کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د كرزي د كانديدۍ لومړنۍ ډالۍ

د كرزي د كانديدۍ لومړنۍ ډالۍ

 

كرزي بيا د اشتباهاتو ژمنه وكړه!
هغه يوازنۍ ژمنه چې پوره به يې كړي!

تېره اونۍ د ټولټاكنو په خپلواك كمېسيون كې د ولسمشرۍ مقام ته د حامد كرزي د بيا كانديدۍ په نيت د هغه د نوم ليكنې سره جوخت، كرزي افغان ملت ته د خپلې همېشنۍ پېرزوينې سره خپله لومړنۍ ډالۍ وړاندې كړه، او د روان كال د غوايي پر ۱۵- مه يې د فراه ولايت پر بالابلوك ولسوالۍ د بې دفاع انسانانو پر خړو جونګړو د قتل په اراده د يوويشتمې پېړۍ د عصري پوځي تكنالوژۍ په ټول قوت د ړندو بمباريو توپان ورنازل كړ. د نړيوالو رسنيو په ژبه چې دا په ۲۰۰۱ كال كې پر افغانستان د امريكا تر يرغل وروسته تر ټولو ستره ملكي مرګ ژوبله او بېسارى بشري ناورين و.
د افغان دولت د پلټنو او څېړنو په پايله كې خپله دولت د ۱۴۷ تنو ملكي كسانو مړو د نومونو ليست برابر كړ، دا په داسې حال كې ده چې د افغان دولت پر هره ادعا باندې باور يو مخ له منځه تللى دى. نو دا دا مانا لري چې د مړو شمېره تر دې ډېره زياته ده او سلګونه كسان نور ژوبل شوي دي.
په زړه پورې دا ده چې ښاغلي حامد كرزي د خپل نوم د ثبت پر مهال له افغان ملت سره ژمنه وكړه، چې دوى به په راتلونكې واكمني كې بيا – بيا د پخوا په څېر اشتباهات كوي، دا هغه ژمنه وه چې د كرزي د ټولو ژمنو خلاف يې ملت پخوا لا ورسره منلې وه، خو ده ويل كه يې نه منئ، نو واخلئ د بالابلوك ولسوالۍ دا ستره انساني تراجيدي، چې د ده په ټوله اووه كلنه واكمني كې بېسارې وه.
دا ناوړه او زړه خوړونكې پېښه دا پيغام وركوي كه چيرې كرزى يو ځل بيا د ولسمشرۍ پر چوكۍ خپلې بدمرغې واكمنۍ ته دوام وركوي، نو د ډېرو انسانانو سرونه به ورېبل شي، د قتل عامونو لړۍ به وغځېږي، د ملكي مرګ ژوبلې غميزه به نوره هم ژوره شي. كلي، كورونه به نور هم تباه شي، هديرې او قبرونه به ډېر شي، عزتونه او ناموسونه به لتاړ شي، د ډېرو بېوزلو خولې به په خاورو ډكې شي، هر لور به د اور توپانونه راوالوزي او هره خوا به د وينو سېلابونه وحشتونه خپاره كړي، دا به داسې يوه تباه كنه تراجيدي وي چې يوازې به افغان ملت نه ځپي او نه به يوازې افغانستان په نورو كنډوالو بدلوي، بلكې سيمې او په مجموع كې ټولې نړۍ ته داسې يوه جټكه وركوي، چې بيا به يې جبران ډېر سخت كار وي. پر دې اساس نو نه بايد نړۍ دا اجازه وركړي چې يو ځل بيا ناكام كرزى د افغانستان پر سرنوشت ور سپور كړي او نه هم بايد افغان ملت د خپل برخليك واګې هغه چاته وسپاري چې پخپله اووه كلنه واكمنۍ كې يې اووه شپې هم د انساني ژوند عادي زمينه نه ده ورته برابره كړې. او ښاغلى كرزى هم نور بايد پر دې خراب وطن او دربدره ملت زړه وسوځوي او نور يې د خپلو ناكامو او غلطو سياستونو په جهنم كې ونه سوځوي.


1388/2/22