کور / شعر / پښتنه پيغله

پښتنه پيغله

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
په پښتني حجاب كي داسي پښتنه ښكاريږي
لكه ګلاب چي په شنوپاڼوښائسته ښكاريږي


چي دحيا ټكرى پرسركي دملالي خورسي
هره خبره ئې دسرو شونډوټپه ښكاريږي



زموږدكلي حياداري كه پلوواخيستى
هرومروبه تراسمان پوري شغله ښكاريږي


پام چي مينه ورنه تمه دخولګۍ ونكړې
داهلمندې پيغله په خوي ډېره درنه ښكاريږي



چي دسېلاب زړه ئې تړلى دښكلا په ځنځير
دزړوقاتله ده درنګه فرشته ښكاريږي