کور / هراړخیز / د اړیکو نیولو بنسټونه او فن (2برخه)

د اړیکو نیولو بنسټونه او فن (2برخه)

غږېدل، وړاندېینه، وراشه (خبرې اترې)، ویندویي


د اړیکو بېلګه 


په لمړي لید کې اړیکې ډېرې اسانې او ساده ښکاري . کله چې یو سړی یو څه ووایي، نو دا فکر کوي چې مخاطب یې پوره او کټ مټ په موخه او خبره پوه شو . خو له بده په مرغه په حقیقت کې داسې نه ده . دغه سکالو د “سکېچ او کلوس” په کومیډي فېلم کې ډېر ښه څرګندېږي . 
مثال :


دوې ښځې چې اورګاډۍ پاکوي، په اورګاډي کې ناستې او د دمې جوړولو په وخت کې خپله ډوډۍ خوري . د دوی مشر راننوځي او په توند ګړدود ورته وایي :


“څه خبره ده چې ناستې یاست؟ پاڅئ، پاڅئ، ژر په کار پیل  وکړئ . زه غواړم چې زموږ سورلي (راکبین) په نیمه ګړۍ کې اورګاډۍ داسې وویني لکه څنګه چې ورسره عادت دي .”


دواړه مېرمنې پاڅېږي او راټول شوي کاغذونه او خځلې بېرته په رېلګاډي کې شیندي . 


په دغه کومیډي ټوټه کې وران پوهاوی له دې امله منځته راځي چې دواړه مېرمنې د رییس د وینا شننه بل ډول کوي . له دغه وینا (لکه څنګه چې دوی عادت دي)، ښځې داسې مانا ترې اخلې چې سورلي خو د رېلګاډي له ککړتیا سره عادت دي، نه له پاکۍ سره .


خو موږ هیله من یو چې په ورځني ریښتیني ژوند او چلند مو کې مخاطب د خبرو په موخه داسې پوه شي لکه څنګه چې موږ غواړو . له برسېرنې بېلګې څخه دا جوتېږي چې اړیکې څنګه پر مخ ځي او کوم خنډونه پکې منځته راځي . 
د اړیکو درې اړین فکتورونه : 


لېږونکی، خبر یا پیغام  او اخېستونکی


● لېږونکی هغه کس دی چې یو خبر لېږدوي او د اړیکو نیولو پروسه د کلیمو یا اشارو په مټ پر مخ وړي .


● خبر هغه څه ته وایي چې د لېږونکي لخوا د کلیمو او یا اشارو په مټ خپل مخامخ لوري یا اخېستونکي ته ورولېږل کېږي .


● اخېستونکی هغه کس دی چې د لېږونکي خبر یا پیغام ورته وړاندې کېږي . 


د خبر اخېستونکی (وروسته له دې یې یوازې اخېستونکی بولو) کولای شي چې په  لاندې توګه د خبر لېږونکي (وروسته له دې یوازې لېږونکی بولو) په پیغام غبرګون وښیي :


● یا باید یوازې د اخېستونکي رول ولوبوي . په دې مانا چې لېږونکي ته د اوږده وخت لپاره وګوري او ده ته غوږ ونیسي . لکه د لېکچر په وخت کې چې یوه کس ته غوږ نیول کېږي .  دغه ډول اړیکو ته “یولوریځ اړیکې” هم وایي .


● یا هم باید د لېږونکي په خبر یا پیغام غبرګون وښیي . په دې مانا چې یا ده ته ځواب ورکړي یا هم دی وپوښتي . په دغه اکر کې لېږونکی په اخېستونکي بدلېږي، او اخیستونکی په لېږونکي . په اړیکو نیولو کې دغه ډول ادلون بدلون د خبرو اترو په وخت کې ډېر رامځنته کېږي چې ورته “دوه لوریځ اړیکې” هم ویل کېږي. 


یو لوریځ او دوه لوریځ اړیکې مونولوګ او ډیالوګ هم بلل کېږي . په مونولګ اکر کې یو کس ډېرو کسانو ته خبرې کوي او دوی غوږ ورته نیولی وي . په ډیالوګ کې بیا دوه یا ډېر کسان له یو بل سره خبرې کوي، لکه مکالمه یا کنفرانس . 
د اړیکو نیولو لپاره وییز او ناوییز سېګنالونه کارول کېږي . په دې اکر کې لېږونکی او اخېستونکی هر یو ځانته خپل زېرمتون لري . د خبر لېږد لپاره لېږونکی له خپلو ویو او سېګنالونو څخه ګټه اخلي او د اخېستلو او پوهاوي لپاره یې اخیستونکی له خپلو هغو څخه . سم پوهاوی هغه وخت منځته راځي چې لیږونکی او اخیستونکی دواړه یو ډول (کود یا شېفر) لکه پښتو ژبه وکاروي . او یا دواړه داسې کود وکاروي چې کم تر کمه دواړه لږ تر لږ پې پوه شي . 
په خبر کې وران پوهاوی او تتوالی هغه وخت منځته راځي که چېرې لږونکی او اخیستونکی یو شان سېګنالونه یا شېفر ونه کاروي . دغه کومه بې دودي (استثنا) نه، بلکې یوه قاعده ده . لکه د سکېچ په کومیډي کې چې د رییس موخه یو څه ده، خو د ښځو لخوا د ده خبرې ‌بل ډول شنل او پوهېدل کېږي . په لاندې بېلګو کې هم ځینې داسې پېښې رانغښتل شوې دي چې شننه او تفسیر یې د وران پوهاوي له امله غلط شوي دي . 


رییس کارمن ته وایي :


“ښاغلی انارګل، سبا تر غرمې پورې مې د افغان تېلېفون کمپنۍ د عایداتو په باره کې دغه لېستونه په کار دي .” 


سبا ته په لسو بجو ریسس بیا راځي او له انارګل څخه لېستونه غواړي .


“ښاغلی انارګل لېستونه چېرته دي؟ “


انارګل حیرانېږي او ورته وایي :


“ما خو فکر کاوه چې “تر غرمې پورې” مو پکار دي، اوس خو لا غرمه لرې ده .”
په دغه مثال کې لېږونکی او اخیستونکی د “تر غرمې پورې” څرګندنې یا اصطلاح څخه ډول-ډول مانا اخلي. 
دا کېدون لري چې رییس به له “تر غرمې پورې” داسې مانا کړې وي چې هر څومره ژر شي ښه دی، خو چې تر غرمې وانه وړي . انارګل بیا دا مانا ترې اخېستې ده چې تر غرمې پورې یا هم تر 12 یا 13 بجو پورې چې جوړ شي، سمه به وي . 
له ژبې څخه پرته نور لاملونه هم شتون لري چې د وران پوهاوي سبب ګرځي . او دغه سکالو به د مالوماتو د ورکېدا او خنډونو په څپرکي کې وسپړل شي .