کور / تازه خبرونه / ناټو وايې چې د طالبانو يو مشهور قوماندان مو نيولی

ناټو وايې چې د طالبانو يو مشهور قوماندان مو نيولی


  ناټو ځواکونه وايي چې  د پکتيا ولايت اړوند د زرمت په ولسوالۍ کې يې  د طالبانو پو مشهور قوماندان نيولي دی 
  هغه خبر پاڼه چې په خوست کې د ناټو ځواکونو لخوا خپره شوي پکې ليکل شوي د طالبانو يو مشهور قوماندان چي ملا اسدالله  نوميږي د دوو شنبې په شپه د زرمت په ولسوالۍ کي ناټو ځواکونو نيولی دی  .
خبر پاڼه زياتوي چې ملااسدالله  د ناټو ځواکونو لپاره يو مهيم قوماندان وو او په زياتو مرګ ژوبلو ، وسلوالو بريدونو او چاودنو کې يي لاس درلود
. ذابيح الله مجاهد چي په سيمه کې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي  رسنيو ته د نوموړي کس نيونه نده  منلي او وايي چي په زرمت ولسوالۍ کې پدي نوم کوم څوک د طالبانو قوماندان نلري