کور / تازه خبرونه / قانوني وائ موږ غلا نه ده کړې

قانوني وائ موږ غلا نه ده کړې

د افغانستان د ولسی جرگې ریس او د شمال ټلوالې عمده مشر محمد یونس قانوني د اختر په دوهمه ورځ د ځینو رسنیو له لوری په ده او ضیا مسعود باندي لگول شوي تورنه نا سم وبلل .


د اختر په دوهمه ورځ ځینی عربي خبریالانو او د جرمن آنلاین په نامه د مهاجرو افغانانو یوې خبري څانگي او همدا راز د آریانا په نامه له امریکا څخه یو خپریدونکی تلویزیون داسی خبرونه خپاره کړل چې گواکي  د حامد کرزی  مرستیال ضیا مسعود د دوبی په نړیوال هوایی ډگر کې توقیف شوی دی .



تورونه وایې چې له ضیا مسعود سره تر 5 ملیونو ډیر نقد امریکایي ډالر او د امیردوست محمد خان په دورې پوري تړلي یو شمیر باستانی اثار هم نیول شوي دي .



که څه هم دا خبر تر اوسه کومی موثقی سرچیني ندی تاید کړی خو افغان مطبوعات په داسی سرچینو پيسي راوتلي چې یوازی دا خبر د یو ځل لپاره تاید کړي .



ځيني سرچینی وایې چې دا لانجه خو له څلورو میاشتو راهیسي روانه ده ځکه یونس قانونی دا ډالر لومړی له کابل څخه دوبی ته د یو افغان محصل بانکی اکونټ ته انتقال کړي وو او بیا دا ځل نو ضیا مسعود ته دنده سپارل شوي وه چې دا پیسی او ورسره یو اندازه قیمتی ډبري او تاریخی اثار لندن ته ښاغلی قانونی ته ور انتقال کړي .




په همدي مهال یونس قانونی په لندن کې وو او هلته په یو رسمی سفر بوخت وو .


سرچیني وایې چی محمد یونس قانوی غوښتل دا پیسۍ او قیمتی اثار د سویس بانکونو ته انتقال کړي .


د سویس بانکونه د نړۍ په کچه داسی یوه بی ساري پالیسي لري چې هر ډول قانونی او غیر قانوني شتمنۍ   خوندي ساتي او هیڅ یو ملک حتی د ملگروملتونو نړیوال سازمان هم حق نلري چې په دې بانکونو کې هر ډول ساتل شوي پیسۍ کنگل کړي .


قانونی نن د کابل په نړیوال هوایی ډگری کې خبریالانو ته وویل چې د ده او ضیا مسعود په اړه خپاره شوي خبرونه دروغ  دي او د نوموړي پر وینا چی دښمنان یې لا وختی ورته داسې دسیسۍ جوړوي چې پرې د خلکو افکار خراب کړي .