، برهان الدين، پر مشرۍ په يوه پښتون-ضد تنظيم کې راغونډ کړل. دا يواځنى تنظيم و چې تر پايه پکې د کوم انشعاب او دوه-ګوني نښې ښکاره نه شوې. پښتانه يې پر شپږو ټوټو ووېشل؛ د “بنسټپالو” او “منځلارو” په پلمه يې د يوه او بل په ګرېوان کې واچول؛ غلجي يې پر شا ټپول، او دراني يې د جهاد په ليکه کې نه پرېښودل. د هغه تر څنګ يې بيا عامو خلکو ته په خوله کې ورکړي وو او په کوم جومات، حجره يا ميلمتون کې به کيناستې نو د کلي سپين ږيري به همدا خبره کوله چې: “.. ياره کندهاريانو سخته بې غيرتي وکړه، په جهاد کې برخه نه اخلي.” ! واقعيت دا و چې هغه سرښندنې چې د لوى کندهار خلکو ورکولې، بېسارې وې. ځکه چې په هوار ډګر د روسانو پرخلاف ـ پرته له دې چې کومه بهرنۍ مرسته تر لاسه کړي ـ په تشو لاسونو جنګېدل.
دا لارې د ملتونو د تباهۍ او پر خپل ځان يې د ناويساينې او ډاډ نشتولو خورا اغېزمنې لارې وې. همدا پرنګيان ـ، او ورپسې بيا د هغوى لاسپوڅېپنجابى پوځ او بيوکراسۍ وو ـ چې د افغانانو د وروسته پاتې کولو او له ځان او جهانه د بېخبره پاتې کولو او لرې ساتلو لپاره يې هر ډول وسيلې په کارولې، او د هغوى د اصلاح او کلتوري ودې پر لور يې د هر تکل د شنډولو هڅه کړې وه.19
***
د دې واقعيت د ثبوت لپاره د شلمې پېړۍ د دوه تنو وياړلو افغانانو کارنامو ته يو ځغلنده کتنه اړينه ده. هغه په عمل کې د افغانانو د ملي تفکر او ملي دود، عدم تشدد، د فلسفې پلي کوونکى، فخر افغان، باچا خان؛ او د افغانستان د ولسواکۍ د بنسټ اېښودنکي، مرحوم شهيد محمد داود، ژوند او مبارزې دي.
لومړى ـ فخر افغان باچاخان:
باچا خان، چې د افغان ملت لپاره يې خپلو ملي موخو ته د رسېدو پر لور خورا پياوړې لار پرانېزلې، په ډېره خامه ځوانۍ کې ـ چې عمر يې لا شلو کلو ته نه و رسېدلى ـ د خپلو خلکو پر ضد د متکبر او مکار پرنګي نادودو ته ژور پام شوى و. ده د خپل وجود په هره ژونکه [حجره]، وينو او هډوکو کې د انګرېزانو هغه استبداد احساس کړى و چې پر افغان ملت يې روان کړى و. انګرېز سياسي اجنټانو پر خلکو داسې ورځ راوستې وه چې حتې د اغېز خاوندان هم د يوه برتانوي په ليدو سره لړزېدل او مجبور وو چې ورته له رارسېدو د مخه يې سرونه او ملاوې ټيټې، لاس پر نامه ولاړ واى. که چېرې کوم چا [افغان] د پرنګي له مخې له ځان ټيټولو او درېدلو تېر شوى واى، نو هغه به د جېل د توررو تمبو شا ته استول کېده.”20
نو باچاخان د هماغه ځوانۍ له کلونو ټينګه ملا تړلې وه چې نه يواځې افغانان، بلکې ټول هند د پرنګي له ظالمو منګولو وژغوري. او دا يې تشخيص کړې وه چې له دې تاړاکونو د وتلو يواځنۍ لار ولسونو ته د سپين مخي مکار انګرېزد تور استبدادي مخ د بربنډولو؛ او د هغه پرخلاف د خپل ملت د يووالي له لارې شوني وو ـ او افغانان يواځې هغه وخت د يو کېدلو او اتحاد په مانا پوهېداى شواى چې د ځان پېژندنې، پوهې او پوهنې لورى يې خپل کړى واى. د دې سپېڅلې موخې پرخوا، باچاخان، د هغو پرنګي اجنټانو د تکل شنډولو پر لور چې په افغانانو کې د جهالت پر هڅولو او خپرولو بوخت وو، په خپل ولس کې د پوهنې پر خپرولو لاس پورې کړ. د پښتونخوا په کليو او بانډو کې د غونډو او جرګو په ترڅ کې يې تل پدې ټينګار کاوه چې “د علم زدکړه پر هر نارينه او ښځه فرض ده … او د نبي عليه السلام له ارشاداتو سره سم د علم په لټه کې شئ که حتى هغه په چين کې هم وي.”
د. ګ .ټيندُلکار په “عبدالغفارخان ـ ايمان مبارزه دى” کتاب کې ليکي چې په پښتونخوا کې د پوهنې د خپرولو په کار کې له باچاخان سره د ترنګزيو حاجي صاحب ستره مرسته وکړه. اُتمانزو ته نږدې، حاجي صاحب ترنګزي پر ١٩١١ کال په خپل کلي کې د ټولنيزو سمونو لپاره خپل ښوونځى پرانستى و. د نوموړي په ملاتړ، باچاخان او ملګرو يې “دارالعلوم” پرانست چې مولوي تاج محمد يې مشر؛ او د ديوبند د مدرسې فارغان، مولوي فضل ربي او مولوي فضل محمد مخفي يې مرستيالان وو. د هغوى دنده دا وه چې پوهنه خپره او په کليو کې ښوونځي پرانېزي. باچاخان او مولوي عبدالعزيز په ١٩١٠ کال په خپل کلي، اُتمانزو، کې يو ښوونځى پرانستى و.
په ١٩١٤ کال د لومړۍ “نړيوالې جګړې” له پيل سره، پرنګيانو په پښتونخوا کې د ازادۍ د مبارزينو پر ځپلو لاس پورې کړ. د ديوبند مولانا محمد الحسن د حج په نيت مکې ته تللى و، په هغه ځاى کې بندي او انګريزانو ته وسپارل شو. عبيدالله سندهي افغانستان ته ولاړ. د ترنګزيو حاجي صاحب، “د عبدالغفار له ګڼ شمېر نږدې ملګرو سره” بونېر ته ولاړ خو کله چې يې پرنګي ته د پر لاس ورکولو په اړه د پرنګي د اجنټانو پر توطيه خبر شو، نو مهمندو ته وتښتېد. انګرېزانو د هغوى ټول ښوونځي وتړل او ښوونکي يې د جيلونو د تمبو شاته واچول.
له لومړۍ “نړيوالې جګړې” وروسته، په هند کې حالات خورا ترينګلي شول. د پرنګي پر لاس د عثماني خلافت له پښو غورځولو د هند مسلمانان خورا بوږنولي وو. او په ١٩١٩ کال د انګريزانو پرخلاف د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې د افغانانو بريالي پاڅون په ټول هند کې ازادي غوښتونکو ته لا نور هم زړه ورکړ چې د پرنګي ګرېوان ته لاس واچوي. دې وضع انګرېزان وترهول او پر هند يې د استبداد تورتم لا نور هم وغوړاوه. د “هند د دفاع” په پلمه يې د “رولت-بيل” په نوم ظالمانه قانون د ولسونو د غږ چوپولو لپاره اعلان کړ. تر دې لايحې لاندې هر هغه نيوکه چې به د حکومت د چارو په اړه چا کوله، او د هر مشروع حق غوښتنه “فتنه” بلل کېده او جزا يې بنديخانه وه.
د هماغه کال د اپريل په ٦ باچاخان په اتمانزو کې د خپلو کليوالو يوې غونډې ته د دې استبدادي لايحې پرخلاف خبرې کولې. دا لومړى ځل و چې د باچاخان ٩٠-کلن پلار، بهرام خان، دې “سياسي غونډې” ته ورغلى و. پرنګي په پېښور کې مارشل-لا اعلان کړه؛ پوليسو باچاخان ونيو او د مردان په يوه جېل کې يې واچاوه. پر دا سبا يې د پرنګي “سُپرانټينډنت” مخې ته ودراوه؛ هغه يې په پښو کې د ځنځير کړۍ ور واچولې. پوليسو په جېل کې “دومره غټې کړۍ نه شوې موندلاى” چې د باچاخان په پښو کې جوړې شي، “نو په زور يې هغه کوچنۍ کړۍ په پښو کې ور واچولې” چې په پايله کې يې له ښنګريو وينې روانې وې. بېر ته يې جېل ته واستاوه او د “کانټونمينټ” په هغو پوځي بارکونو کې يې وغورځاوه چې نور ډېر پشتانه هم پکې بنديان وو.
د باچاخان په نيولو پسې، برتانوي ګُرخه پوځونه له کلي راتاو شول؛ کليوال يې په ځمکه کېنولي وو او د وېرولو په موخه يې د توپونو خولې پرې سپرې کړې وې. پوځيانو د خلکو کورونه هم لوټل؛ او پر کليوالو يې دېرش زره روپۍ ناغه ولګوله. د ناغې تر پرېکولو پورې يې تر ١٥٠ تنو څخه ډېر کليوال په جيل کې د يرغمل په توګه بنديان کړي وو. د باچاخان پلار، بهرام خان، او نور خپلوان يې هم درۍ مياشتې په هماغه جېل کې وو. بهرام خان وايي: “زه خوښ وم چې له زوى سره مې يوځاى په جېل کې وم، که نه نو خداى خبر چې هغه به مې په ورځو او کلونو کې ليدلى واى.”
د اپريل پر ١٣ نېټه سيکانو هم د “رولټ-بيل” پر ضد په سولييزه مظاهره لاس پورې کړ. هغوى پداسې حال کې چې د امرتسر په جاليانوالا-باغ کې غونډه لرله چې د جنرال ډاير پوځيانو، د باغ له انګړ څخه د وتلو ټول ورونه وتړل؛ پرې د مشينګن ګولۍ وچولې؛ په “سلګونو بېدفاع، سړي، ښځې او ماشومان يې ووژل”، پر پنجاب يې هم مارشلا اعلان کړله.
له جېل څخه له وتو وروسته، په ١٩٢١ کال فخر افغان، باچاخان، د “انجمن اصلاح افاغنه” تحريک پيل کړ چې موخه يې د خپل ولس ټولنيزه او ذهني وده او ناسياسي غورځنګ و. د هغه تر څنګ يې په اتمانزو کې د “ازاد هاى سکول” [د ازاد لوړ ښوونځى] بيا پرانېزه؛ قاضى عطالله، ميان احمدشاه، حاجى عبدالغفار خان، خان احمد خان، عبدالاکبرخان، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر پکې خدمت ته ملا تړلې وه. د ښوونځي درسونه په پښتو ژبه وو؛ اسلامي احکام؛ د پښتنو تاريخ او تمدن او نور مضامين پکې تدريسېدل. دې کار پرنګيان ولړزول.
د اتمانزو ازاد لوړ ښوونځى د بنسټ اېښودو شپږمه مياشت وه، چې د پېښور چيف کميشنر، سر جان مافي، د باچا خان پلار ـ چې خورا ديندار سړى و ـ وروغوښت او ترې يې له دې فعاليتونو د خپل زوى د منع کولو او د ښوونځي د تړلو غوښتنه وکړه. برتانويان پر بهرام خان ډېر ګران وو. هغوى به ورته د چاچا خطاب کاوه. او بهرام خان به ويل چې هغوى د “ملايکو په څېر، خداى زموږ د ښېګڼې لپاره را استولي وو.” بهرام خان خپل زوى ور وغوښت او له چيف کميشنر سره يې د خپلو ليدلو په اړه خبر کړ ـ ورته يې وويل چې کرار دې په کور کې کيني.
باچاخان وايي چې ګوره مکار پرنګى پلار او زوى هم د يوه او بل په ګرېوان کې سره اچوي. زياتوي چې زه له خپل پلاره خورا وشرمېدم، خو ورته ومې ويل چې پلاره که نورڅوک لمونځ نه کوي، نو زه يې هم پرېږدم او له خپلو فرضو لاس پر سر شم؟ ويل يې هېڅ کله نه! “ښه نو پلاره، خپله ملي پوهنه خپرول خو لکه د لمونځ په شانې ده. که زه له لمانځه کولو لاس واخلم، نو له ښوونځي به هم لاس پر سر شم. لکه څنګه چې لمونځ فرض دى، په هماغه ډول خلکو ته تعليم ورکول او خدمت کول يې هم فرض دي.” پلار مې راغبرګه کړه، ويل ښه: “چې داسې ده، ته رښتيا وايې، که دا فرض ده، نو کوه يې.” بهرام خان د خپل زوى ملا وتړله او چيف کميشنر ته يې وويل چې ته نو نه شې کولاى څوک له فرض ادا کولو منع کړې.
باچاخان وايي چې کله يې له پرنګي حاکمانو پخپله مخامخ وپوښتل چې پوهنه خو کوم جرم نه و، او پدې توګه يې اساساً له حکومت سره مرسته کوله، نو د هغوى ځواب دا و چې: “که تا ته اجازه درکړ شي چې پښتانه د ټولنيز سمون له لارې سره منظم کړې، ايا کوم داسې تضمين شته چې دا سازمان به د حکومت او د هغه د ګټو پر خلاف استعمال نه شي … ته بايد بښنه وغواړې او ضمانت راکړې چې دا کار [يا نې خلکو ته تعليم ورکول] به بيا نه کوې… دا خدمت نه دى، بغاوت دى.”21
لنډه موده وروسته، د ١٩٢١ کال د دسامبر پر ١٧، باچاخان د “سرحد جرايمو قانون” تر ٤٠ مادې لاندې په درۍ کاله مشقت بند محکوم، د پېښور جېل ته واچول شو ـ او پداسې حال کې چې د بندي په پښو کې به ځنځيرونه پراته، او په غاړه کې به يې پولادي کړۍ پرتې وې، د “کوټه قلفي” له قانون سره سم “.. مجبور و چې هره ورځ څلوېښت سېره جوار مېچن کړي.”
په ١٩٢٤ کال له جېل څخه خوشى؛ له هغه يو کال د مخه يې مور “چې د وروستۍ سلګۍ په مهال يې يواځنۍ خبره د عبدالغفار نوم و” مړه شوې او په ١٩٢٦ کال د نږدې سل کلونو په عمريې پلار، بهرام خان، ومړ. باچا خان په همدې کال ـ د خپلې مېرمنې او خور په ګډون ـ حج ته ولاړ. په همدې کال د عربستان پاچا، سلطان ابن سعود، د نړۍ له هر ګوټه وتلي مسلمانان مکې ته وربللي و او باچاخان هم پدې غونډه کې برخه واخستله. په غونډه کې په سرسريزو خبرو بحث کېده، نو ځکه د غونډې پايله ناکامه شوه. د حج له کولو وروسته، پخپله باچاخان او مېرمن يې تايف ته سفر وکړ او خور يې د مدينې له لارې بېرته هيواد ته ستنه شوه.
باچاخان وايي چې په تايف کې يوه ږيرور قباپوښ سړۍ پرې غږ وکړ او مخې ته يې پر ځمکه يوه ځاى ته ګوته ونيوله، ويل: “دلې د پيغمبر (ع) د ږيرې يو وېښته او د پښو پل ځاى لري.” باچا خان يې په ځواب کې وايي چې زه دلته د دې لپاره نه، “بلکې په خپله روح کې د نبي (ع) د هغه صبر او زړورتيا د ياد تاندولو لپاره راغلى يم کوم چې له ٧٥ ميله لرې واټن، مکې، څخه به د تايف د خلکو د خدمت لپاره را روان و او پر لارې به خلکو په تيږو ويشت، د تايف خلکو به سپي پسې شکارل او واهه به يې. خو پيغمبر (ع) به صبر کاوه، او دُعا به يې کوله چې اې الله زما ولس پر سيخه لار روان کړې.”
فخر افغان، باچاخان، افغان ملت ته د خدمت له لارې نه پرنګي او نه د پرنګي مزدورانو وګرځولى شو. تل يې په ذهن او له خپلو خلکو سره په خبرو او جرګو کې دا پوښتنه ساتله چې موږ بايد پدې خبره سوچ وکړو چې ولې موږ بېوسه او له نورو ملتونو وروسته پاتې يو. خداى خو وعده کړې چې هر هغه څوک چې ايمان لري او پرې عمل کوي، د خداى د برکتونو مستحق به وي. موږ بايد خپلو پوښتنو ته د اسلامي ښوونو په رڼا کې ځواب ومومو. الله پاک وايي: “دروغ مه وايه؛ قتل مه کوه؛ غلا مه کوه؛ ځورونه مه کوه؛ استبدادي عمل مه کوه؛ د بل چا مال ترې مه شوکوه؛ ښه کوه؛ له بدو لرې ګرځه؛ خپل بدن، کالي او ځاى دې پاک ساته؛ او له نورو سره داسې څه مه کوه چې ته يې پرځان پېرزو نه ګڼې. دا د خداى پاک اوامر دي چې قُرآن يې موږ ته راښيي.”
په ١٩٢٨ کال د ميې په مياشت کې يې د پښتون مياشتنۍ په خپرونه پيل وکړ، مخ-پاڼه يې د غني خان پر شعر ـ چې خازې شنې مې پر قبر وي ولاړې که غلام مړ وم راځئ تُو کړئ پرې لاړې ـ ښکلې شوې وه. په ١٩٢٩ کال يې د خدايي خدمتګار غورځنګ پيل او افغا ملت يې د خپلې دوديزې فلسفې، عدم تشدد، پر لار روان کړ.
پر وړاندې يې د پرنګي غبرګون شديد و.
يوه بېلګه: د ١٩٣٠ کال د ميې پر ١٣ د تياره سهار پر درۍ بجو حکومت د اُتمانزو کلى کلابند کړ. له لمر ختو سره سم د کميشنر مرستيال تر کومندې لاندې انګريزي او هندي عسکر کلي ته ننوتل. له کلي د باندې ٨٠٠ انګريزي سپاره، د هند د سپرو يو کنډک، چې له سيکانو، مسلمانو او دوګره و څخه مرکب وو، ځاى پرځاى شوي وو. له هغوى سره څلور لويس-ډوله او بې شمېره نور توپونه وو. پر هغو سربېره درۍ سوه شيعه پلي، چې په ځانګړې توګه د لاټۍ وهلو لپاره روزل شوي وو، هم ورسره وو… مرستيال کميشنر خدايي خدمتګارو ته، چې پيره ولاړ وو، امر وکړ چې ښکته شي او خپلې سرې جامې وباسي. هغوى يې په ځواب کې وويل چې د خپل کومندان له امر پرته به ښکته نه شي او دوى به په ژوندي سر خپل يونيفورم او جامې ونه باسي. په همدې مهال د خدايي خدمتګار کومندان، ربنوازخان، خدايې خدمتګارو ته وويل چې د “ژوندى دې وي انقلاب” له نارو سره له بامه ورښکته شي. مرستيال کميشنر تکل وکړ چې له نارو وهلو يې منع کړي؛ د يوه خدايي خدمتګار پر ټټر يې د توپنچې خوله ورکېښوده او پرې يې ناره وکړه چې جامې وباسي. هغه يې په ځواب کې وويل چې په ژوند د يوه پښتانه جامې څوک نه شي يستلى. له همدې سره مرستيال کميشنر پرې د سوکانو وهل پيل؛ او دوه تنه انګرېز عسکرو د توپکو پر کُنداغونو وواهه ترڅو بېهوښه شو. په بېهوښۍ کې يې ترې جامې ويستې ـ لوڅ بربنډ يې کړ… د دې وهلو-ټکولو په بهير کې، يو ١٤ کلن هلک، چې سرې جامې يې اغوستې وې، هم ولاړ و. دا هلک ولي خان، د باچاخان دويم زوى و. مرستيال کميشنر ترې وپوښتل چې ته څوک يې؟ ويل زه د عبدالغفار خان زوى يم. کميشنر سپکې ستغې ورته وويل او يوه برتانوي يې پر ټټر برچه کېښوده. خو يوه مسلمان عسکر د انګرېز مخه ډب کړه. يو بل انګرېز ور د مخه شو، خو د سرفراز خان ورور، حسن خان، چې پر بندي وګړو د څار دنده ور په غاړه وه، هلک له لاسو ونيو، ټوپ يې کړل، نږدې جومات ته يې د ننه او پدې توګه يې ولي خان له مرګه بچ کړ.
پدې ډول پرنګى د افغان مبارزينو ـ خدايي خدمتګار تحريک ـ د ځپلو لپاره له هېڅ ډول جنايت څخه لاس پر سر نه شو. فخر افغان، باچاخان، د خپل ژوند ٣٣ کاله ـ ١٨ کاله د پرنګي او ١٥ کاله بيا د پرنګي لاسپوڅو راجه-جرنيلي او فرمايشي “سجاده نشين” پنجابي واکدارانو په جېلونو کې تېر کړل. باچاخان ليکي چې برتانويانو د شکنجې نوي مېتودونه اختراع کړل: “ځوانکي هلکان يې په جېل کې ٣٠ دُورې وهل. رضاکار خدايي خدمتګار يې د ځوځانو پر کوَټو کېنول؛ جامې يې ترې يستلې؛ پر ې يې په تورو شاوو غټې ډبرې د يوې غونډۍ سر ته خېژولې چې د خپل يوه مشر پر قبر يې غونډې کړي…” هغو ډبرو ته په اشاره چې د برچې پر زور يې پرې خېژولې وې، پرې يې په ستغه ژبه نارې وهلې چې “د هغو ډبرو تر قبر لاندې هغه [ستاسو] الله اکبر پروت دى.”22
تيندُلکار، په بنګال کې کليوالو ولسونو ته د خدمت کوله پر موخه، د باچاخان د يوه سفر په هکله خبره کوي وايي چې په ډېرو کليو کې له ګرځېدو او خلکو سره تر جرګو کولو وروسته، هغه نيکيتان ته چېرې چې زوى يې، غني خان، سبق وايه ورغى. د زده کوونکو په هغه غونډه کې يې، چې د کتابتون مخې ته جوړه شوې وه، برخه واخسته او د بنګال د خورا نامتو فيلسوف او شاعر، رابيندرانات ټاګور، له خوا يې هرکلى وشو… له غونډې وروسته، ټاکور، د خداى پاماني پر مهال، باچاخان ته په اردو ژبه په خطاب کې وايي:
“.. هيله کوم کوم څه چې غواړم درته يې ووايم هغه محض مبالغه او يا د تهذيب د غوښتنو له کبله ونه انګېرئ … تاسو دلته له موږ سره د لنډې مودې لپاره وکتل، مګر موږ به دا کتنه د وخت په کچه ونه ارزوو. هغه رښتيني ستر وګړي، چې زړونه يې د ګردو د پاره دي، هغه چې د نړۍ پر ټولو خاورو تعلق لري، د وخت د کچو له چوکاټ نه هم اوړي؛ هغوى د هر وخت د پاره دي. باور وکړه چې دې اشرام ته ستا د لنډ سفر ياد به زموږ په زړونو کې د تل لپاره تاند وي… حقيقت ستا د ژوند بنسټ دى او زه باور لرم چې ته د هغه اغېزه په خپل شاوخوا چاپېريال کې ښندې. موږ ته هم دا څرګنده شوې چې حقيقت ته د داسې نه وقف له کبله زموږ ورځنۍ هلې ځلې له ناکامۍ سره مخامخ دي. ته دې خاورې ته، چې ناخوښ وجود يې ټوټې-ټوټې دى، ددې د پاره راغلى يې … چې له هغې ورور-وژونکې کرکې يې وژغورې چې د تباهۍ پر لور يې کشوي. له ما سره کوم ډېر وړوکى شک هم نشته چې ته د خپل پياوړۍ کرکټر په اغېزه زموږ د وګړيو په خوځونه بريالي شوى ياست. هيله لرم چې زموږ ټولو درناوى ومنې. موږ د زړه له کومي دعا کوو چې خداى دې تاته اوږد ژوند درکړي چې د روغتيا او حقيقت پر خوا د مرګوني په حال دې خاورې له روانولو سره مرسته وکړې.”
خو پخپل وار پنجابي حاکمانو باچاخان دومره خپل “سرسخت” دښمن باله او دومره ور ته له کينې ډک وو چې حتى د لندن په ريجنټس پارک جومات کې يې د هغه پر فاتحه، چې د دې ليکوال له خوا اعلان شوې وه، بنديز ولګاوه. د جرنيل ضياالحق څارګرو خوارکي فضل علي ته، چې د جومات يو پښتون خادم و، سپورې ستغې کړې وې چې فاتحه هلته وانه خستل شي. ما ته يې تليفون وکړ او زه مجبور شوم چې د فخر افغان فاتحې راتلونکو مينه والو ته د هغې د ځنډېدو خبر د تليفون له لارې ورکړم.
فخر افغان، افغان وزېږېد، افغان واوسېد او وياړلى افغان نوم يې ژوندى پاتې شو.
دويم ـ مرحوم شهيد محمد داود:
د ١٩٥٣ کال د سپتامبر پر ٦ نېټه په افغانستان کې د لومړي وزير شاه محمود د “تجربوي ديموکراسۍ” دوره پاى ته ورسېده او پر ځاى يې محمد داود د نوي حکومت په جوړولو وګومارل شو. نوموړى پداسې يوه زماني پړاو کې لومړى وزير شو چې افغانستان په نړيواله کچه، له دويمې نړيوالې جګړې وروسته، د لوېديز- ختيز ترمنځ د سړې جګړې له سترېدونکي توپان ؛ او په سيمييزه توګه ـ له اقتصادي پلوه بېوزلي او د انګرېزانو پر لاس پر وچه کې ايسار کړ شوي افغانان ـ د کينه کښو رقيبو ګاونډيانو له ګواښ سره مخامخ وو. مرحوم محمد داود، چې د خپل وياړمن ژوند په بهير کې يې له اقتصادي، سياسي او ټولنيز پلوه د يوه پرمخ تللي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان ارمان په ککره کې روزه، مجبور و د ورسره مخامخ ننګَوَنو په منځ کې د له احتياطه نه ډکو مانورونو په ترڅ کې لار وباسي.
حسن شرق د خپل کتاب “کرباس پوشهاى برهنه پا” په ١٤١ مخ کې ليکي: “ما چې د خپل عمر ٢٥ کاله له محمد داود سره په همکاري او نږدېکت کې تېر کړي وو، دې عقېدې ته رسېدلى وم چې نوموړي، له هرڅه نه پورته، له افغانستان او د هغه له خلکو سره مينه لرله. د غم او ښادۍ د محافلو پر مهال، په ځانګړو ويناو او رسمي دندو کې هغه د افغانستان او افغانانو په هکله فکر کاوه. له همدې کبله نوموړي ته درناوى او ور سره دوستي له افغانستان سره د دوستۍ او عشق مانا لرله..”
مرحوم شهيد محمد داود پدې ګروهمن و چې په هيواد کې د اقتصادي بنسټونو له پر پښو درولو او ټينګولو پرته، نورو ملي هيلو او ښېرازيو ته رسېدل ناشوني وو. نو په ١٩٥٣ کې د خپل حکومت د تصدي له هماغه پيل څخه يې، په کورنۍ کچه، د ملي اقتصاد د پياوړتيا پر لارو- چارو پام متمرکز کړ.
په نړيواله او سيمييزه کچه د دې زمانې د سترو بدلونو په لړۍ کې د جوزف ستالين مرګ هم شامل و او شوروي، د خروسچف پر مشرۍ، له “سوسيالستي بلاک” څخه بهر نورو، په تېره د وروسته پاتې درېيمې نړۍ له نويو خپلواک شويو هيوادونو سره، د دوه اړخيزو اړيکو هڅه کوله. پداسې حال کې چې د افغانستان ختيځ او لوېديځ “مسلمانو” ګاونډيانو پر افغانستان د اقتصاد او تجارت لارې تړلې وې او د افغانانو پر ستوني يې چاړه اېښې وه ، مرحوم محمد داود په ١٩٥٣ کال ـ د لوېديز بلاک او افغان دښمنه سيمييزو ځواکونو له غاښ- چيچي سره- سره ـ د شوروي صدراعظم، بولګانين، او د هغه هيواد د کمونست ګوند منشي، خروسچف، ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي. د همدې سفر په پايله کې شوروي افغانستان ته سل مليون ډالره پور ورکړ؛ او له هغه سره په هيواد کې د منظمو پلانونو پر اساس د ودانولو کارونه پيل شول. د اوبو او برېښنا د بندونو، لويو لارو جوړولو، د کرهڼې او اوبو لګولو، سترو صنعتي فابريکو، روغتيايي مرکزونو، پوهنتونونو او پوهنيزو مرکزونو په ګډون په افغانستان کې په سلګونو نورې داسې عمراني پروژې نه شي په ګوته کېدلاى چې هغه دې د مرحوم داود د لس کلنې تصدۍ [١٩٥٣-١٩٦٣] لاس ته راوړنې نه وې.
له بلې خوا افغانان د خپل هيواد د کورني امنيت او ملي دفاع له ننګونې سره مخامخ وو. مرحوم شهيد محمد داود چمتو نه و چې افغانستان په نړيوالو اړيکو کې له تجريد سره مخامخ او د “ازاد او مثبت قضاوت” له حق څخه محروم پاتې وي. نو په ١٩٥٥ کال يې د بانډونګ په کانفرانس کې برخه واخسته او د بې پرې هيوادونو د نهضت بنسټ اېښودونکى غړى شو. د مصر د جمهور رئيس، جمال عبدالناصر؛ د اندونيزيا د جمهور رئيس، عبدالرحيم سوکارنو؛ او د هند د صدراعظم، جواهر لال نهرو، په ګډون پدې غورځنګ کې د کلونياليزم له منګولو څخه د ازادو شويو هيوادونو هغه غړي شامل وو چې د خپل ملي حاکميت د خوندي ساتلو، ټولنيزې او اقتصادي ودې په هيله يې نه غوښتل د لوېديز- ختيز په پوځي بلاکونو کې شامل شي.
امريکا جرنيلي پاکستان تر غاښونو پورې پر وسلو سمبال کړى و. او همدا دليل و چې پرنګي ذهنه راجه- جرنيلانو او بېروکراسۍ ته يې جرئت ورکړ په ١٩٥٥ کال د “شمالي صوبه سرحد” او بلوچستان په ګډون، لوېديز پاکستان “يو يونټ” اعلان کړي. د مرحوم شهيد محمد داود حکومت، چې په سيمه کې د کمونيزم او شوروي سره د اوږدې پولې له خطر اود کمونيزم په اړه د افغان ولس له انګېرنو سره ورته انګېرنې لرلې، له دې ټولو پارونو سره په زغم او حوصله چلند کاوه او د افغانستان د دفاع په موخه يې له امريکا نه د وسلې غوښتنه وکړه. خو امريکايي چارواکو په خورا تکبر د افغانستان غوښتنې ته رډ ځواب ورکړ؛ د پاکستان د پولو په رسميت پېژندل؛ په امريکايي- برتانوي پوځي بلاکونو کې غړيتوب يې له امريکا سره د دوستۍ معيار وباله؛ او د ١٩٥٦ کال د جون پر ٩ نېټه يې ـ د امريکا د بهرنيو چارو د وزير، جان فوستر دوليس، پر وينا هر “هغه هيواد چې د امريکا ملګرى نه وي، د امريکا دښمن دى.” ـ افغانستان خپل دښمن وباله.
د ١٩٥٦ کال د اګست د مياشتې پر ٢٥ نېټه د مرحوم محمد داود حکومت په کابل کې د يوې جوړې شوې لويې جرګې د پرېکړې پر بنا، چې افغانستان ته د مخامخ احتمالي ګواښونو د دفاع په خاطر د هيواد وسلوال مټ پياوړى کړي، له شوروي او چکوسلواکيا څخه د وسلو پېرلو لومړى تړون لاسليک کړ.
په نړيواله کچه د لوېديز- ختيز ترمنځ د “سړې جګړې” له تودېدو او حادېدو سره، پر افغانانو د امريکا او برتانيا پر مټو او لمسون د دې پړاو د خورا رويو شويو تېري کوونکو سيمييزو ګاونډيانو له لوري د اقتصادي ودې او سياسي توطيو چاپېريال ترينګلى او له سترو ستونزو سره لاس و ګرېوان و. نو له همدې کبله وو چې ـ له دې کړکېچ څخه د وتلو د کاذبو هيلو په تمه ـ په ١٩٦٣ کال له حکومت څخه د ګوښه کولو په پايله کې د مرحوم داود ( له هغه نه د مخه او وروسته بېسارې ملي رغونې او عمران) لسيزه پاى ته ورسول شوه.
د مرحوم شهيد داود له استعفا وروسته ډاکتر محمد يوسف صدراعظم شو. مرحوم ډاکتر يوسف، چې د سلطنتي کورنۍ له غړو بهر د افغانستان لومړى صدراعظم و، د خپل حکومت په جوړولو پسې په لومړنۍ وينا کې وايي چې د ده حکومت به ګردې “.. هغه موخې په پام کې ولري چې محمد داودخان وړاندې کړې وې.” د دې موخو منځپانګه، چې د يو لړۍ وړانديزونو په ترڅ کې، په بېلابېلو پړاونو کې، د محمد داود له خوا د افغانستان پاچا، محمد ظاهرشاه، ته وړاندې شوې وه، دا وه چې:
په افغانستان کې به مشروطه شاهي، ديموکراسي او پارلماني حکومت منځ ته راځي؛ په اساسي قانون کې به د سلطنتي کورنۍ حدود ټاکل کېږي؛ او دولت به پر تقنينيه، اجرائيه او قضائيه قواو وېشل کېږي.
خو کله چې د ١٩٦٤ کال د سپتامبر د مياشتې پر نهمه نېټه د نوي اساسي قانون مسوده لويې جرګې ته وړاندې شوه، نو د هغې په ترڅ کې د محمد داود پر خلاف د يو شمېر کړيو نيتونه او غږونه بربنډ شول. د اساسي قانون پر ٢٤ ماده دا قيد ور زيات کړ شو چې”د سلطنتي کورنۍ غړي د تل لپاره د همدې کورنۍ غړي دي.” له همدې سره مرحوم داود په راتلونکې کې د هيواد په سياسي فعاليت کې له برخې لرلو محروم کړ شو. پرضد يې د نادودو او دسايسو د درک له کبله مرحوم کور کېناست او حالات يې څارل.
د ډاکتر محمد يوسف خان له صدارت څخه پيل بيا تر ١٩٧٣ کال د لسيزې په بهير کې هيواد د انارشۍ او سترو بحرانونو په توپان کې ښکېل و. يو پر بل پسې ګڼ شمېر حکومتونه جوړ او له منځه ولاړل؛ د قانون او نظم ريښې وچې شوې وې؛ اداري فساد وروستۍ پولې ته رسېدلى و؛ د افغانانو د سپېڅلو ګروهنو پر خلاف بربنډ تېرى روان و؛ د هيواد د کورنيو او بهرنيو غليمانو د کرکې چړې د وطن هډانه ګواښوله؛ د وچکالۍ، قحطي او طبعي حوادثو له کبله خلکو ژوند له لاسه ورکاوه؛ ميندو او پلرونو د ژوندي پاتې کېدو په هيله خپل ماشوم زامن او لوڼې پلورل؛ په زرګونو کورنۍ مهاجرتونو ته مجبورې شوې وې؛ د پر پرديو تړلو “کيڼ او ښي” ځواکونو پر لاس د کودتاګانو ګنګوسي ډګري شوي وو؛ هيواد په ځوړ او د نابودۍ په درشل کې و.
د ١٩٧٣ کال د جولاى پر ١٧ نېټه، مرحوم شهيد محمد داود د “قلابي ديموکراسۍ” پر خلاف وخوځېد؛ په هيواد کې يې د ولسواکۍ نظام اعلان کړ. خو افغان ولسواکۍ نظام، د افغانانو د تاريخي بهرنيو او کورنيو غليمانو له خوا، چې له هماغه پيل څخه يې پر ضد لاسونه سره يو کړل، په اور او وينو کې ولمبول شو. افغان هيواد د بېلابېلو هيوادونو، ايډيولوژيګانو او انترستونو د څارګرۍ اجنسيو د سيالۍ پر ډګر بدل شو. د ايران دولت، د ساواک جاسوسي شبکې او سي آى اې په ګډه، مخامخ، او په پاکستان کې اجير شويو افغان “بنيادګرو” ته امريکايي وسلې ورکولې چې په پايله کې يې د نصيرالله بابر تر کومانندې لاندې پر پنجشېر د تخريبي عملياتو له پيل سره د افغانستان د دېرش کلنې تراژېدۍ لړۍ پيل شوه. او په افغانستان کې د خلق- پرچم د کودتا له پيل نه، چې په ګېډه کې يې د ښي او کيڼ ستم پلويانو او له ځان او جهان نه ناخبرو پرديو ايډيولوژي پالانو ځالې جوړې کړې وې، په عملي توګه د لوېديځ او دا مهال د يواځني ورپاتې شوي سيمييز لاسپوڅي ـ جنرال ضيا ـ په لمسولو او پارونه روسان افغانستان ته ورټېله کړل شول؛ د افغانانو خاوره د سړې جګړې د سيالانو د زور- ازمولو ډګر وګرځېده؛ او د يوه ملت په توګه د بشپړې تباهۍ کندې ته د افغان ولس د ورلاهو کولو پرېکړه وشوه.
شهيد داود افغان وزېږېد، افغان واوسېد ـ نوم يې ژوندى پاتې شو.
راجه-جرنيل ضياالحق ـ چې د پرنګي پر څېر يې خپلو او د خپلو پرنګي بادارانو موخو ته رسېدلو په لار کې د پلمې موندلو په غرض د شوروي د لمسولو او پارولو له لارې ـ پر افغانستان د روسانو د پوځي يرغل او اشغال لپاره غوره نخچ لو بولى و ـ د افغانانو په وينه او وطن بېساري تجارت وکړ. “تمغُل” يې وکړ، د انګرېز پر هدايت او د امريکا د پوځ پر زور يې په يوه غشي ګڼ هدفونه وويشتل.د پرنګي ډوله برېتونو په پرېکولو او “اسلامي” کولو يې د افغانانو د جهاد د مشرۍ دعوا وکړه؛ د خپل مارشلا رژيم ستنې يې ټينګې کړې؛ له هره لوري پرې د “برکت ورونه” پرانېزل شول؛ پنجاب يې ښه موړ کړ؛ د ذروي قدرت خاوند شو؛ د کشمير د جهاد ناره يې توده کړه؛ او د “اسلامي امپراتوري” خوبونه يې وليدل.
دا ټول يې په ريا د اسلام تر نوم لاندې کول.
***
دا لومړى ځل نه و چې د “مسلمان” پر لاس د اسلام او مسلمان د کمځواکولو لپاره کار اخستل کېده، بلکې تاريخ د داسې خيانتونو په بېلګو ډک دى. په ١٩١٠ کال کې د هند د وايسراى، لارد مينتو، مېرمن په خپلو يادښتونو کې ليکي چې: “.. اغاخان نن راورسېد چې له موږ سره څو شپې وکړي. داسې څرګندېږي چې نوموړي د هند په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو ترمنځ سوبمن پرمخ تګ کړى وي. دى وايي چې د وطنيانو[بومي ولسونو- Natives ] * د جذباتو د سړولو يواځنۍ لار د هغوى د مذهب د واهياتو لار ده. له دې کبله يې په هر جومات کې ملايانو ته دنده سپارلې چې داسې فتوى ورکړي چې هر محمدي** [مسلمان] چې [د پرنګي پرخلاف] بغاوت هڅوي او يا د فتنې اچولو وعظ کوي، د تل لپاره به په دوزخ کې وي.”23
د ١٩٤٧ د اګست پر ١٤ نېټه د “پاک او ناپاک” په نامه د ژورې کرکې پر بنا د مليونونو انسانانو پر وينو لژند د جرنيلي پاکستان له توغ پورته کولو سره، د دې سيمې له ولسونو څخه د حق غوښتنې حق واخستل شو. پشتانه، بلوڅ او سندهي ملتونو ته، د ١٩٤٠ کال له اعلاميې سره سم د خپل واک او ازادۍ حق ورنکړ شو. د پرنګي په مرسته او اشاره پنجابي اردو او بېروکراسۍ پر پردو خاورو کېناستل؛ د خورا يوه کوچني مهاجر اقليت ژبه، مغُلي اردو، يې د اسلام ژبې په نوم پر خلکو وتپله؛ او د ګيله منو ولسونو ګيله يې د “پاکستان-ضد” او “اسلام-ضد” په پلمه د برچې پر زور د هغوى په ستوني کې وچه کړه. يو پاکستانى ليکوال، فيروز احمد، د “اسلام، سياست او دولت” په ٢٣٠ مخ کې ليکي چې: “د ځانګړو مليتونو په توګه د پنجابي، سندهي، پښتون او بلوڅ خلکو انګېرنه د کومو “دولت-ضد” توکمونو د نادودو له کبله نه ده چې د پاکستان حاکمان يې پر موږ د منلو هڅه کوي. د هغې ولې [ريښې] د دې خلکو په زرګونو کلونو اوږده تاريخ کې پرتې دي.”24
زموږ ولسونه د دې واقعيت ګواه وو چې کله به د ولسونو د کلتور، تاريخ، اقتصاد او ټولنيزو نابرابريو خبره راپورته شوه، نو د ولسونو پر خېټو ناستو پنجابي واکدارانو به سملاسي غاړه کږه کړه؛ ويل يې “موږ لومړى انسانان يو، بيا مسلمانان يو، بيا پاکستانيان”، هډو د نورو حقوقو خو ځاى نه پيدا کېږي ـ هغه تور کفر دى. ولې کله چې په ١٩٧١ کال قهرېدلو جرنيلانو دوه مليونه بنګاليان له تېغه تېر کړل؛ “بنګله دېش يې بې ستره” کړ؛ نوم يې د کمبوديا د پولپوت رژيم تر څنګ وليکل شو؛ نو د انسانيت او اسلاميت ادعاوې يې تش-نسې شوې. خو له دې سره-سره يې د پرنګي بادار له برکته، چې څېرل او ګنډل يې دواړه په لاس کې وو، په توکموژنه “جينوسايډ” محکوم نه شول.
په ١٩٧٣ کال دوبي په افغانستان کې د ولسواکۍ له اعلان سره جوخت، پرنګى او پاکستان پدې لټه کې شول چې د انساني او اسلامي نړۍ پر وړاندې خپل بربنډ شوي وجود ته پرتوګ ومومي. نو په بره افغان خاوره کې يې د ولسواکۍ نوى تاند نظام “اسلام ته خطر” وبلۍ؛ د روسانو راتګ ته يې لار هواره؛ او د جهاد ناره يې پورته کړه. هر څه بيا د “طالعمنو” جرنيلانو او يا د “شيطنت-پخو” پرنګيانو له هيلو سره سم روان شول.
له روسانو سره د جهاد په بهير کې لوېديزوالو، افغانانو ته د هغو تورو عينکو له شا کتل چې راجه-جرنيل ضياالحق ورپه سترګو کړې وي. نوموړي جرنيل، “له امريکا او پرنګي سره د افغانانو پر سر معامله” کې داسې ښودلي وو چې افغانان يو ملت نه، بلکې د وروسته پاتې “بې سره وحشي قبايلو” يوه ټولګه ده، چې د خپل حکومت او پر خپل ځان د حاکميت وړتيا نه لري. دا کړنلاره د پرنګي-پنجابي ساحرانو له خوا په دومره زرنګۍ سره عياره شوې وه چې حتى په خپله د افغانانو په ککرو کې يې داسې فکر ايجاد کړى و چې ګنې رښتيا به هم ښايي هغه سترلامل و چې د افغانستان د بدمرغيو او پسمانيو علتونه يې برابر کړي وو. د افغانانو پر قبايلي ټولنه د بدلولو او پکې د ساتلو موخه، چې د بابر له زمانې بيا د جرنيل ضيا تر دکتاتورۍ او له هغه وروسته روانه وه، په رښتيا هم د يادو شويو موخو لپاره او پر يوه پياوړي هيواد د افغانانو د خاورې د جوړېدلو مخنيوى و.
په ١٩٨٩ کې له افغانستان نه د روسانو تر وتلو او په ١٩٩٢ کې د وروستي پرچمي مشر په نسکورېدو پسې، پنجابي جرنيلانو پخپله لمنه کې روزلي ليوان پر افغانانو ورخوشې کړل؛ او “تر وروستي افغانه” د ګرد افغان ملت په غوښو څېرلو، هډوکو ماتولو او نشتولو يې لاس پورې کړ. پداسې حال کې چې “.. په ١٩٩٣ کال د ډيورند لاين سل کلن تړون پاى ته رسېدلى و، خو د يوه پياوړي او متحد افغانستان له پښو لوېدو سره د پښتونستان کشاله هم مړه شوې وه. او د دې کشالې تر خاورو لاندې ساتلو د باوري کېدو پر تکل، [بېنظير] بوتهو او [نصيرالله] بابر راتلونکي درۍ کاله پر دې بوخت وو چې لرې پرتو درو ته پوځي لارې وغزوي او ـ د شمالي صوبه سرحد د اسامبلۍ [ولسي جرګې] د جوړولو له لارې ـ قبايلي سيمې [د پاکستان] تر فدرالي نظام لاندې راولي. 25
د دې موخې تر لاسه کولو لپاره پاکستاني راجه-جرنيلانو او بيروکراسۍ له ١٩٤٧ او په تېره انګرېزانو دوه سوه کاله له هر ډول وسيلو څخه کار اخستى و. يو سل او شپېته کاله يې پر افغانانو مخامخ يرغلونه کول؛ وژل يې؛ کورونه يې ور ورانول ـ ساه کېښلو او پر يوه غولي د غونډېدو موکه يې نه ورکوله. جرنيل ضيا د افغانانو د ملي هويت د له منځه وړلو لپاره هغوى په غلجي، دراني؛ مسلمان او کافر؛ افراطي او منځدريځ؛ تنظيمي او ناتنظيمي او نورو او نورو داسې وېشلي وو چې چا د خپلې خاورې او وطن نوم په ژبه نه شو راوړلاى. کرکجن کابل ته يې اور واچاوه؛ د افغانستان هرڅه يې تباه کړل؛ مليونونه افغانان يې شهيدان، شل او شوټ کړل؛ درۍ نسله يې له پوهنې او سواد او د ژوند له ډېرو لومړنيو وسايلو نه محروم کړل. کله چې يې دا ټولې لوبې، په خورا برياليتوب، سر ته ورسولې، زړه يې لا نه و يخ شوى او يوځل بيا يې د دې “بې سره، باغي قوم” د ورکولو په تکل ـ د نواز شريف او راجه-جرنيل پروېز مشرف په وجود کې د “ترهګرو” تر ټاپې لاندې په وژلو، ځورولو، د امريکايې ډالرو په بدل کې يې پر پلورلو لاس پورې کړ. هغه مجاهدين، چې جرنيل ضيا يې د وصايت دعوا کوله، او رونلډ ريګن د خپلو “نيکونو معادل” ګڼل، د ضيا د زوى، احسان الحق، پر لاس زولانه؛ او ګوانتانامو ته استولو کېدل. هغه “پنډ خېټى او پنډ شونډى” افسر، چې په اسلام اباد کې افغان سفير، ملا ضعيف، ته يې ويلي وو چې ‘Your Excellency, you are no more your Excellency’ د هماغه ضيا ميراتخور و.
غليم زموږ له وياړلي تاريخ سره هم همداسې لوبه کوله.
تېر تاريخ د ملتونو هنداره، له هغه نه پر زدکړه خپله راتلونکې ټاکي او پر لور يې ګامونه پورته کوي. له بده مرغه چې د افغانانو تاريخ پرديو ليکلى؛ ورته د افغان دښمنه پرديو د خيرنو انګېزو، مغرضو سترګو او ړندو نيتونو له زاويې کتل شوي؛ ماضي مو مسخ کړل شوې؛ حال مو د نا باورۍ له توپانونو سره مخامخ کړ شوى؛ راتلونکې مو ناڅرګنده؛ او ځوان نسل مو، چې د هيواد د راتلونکې سرمايه ده، د ناخبرۍ او پرځان د نه ډاډ او ناويساينې په تورتم کې پرېښودل شوى دى. په دې لوبه کې زموږ يو شمېر خبره ګانو، ليکوالو او تاريخ پوهانو غټه ونډه درلوده او د دې تورتم د ايجادولو برخه ګرځېدلي دي. نه يواځې دا چې د داسې اجنبي خيرنو نيتونو پر بربنډولو او پرخلاف يې د ملي دريځ پر غوره کولو نه دي بريالي شوي، بلکې له هغوى سره په سلا او لاس يو کولو يې زموږ له ماضي، حال او راتلونکې سره بېرحمانه چلند کړى او کوي يې.
د افغانانو دا “پردي پال او خپل وژونکي” يواځې د شلمې پېړۍ په وروستيو دوه نيمو لسيزو او يوويشتمې پېړۍ د لومړۍ لسيزې د پيل په بهير کې هغه يو شمېر چرند ليکونکي او نفرت خورونکي نه دي چې د دښمن په لمسون، اشاره او کومنده يې زموږ د ملي وياړونو د سپکاوي تکل يې کړى؛ او زموږ د ګرد ملت او هيواد د تباهۍ بډې يې وهلې دي ـ بلکې له دې زماني مهال د مخه هغه يو شمېر خبره ګان هم دي چې د دروند نوم خاوندانو په منځ کې يې ځاى نيولى دى. دې کسانو ـ په شعوري توګه ـ په رډو سترګو او زرنګۍ سره زموږ د ملي تاريخ او ملي شخصيتونو د کارنامو د انحراف هڅه کړې؛ پر هکله يې تحليل ړوند؛ قضاوت ناعادلانه؛ مالومات نامتوازن؛ تمايل سکتريستي او زموږ ملي تاريخ يې محض د تور پروپاګند، بې بنسټه کليشو او شعارونو سطح ته راټيټ کړى دى.
خو پر دې ټولو سربېره ـ دهغه پياوړي او پاخه کلتور او تاريخ له کبله چې په وينو او هډوکو کې يې اخښل شوى و ـ د احمدشاه بابا د خاورې ټول افغانان “د ننګ په کار کې سره يو، پټ او اشکار” دي؛ او “د افغان په ننګ يې توره” تړلې. هېڅکله يې هم غليم ته سر نه دى ټيټ کړى او د هرې زمانې له چنګېز او انګرېز سره يې د خپل وطن او نواميسو د دفاع په لار کې ډغرې وهلې دي. که چېرې افغانستان د غليمانو د تاړاکونو ډګر نه واى؛ که چېرې ترې د ژوند ټول وسايل نه واى اخستل شوي؛ که چېرې له پوهې او سواد څخه بې برخې نه واى ساتل شوي، نو هرو مرو به نن دا ملت د نړۍ د خورا سوکالو، پياوړيو او سترو هيوادونو په ډله کې واى. او وي به ـ ان شاءالله تعالى
پدې کې هېڅ د شک ځاى نشته چې افغانان يو وياړلى پياوړى ملت دۍ او وياړلى تاريخ لري. د افغانانو ټاټوبى د زمانو په بهير کې د نهضتونو او مېړونو د زېږولو زانګو پاتې شوى دى. د تېرو پنځو پېړيو په بهير کې ـ له لوديانو رانيولې، بيا تر سوريانو26؛ د پير روښان له غورځنګه بيا د افغان ولسپالنې تر پلار، خوشحال بابا پورې؛ له ميرويس نيکه بيا تر احمدشاه ابدالي بابا؛ له سيد جمال الدين افغاني بيا تر اماني نهضته؛ د “اصلاح افاغنه” او خدايي خدمتګار د غورځنګ بنسټ اېښودونکي او په عمل کې د افغان ملي فلسفي، عدم تشدد، پلي کوونکي، فخر افغان- باچاخان؛ د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي تر انجمن وطن؛ ويښ زلميانو؛ او د ولسواکۍ تر بانۍ، خداى بښلي شهيد محمد داود، پورې ـ ټول هغه مشلونه دي چې افغان ولس ته يې تګلورى ټاکلى او ملي موخې يې ور په ګوته کړې دي. هيله ده زموږ ملت به د غفلت او له ځان او جهانه د ناخبرۍ له خوبه پاڅي؛ خپل تاريخ، راتلونکې، برخليک او ژوند ته به د دې معيارونو په رڼا کې کتنه کوي او ټاکي.
***
کله چې پرنګي ته نواز شريف د چوپړ وهنې تصدۍ پاى ته ورسېده، دا کار د راجه-جرنيل پروېز مشرف پر غاړه واچول شو. نوموړي پخپل وار د پرنګي چوپړ پر خلاصو تڼيو کاوه. د عامو سلګونو مليونو ـ پنجابي، پښتون، بلوڅ، سندهي ـ پر غولونه، اغفالونه، ځورونه او وژنه يې پيل کړى و. خو د دې ټولو ترهېدلو او بوږنېدلو ولسونو زغم هغه وخت پاى ته ورسېد کله چې راجه-جرنيلي واکمنانو د اسلام اباد په سره جومات کې ـ د تورپوښو سلګونو ښځو په ګډون ـ د ملايانو په راټوله شوې غونډه يې ماشينونه وچلول؛ د هغوى د امام، عبدالرشيد غازي، پر شمول، په سلګونو يې شهيدان کړل. دا هغه وروستۍ “پلاله” وه چې “د اوښ ملا يې ماته کړه”؛ راجه-جرنيلي واکمنان ـ په تېره بيا کله چې د امريکايي بادار د غوسې مرکز وګرځېدل ـ په “دوه لومو کې” بند؛ د ولسونو د غولولو له ټولو وسلو، بېوسلې؛ او په هغه بېګناه وينو او اور کې غوپه شول چې دوه پېړۍ، او په ځانګړې توګه د شلمې او يوويشتمې پېړۍ د درۍ لسيزو په بهير کې يې پر ګرد لر او بر افغان ملت لورولي وو.
پر دې مهال بيا، د دې پرځاى چې په سړه سينه او ساړه سر د حالاتو جاج واخلي؛ او ومني چې ټوله وضع دوى پخپله زېږولې؛ هغه څه رېبي چې پخپله يې کرلي؛ د جرنيلي حاکمانو “استبدادي نشه” طغياني شوله ـ د ملتونو د ټاکل شويو استازو په ترور يې لاس پورې کړ؛ هره پړه يې پر “طالبانو، ترهګرو او افراطيونو” واچوله ـ حتى د انفرادي بېګناه وګړو لپاره يې توطيې جوړې کړې؛ او په بهرنيو هيوادو کې يې داسې چارې وکړې چې کوچني ماشومان هم د هغو پر پايلو پوهېداى شول.
د برتانوي حکومت دريځ هم دې ته ورته دى. انګرېزان چې لا اوس هم ځان د خپلو پخوانيو کالونيو پر تخت ناست انګېري، چمتو نه دي هغه څلي ړنګ شي چې د دوى پر لاس درول شوي دي. د انګريزي غږيز او انځوريزو دستګاو پر ګډون، د هغوى جاسوسان او لاسپوڅي شپه او ورځ پدې هڅه دي چې د جګړې اور په پښتني سيمو کې لګېدلى وساتي؛ او افغانان “سيمييزو ايتنيکي پاټکسالارانو ته د ځواک وېشلو” په وجود کې کاواکه او کمځواکه کړي. دا هم هرچا ته جوته شوې چې د دې ټول غملړلي تاريخ په اوږدو کې د دښمن اساسي موخه د پنځوس مليون پښتنو پر ګونډو کول او نشتول دي. د دې بدشومو ارادو کچه او پولې هغه وخت څرګندې شوې چې کله د کرزي ادارې افغانستان ته د “وايسراى” په توګه د برتانوي ديپلومات، پاډي اشډون، له منلو سر وغړاوه؛ او له هلمند څخه يې دوه تنه “جاسوسان”، چې له “سولې ته د يوې ډلې طالبانو” په رابلنه بوخت وو، له هيواده ويستل.
د بشري تاريخ ټولې پاڼې د دې واقعيت ګواه دي چې ـ د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې ـ يوې کوچنۍ ډلې حريصانو، متکبرينو او پر پرديو تړلو دوزخي جفاکارو، انساني ټولنو ته خپله خاوره او خپل کور د اور پر ترونونو اړولي او د هغوى هر څه يې پکې ستي کړي دي. زموږ پر ټولنو تر لګيدلي اور لاندې پروت اورلګيت، بېله استثنا، د انګرېزي کارخانو محصول دى. نو لدې کبله اوس د ملتونو او د پرديو په چوپړ کې حاکمانو ترمنځ حساب جلا شوى دى. اوس د دې وخت رارسېدلى چې د تېرو دوو سوو کلونو په بهير کې د پرنګي پر لاس درول شوي د کرکې څلي ړنګ شي؛ خوارو، وروسته پاتې او د ناپوهۍ په تورتم کې ساتلو ملتونو ته د پر ځان وېساينې، پوهې او ځان پېژندنې امکانات چمتو کړاى شي. ټولو ځانګړو تاريخي ملتونو ـ پنجابي، پښتون، بلوڅ، سندهي ـ ته خپل حقوق، خپلې خاورې او خپلې پولې وسپارلى شي. پدې کې شک نشته چې دا ګرد ملتونه به په بېلابېلو بڼو پر يوه نغري سره ټولېږي او هوسا ژوند به کوي.
باور لرم چې د يوويشتمې پېړۍ په درشل کې ټولو، خپل او پردي ته، څرګنده شوې چې افغان ملت نه د مرګ او نه د غلامۍ کولو وړ دى. دا هم ټولو ته ثابته شوي چې افغانان، پر کومه کچه چې د خپلې خاورې او نواميسو په لار کې د وسلې استعمال او سرښندنې ته چمتووالى لري، پر هغه کچه د دوستۍ او “عدم تشدد” پر فلسفه هم ګروهمن دي. نو د نړيوالو په ذهنونو کې دا سوچ د ودې په حال کې دى چې د سيمې او نړۍ د سولې، ارامۍ او بشري حقونو پرځاى کېدنه دې ملت ته د سولې او ارامۍ د موکې له ورکولو پرته ناشوني دي. دا کار،د ملي وحدت ارمان ته د رسېدو پر لور، په خپله د افغانانو پر لاس د هغو لاملونو د له منځه وړلو سره په پيل کېدو دى چې د دوى د وروسته والي لپاره استعمال شوي دي. افغانانو ټينګ هوډ کړى چې ترخپل منځ د پرنګي پرلاس کرکجن درول شوى څلي به ړنګوي؛ مغُل رويبار به له منځه باسي؛ پوهنې او تکنالوژۍ ته به لار پرانيزي؛ له ګردې متمدنې نړۍ سره به د دوستۍ او ملګرتيا اړېکي جوړوي؛ او د خپل دود او کلتور د ودې او پراختيا لپاره به نا ستومانه کېدونکي زيار ته ملا تړي.
لمن ليکونه : [2] فرېزر- ټاييټلر: افغانستان – په منځنۍ اسيا کې سياسي انکشافات – ٦٢ مخ [3] غلام محمد غبار – “افغانستان در مسير تاريخ” – لومړى او دويم ټوک بشپړ – ٢٠٠١ کال [4] د شاهرخ په شاهي مُهر کې دا بيت کيندل شوى و: يافت از الطاف احمد پادشاه شاهرخ بر تخت شاهى تکيه گاه! [5] But such genius is rare among the Afghans as among other races. Nor had the Afghan people as a whole acquired that stability of purpose which would have enabled them to consolidate control of the vast dominions acquired by Ahmad Shah, or to found an enduring dynasty to replace the dying empire of the Moguls. Fraser –Tytler – Afghanistan: A Study of Political Developments in Central Asia – Oxford University Press, London, 1950 [6] Never was a defeat more complete; … Never again the Mahrattas threaten Northern India … the defeat of Panipat undoubtedly shook the prestige of the Peshwas in the Deccan and paved the way for the British expansion at a later date., Fraser-Tytler, Afghanistan, p64 [7] غلام محمد غبار – “افغانستان در مسير تاريخ” – لومړى او دويم ټوک – ٣٨٠ مخ [8] ‘There are many eminent persons that they have declared themselves very desirous to live among us, might they be secured… While in the first seven years of the company’s rule the population of Bombay rose sixfold; ‘eloquent testimony to the security which the harassed people of this seaboard, where Mogul and Mahratta were inn the first stages of their long warfare, discerned within its borders’. Fraser-Tytler, Afghanistan: A Study of Political Developments in Central Asia – Oxford University Press, 1950, p75 [9] هماغه ځاى. [10] جنرال ضيا الحق هم د ذُالفقار بوتهو له خوا په ١٩٧٠ مو کې له دې کبله د پوځ مشر ټاکل شوى و، چې “تابعدار” او ترې وېره نه کېدله. هماغه ضياالحق و چې بوتهو يې پر دار وځړاوه. [11] The Amir might have followed up this victory by the reoccupation of Peshawar. He deemed it more advisable, however, to seek the intervention of Lord Auckland, newly Governor-General of India, in settling the differences between himself and the Sikh ruler., Fraser-Tytler, p76 [12] “.. جماعت قزلباش کابل عريضه به حضور فتحعلى شاه عرض کرده، به وسيله حسينقلى خان جوانشير به تهران فرستادند که نظر به اينکه جماعت قزلباش به ايران نزديک و از قديم مطيع سلاطين ايران بوده ايم، يکى از شهزادگان را با لشکر به اين طرف اعزام فرمايند، ما نيز با او متحد شده، شر پسرهاى پاينده خان را رفع و آنها را به دولت ايران تسليم نماييم. دربار ايران که به واسطه جنگ با روسيه فرسوده و خسارت زيادى تحميل شده بود و با دولت انگليس نيز عهدنامه داشت که اعزام قشون به آن طرف موجب رنجش آنها مى شد، بر طبق تقاضاى جوانشير نامه به واليان سند نوشته و حسينقلى خان را از راه سند امر به مراجعت نمود و رنجيت سنګهه نيز از وضعيت افاغنه استفاده کرده، آن حدود را تا کشمير، و پنجاب و اتک منصرف شد.” [13] The welfare of our possessions in the East requires that we should have on our western frontier an ally who is interested in resisting aggression , and establishing tranquility, in the place of chiefs ranging themselves in subservience to a hostile power, and asking to promote schemes of conquest and aggrandizement., Fraser-Tytler, Afghanistan-p110 [14] ‘We ought indeed to be grateful to Providence for having permitted our relations with Afghanistan to be so successfully arranged before the arrival of this crisis, for I am convinced that, had it not been that the minds of the Afghans were in a measure prepared for the Amir’s non-interference, he could not have prevented a general rush down the passes, which must have added greatly to our embarrassment at Peshawar and along the frontier.’, Major Lumsden’s Diary from Kandahar, 2 July 1857- quoted in Tytler, p125 [15] (2) His Highness the Amir of Afghanistan and its dependences engages, on the exchange and ratification of this Treaty, to publish a full and complete amnesty, absolving all his subjects from any responsibility for intercourse with the British forces during the war, and to guarantee and protect all persons of whatever degree from any punishment and molestation on that account. [16] (9) In consideration of the renewal of a friendly alliance between the two states, which has been attested and secured by the foregoing articles, the British Government restores to His Highness the Amir of Afghanistan and its dependencies the towns of Kandahar and Jalalabad with all the territory now in possession of the British armies, excepting the districts of Kurram and Pishin and Sibi, according to the limits defined in the schedule annexed, shall remain under the protection and administrative control of the British Government that is to say, the aforesaid districts shall be treated as assigned districts, and shall not be considered as permanently severed from the limits of the Afghan Kingdom. The revenues of these districts, after deducting the charges of civil administration, shall be paid to His Highness the Amir. The British Government will retain in its own hands the control of the Khyber and Michni Passes, which lie between the Peshawar and Jalalabad districts, and of all relations with the independent tribes of the territory directly connected with these passes. [Emphasis mine] [17] Afghanistan is the core and the remnant of a once mighty Empire; it is the glacis of a great mountain range, an out post designed by nature to guard the approaches to India … Unfortunately Pathan races, which make up the ruling portion of the Afghan nation, have spilled over their mountain barriers and spread down into the plain, so that in large areas of Pakistan dwell a people whose affinities are with Kabul, …, and not with Karachi. As it stands at present behind the artificial boundary of the Durand Line, Afghanistan is ethnographically, economically and geographically an incomplete state. Of Pakistan it is difficult to say anything at present. It was carved hastily out of different parts of India, inhabited by totally different types of people, and as it stands it is perhaps the strangest sovereign state that ever came into being… These two states, closely integrated, prosperous and peaceful, would have a notable part to play as forming a powerful eastern bastion to the long line of Islamic states, which stretch between the Basphorus and the Pamirs. But if they are not so integrated, if they are divided and torn by political and economic differences, by national antagonism and by the absurdities of the Durand Line, then they will offer that condition favourable to revolution which gives communism its opportunity. – Fraser-Tytler, Afghanistan, A Study of Political Developments in Central Asia – Oxford University Press, London New York Toronto – 1950, p300 [18] د “راجه- جنرال” توکى له دې کبله ما ته مناسب او د استعمال وړ مالوم شو چې د پاکستان يو شمېر جرنيلان په پاکستان کې د خپل ولس نه، بلکې د انګرېزانو استازي او د هغوى ګټې يې ساتلې. د تارزي ويتاچي پر وينا، په هند کې د پرنګي د واکدارانو له پالېسۍ سم، د پوځ او بيروکراسۍ لپاره داسې وګړي روزل کېدل چې “.. په وينه او رنګ هندي، خو په ذهني توګه انګرېز پال وي. هغوى ته يې د خړو صاحبان نوم ورکړى و.” Tarzi Vitachi – ‘Brown Saheb’ نو پر پاکستان سپاره کړي جرنيلان د هغو پينځه يا شپږ سوه راجاګانو په ډله کې ګڼلاى شول د کومو له لارې چې تر يو لک لږ ملکي او پوځي انګرېزانو په څو سوه مليون هنديانو حکومت کاوه. د پاکستان له زېږولو وروسته، پرنګي ـ پداسې حال کې چې دا مهال د سيملې پرځاى په لندن کې ناست وو ـ د همدې جرنيلانو د تارونو د کشولو له لارې په پاکستان حکومت کاوه. [19] سبق د مدرسې وايي د پاره- ې د پيسې وايــــــي جنت کې به يې ځاى نه وي دوزخ کې به غوټې وهي [20] The Political Agent of Malakand had struck such terror that even influential people trembled at the sight of a Britisher and they used to bend low and bow before him from a distance. And if a tribesman passed by a Britisher without greeting him, he was arrested and put into stocks. D.G. Tendulkar, ‘Abdul Ghaffar Khan – faith is battle’, p25 [21] “But if you are allowed to organize the Pathans for social reform, what guarantee is there that this organization will not be used against the Government and its interest? … You must apologize and give a security that you will not do it again… This is not service, but rebellion.”, Abdul Ghaffar Khan – faith is a battle, D.G. Tendulkar, published for Gandhi Peace Foundation, Bombay, 1967, p37 [22] The British introduced novel methods of torture. Young boys were given thirty stripes in jail. They made the volunteers sit on the thorns, they stripped them of their clothes, made them carry large stones for a tomb of their leader uphill and piled them there. The relgious cry of “Allah-O-Akbar” was railed at. “There is lying buried under the ttomb of stones that ‘Allah-O-Akbar’,” they pointed to a heap of stones prepared by forced labour at the point of the byonet.”, Tendulkar, p72 [23] The Aga Khan arrived to stay with us today. He seems to have had a triumphal progress through India amongst the Muslims. He says that the only real way to appeal to the feelings of natives is by means of the superstitions of their religion, and consequently he has instructed the priests in every mosque to issue a decree that any Mohammadans who incite to rebellion or go about preaching sedition will be eternally damned. Islam, Politics and the State, edited by Asghar Khan – 1985 – p75 * “وطنيان” د پرنګيانو د توکمپالنې په قاموس کې هغه توکى دى چې د سپکاوي لپاره به يې استعمالاوه. د بېلګې په توګه هغه ځايونو ته به چې پرنګيانو تګ راتګ کاوه، پرې به يې په دړه ليکلي وو: “سپيو او وطنيانو ته اجازه نشته!” ** “محمديان” د نبي (صلعم) پيروانو ته – د حضرت عيسى (ع) د پيروانو، يانې له عيسويانو، څخه په تقليد، ويل. فکر کوم دا تقليد پرځاى نه دى. [24] The perception of the Punjabi, Sindhi, Pakhtun and Baluch people as distinct nationalities is not based on the mischief of ‘anti-state’ elements as Pakistan’s rulers would want us to believe. Its roots lie in the thousands of years of history of these people. [25] ‘The 100-year treaty marking the Durand Line lapsed in 1993, but the Pashtunistan issue had all but died out with the demise of a strong and unified Afghanistan. To make sure it remained buried, Bhutto and Babar spent the next three years trying to drive militaryn roads into the more inaccessible valleys and bringing the tribal trust areas into the federal system by creating a NWFP assembly…’, Michael Griffin, ‘Reaping the Whirlwinds’, p71 [emphasis mine] [26] سلطان بهلول لودي (١٤٥١- ١٤٨٩)؛ سلطان سکندر لودي (١٤٨٩- ١٥١٧)؛ او شېرشاه سوري (وفات – ١٥٤٥) غلام محمد زرملوال
[1] د تفصيل لپاره د بېنوا (رح) “افغان نوميالي”؛ او د استاد علامه رشاد (رح) “افغانان په هند” کې کتابونه وګورئ.