کور / رسنۍ / د نړۍ اونيزې تازه ۱۸مه ګڼه په ١٦ مخونو کښي چاپ شوه

د نړۍ اونيزې تازه ۱۸مه ګڼه په ١٦ مخونو کښي چاپ شوه

د نړۍ اونيزې تازه ۱۸مه ګڼه په ١٦ مخونو کښي چاپ شوهد نړۍ اونيزې د څلورم کال اتلسمه ګڼه په اخباري بڼه په ١٦ مخونو کې له چاپه راووته.

د نړۍ په تازه خپرې شوې ګڼه کې د کورنيو او بهرنيو خبرونو تر څنګ لاندې ليکنې هم چاپ شوي دي :

مصطفى خيبر د نړۍ ستر نابغه ، د حامد کرزي سپينه کودتا ، د ننګرهار ملي ټلوېزيون د يوه پروګرام په اړه ، معتدل مسلمان يانې نه مسلمان ، د طاير ځلاند پر شعري ټولګې د ناب کره کتنه ، اشکاشم د هېواد عجيبه ولسوالۍ ، نيوکه پر نيوکه ….

د پورتنيو ليکنو سربېره نړۍ اونيزه يو شمېر ځانګړې برخې هم لري چې په تازه چاپ شوي ګڼه کې يې لاندې مطالب خپاره شوي دي :

١- ستاسو وکيلان ستاسو په اند:

په دې برخه کې د ولسي جرګې د يو يو وکيل په اړه د خلکو نظرونه خپريږي، چې په ولسي جرګه کې د هغه له کاره خوښ دي او کنه؟ هغه ته په رايه ورکولو وياړي او که پرې پښېمانه دي؟ که نوموړى وکيل بيا ځان کانديد کړي، رايه به ورکړي که څنګه؟ او …

چې د نړۍ په تازه ګڼه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي محترم فريدون مومند په اړه د خلکو نظرونه چاپ شوي دي.

٢- ستاسو پوښتنې او د چارواکو ځوابونه:

دې برخه ته د ننګرهار د ولايتي ادارې د يو يو ريئس په اړه، چې مخکې اعلان شوى وي، خلک پوښتنې او نيوکې راليږي. بيا يې نړۍ اونيزه له هماغه ريئس سره د مرکې په بڼه شريکوي.

په تازه چاپ شوې ګڼه کې د ننګرهار د سرې مياشتې له مشر محترم اقبال سعيد سره مرکه شوې.

٣- په لپه کښي درياب :

تر دې سرليک لاندې د نړۍ په هره ګڼه کې ادبي مطالب چاپيږي. په تازه چاپ شوې ګڼه کې ( د امېر صاحب مسکال) تر سرليک لاندې د بازمحمد عابد طنزيه کيسه او د روماليايي ليکوال پاول نيګويسکو (ويښ څوکېدار) نومي طنز چاپ شوى چې د اباسين جکړ صيب لخوا پښتو ته ژباړل شوى.

دغه راز د عبدالهادي زماني ، انوارالحق يرغل ، محمد معصوم ريښتياني ، بريالي بريال ، عمران کوچي ممله وال او محمد صادق زهير د خوږو شعرونو تر څنګ يو لړ نور ادبي مطالب هم په کې چاپ شوي دي.

٤- د نړۍ شاعر :

په دې برخه کې د يو يو شاعر پېژندنه خپريږي او د هغه په فعاليتونو خبرې کيږي، چې په تازه چاپ شوې ګڼه کې د ځوان شاعر خالد سنګر لنډه پېژندنه د هغه د شعر له بېلګې سره يو ځاى خپره شوې ده.

٥- د لوبو نړۍ :

د لوبو په نړۍ کې لاندې ليکنې چاپ شوې دي:

د حميد حسن ژوندليک ، په ننګرهار کې د کرکټ د ملي لوبډلې د بريا له امله د جوړ شوي جشن راپور او انځورونه ، لاسته راوړنه بايد وساتل شي.

روغتيايي مشورې ، فلمي نړۍ ، په زړه پورې معلومات او روانې چارې هغه نورې ځانګړې برخې دي چې د نړۍ اونيزې په هره ګڼه کې په پرلپسې ډول خپريږي او په تازه چاپ شوې ګڼه کې هم له نويو مطالبو سره چاپ شوي دي.

نړۍ اونيزه د هرې شنبې په ورځ د ٣٠٠٠ ګڼو په شمېر له ننګرهاره خپريږي.

نوموړې اونيزه چې د انجينر فضل هادي فضليار په مديريت له ننګرهاره خپريږي، د خپلو لوستونکو او مينه والو څخه د هراړخيزې مرستې هيله لري او د هغوى هر ډول ليکنو ، وړانديزونو او نيوکو ته سترګې په لاره ده.

د اړيکو لپاره:

ګرځنده لرغږى:  ٠٠٩٣٧٧٢٢٧٩٧٨٦    ،   ٠٠٩٣٧٨٦٣٩٦٠٨٠

برېښليک : Naray_weekly@yahoo.com ، Lmar786@yahoo.com