د …… حکومت !

د غــلو حــکــومــت !



دافغانستان خلک او تاريخ  دسقاو دزوی او دهغه د غلو او لنډه غرانو ددورې سره آشنا دي . د هغوی په ياد دي  چې څرنګه  دغه اوباشانو دپردو په مالي او پوځي ملاتړ د غلو شرم لرونکې څو مياشتنۍ دوره د افغانستان پر ولس باندي وتپله او هغه طلایی د اماني د ترقۍ مرحله يې په نطفه کې خفه او توره تياره ئې پروطن باندي خوره کړه .



نن چې د کابل بدنامه حکومت ته څوک نظراندازي کوي نو دا د هماغه سقاوي  غلو او لنډه غرانو اولاده ده چې  نن يې بيا دادی  د کابل په حکومت کې  ځاله جوړه کړې  بوجۍ يې خورې کړي او چور يې جوړکړی دی  . دا هماغه سقاوي بدنامه غله، ملي جنايت کاران، قاتلين  او لاروهونکې دي چې نن  د جمهوري رياست تر لومړي  معاونيته ،د کابينې تروزيرانو ، د ملي شورا دغلو تررياسته پوري رسېدلي دي .دا هماغه جنايت کاران او د پرديو مزدوران دي چې نن په نوې جبه کې راټول شوي اودوطن بربادۍ ته يې ملاتړلې ده . داهماغه  دشمال تجزیه غوښتونکې واليان او جنګسالاران دي چې هر ولايت  هستي د ځان مال ګڼي، دا هماغه د ګلیم جم غوندي خونخواره باسمچيان دي چې  ددې ملت پر هست و بود يې چور او لا اوس يې هم خېټه پر اچولې ده او فکر کوي چې ددې وطن زامن نور مړه دي .



جالبه خو لا دا چې امريکايې اداره، ناټويې شبکه د ۳۷ هيوادو استازي چې زموږ په وطن کې راته مېشته دي د شپې او ورځي پر دې مظلوم ولس باندي بمبارۍ او تصفيوي عمليات کوي، د مليارډو ډالرو په مصرف سره زموږ پر ولس باندي يا د ډيموکراسۍ په نامه او يا د ټروريزم سره د مبارزې  په نامه خپلي نخشې پلي کوي ترڅو دوی وخپلو اهدافو ته دهمدغي بدنامه، بی عزته مافيايی  غلو په وسيله وهغه ته ځان ورسوي ځکه نو د همدې غلوڅخه  ملاتړ کوي  . دا همدا دوی دي چې دغه شاني غله ، مفسدين ، قاتلين، جنايت کاران   زموږ پر باتور ملت  باندي تپي .


خو تر څو !!



نن زموږ په افغان ملت  کې ټوله مېشته وړونه په دې خاطر حق لري چې د امريکايې او ناټويي اشغالګرانو سره خپله کرکه او نفرت په هره بڼه چې وي   څرګنده کړي او تر څو چې  په کابل کې دغه د غلو حکومت ا و د غه دجنایت کارانو شورا د قدرت واګي په لاس کې ولري او د بوش امريکا يې اداره يې هم ملاتړ کوي، نو دا زموږ د ستر ملت و تاريخي او افغاني حيثيت ته بر الاسپکاوی دی او زموږ هر و طنپال افغان پرهغه باندي غبرګون او کرکه د ځان حق ګڼي . افغانان  خپله ملي، افغاني او اسلامي دنده بولي چې دداسي غلو او بې وطنه اوباشانو او د هغوی د حاميانوسره  د هغوی د زوال تر پولي  پوري مبارزه وکړي !



تاريخ به د کابل دغه اوسنۍ دولت چې د امريکا او ناټو د ملاتړ نه برخورداره دی هغه به د غلو د حکومت په نامه ثبت کړي .



تاريخي شرم دي وي  د غلو پر حکومت او د هغوی پر نړۍ والو ملاتړ کوونکو باندي !