کور / تازه خبرونه / اوباما د ابوغريب د بنديانو د شکنجو د عکسو پر خپرېدو بنديز ولګاوه

اوباما د ابوغريب د بنديانو د شکنجو د عکسو پر خپرېدو بنديز ولګاوه


د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما  اعلان کړی دی چي اجازه به ور نه کړي د ابوغريب او بګرام  د زندانو د بنديانو د شکنجې او عذاب هغه عکسونه چي د امريکايي پرسونل لخوا اخيستل سوي وه خپاره سي .


 


تېره چارشنبه د سپيني ماڼۍ وياندرابرت ګيبس،  په يوه بېړني اقدام کي  دغه خبره وکړه چي  د عراق او افغانستان د  بنديانو  ټول  ۴۴ عکسونه به د امريکا و ستري محکمې ته تسليم کړي  خو نوموړي د خبريالانوو پوښتونو ته قانع کوونکی  ځواب او وضاحت ور نکړای سو .


 


د اوباما دغي جنجالي پرېکړي  و ښوده  چي نوموړی د لومړي ځل دپاره د جمهوري غوښتونکو، د پوځ  او د مخفي سازمانو و فشار ته تسليم سوی دی .   ويل کيږي چي دغي پريکړي په امريکا، اروپا او آسيا کي د بشري حقوقو دفعالانو اعتراض را پارولی او  زياتي او بېساري نيوکي يې و اوباما  ته متوجه کړې دي .


 


 په ياده دي وي چي په کال ۲۰۰۴ کي د عراق د ابوغريب په زندان کي  د امريکايي پوځي مستنتقينو لخوا د عراقي بنديانو د ناانساني شکنجو ځيني عکسونه خپاره سوي وه چي پراخه نړۍ واله کرکه يې را وپاروله خو   تر اوسه ددې  زندانيانو د هغه فجيع او وحشيانه شکنجو زيات شمېر عکسونه لا  نه دي خپاره سوي .


 


يوه مياشت مخکي پنټاګون،   په نړۍ کي د بشر ي حقوقو  د  مدافعانو د فشار په وجه    ودې خبري ته تسليم سوی وو  چي د عراق د ابوغريب او د افغانستان دبګرام  په زندانو کي چي امريکايي پوځيانو د بنديانو د شکنجې نه  کوم عکسونه  اخيستي وه  هغه به په يوه مجموعه کي خپروي  .


 د بشري حقوقو د مدافعانو  هدف چي   په يوه مجموعه کي يې ددې عکسو پرخپرېدو ټينګار  کاوه داوو چي د جورج بوش په دوران کي د بشري حقوقو د نقض يو تاريخي سند پاتي سي .